د قانوني حقونو ته د لاسرسي لپاره د ناروې د کډوالو شورا بنسټیز خدمتونه

Norwegian Refugee Council (NRC)

تفصیل

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د معلوماتو، مشورې ورکولو، او حقوقي مرستې (ICLA) پروګرام د هغو خلکو ته د قانوني حقونو ته د لاسرسي او دعوې پر مخ وړلو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی چمتو کوي. د دغو خدمتونو په لړ کې معلوماتي ناستې، د مشورې ورکولو غونډې او قانوني استازیتوب په ګډون په څلورو بنسټیزو برخو کې لومړني چې د قانوني هویت او مدني اسنادو، د کور ، ځمکې او ملکیت (HLP) حقونه، ګټو ته لاسرسی، او کار ګمارنې د قانون حقونه پکې شامل دي، چمتو کوي.

د معلوماتي ډله ایزو غونډو له لارې، ICLA پروګرام اشخاصو ته د دوی د قانوني حقونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کوي. دا ناستې ځینې موضوعات لکه د قانوني هویت اسناد (ID) او مدني اسنادو ترلاسه کولو په تړاو معلومات پوښي. په دې ډول پوهې د برخه اخیستونکو په سمبالولو سره، د ICLA پروګرام دوی ته دا توان ورکوي چې باخبره  پرېکړې وکړي او د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مناسب ګامونه پورته کړي.

سربېره پر دې، د ICLA پروګرام یو پړاویز مشورتي غونډې جوړوي ترڅو له خلکو د ستونزو په هوارۍ کې مرسته وکړي یا خلک په خپلواکه توګه د خپلو حقونو غوښتنې اقدام ته چمتو کړي. د دې مشورتي غونډو په لړ کې، روزل شوي مسلکي اشخاص له اړمنو خلکو سره له نږدې کار کوي او داسې ځانګړې لارښوونې او مشورې ور کوي چې د دوی ځانګړو اړتیاو سره سمون لري. موخه دا ده چې اړمن خلک په د اړینې پوهې او باور سمبال شي ترڅو په خپله قانوني قضیې سمبال کړي.

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟

وړ اشخاص او کورنۍ چې په کندوز ولایت کې پورتنیو خدمتونو ته اړتیا لري کولای شي د NRC دفتر له کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. اړ کسان کولای شي په دغه ولایت کې د ناروې د کډوالو شورا سیمه ایز دفتر ته ورشي او د مرستې غوښتنه وکړي. همدارنګه، د تلیفون له لارې د معلوماتو مرکز سره اړیکه ونیسئ او د دې خدماتو په تړاو د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي. د دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:

د ناروې د کډوالو شورا د دفتر پته: کندوز ښار، کندوز ولایت، د NRC دفتر.

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې.

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسید" "وپوښتئ" وېبپاڼې، د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د "وپوښتئ" ټیم هغو خلکو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په انلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.

مهم ټکي

·        د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده چې د ټيلیفوني اړیکې پر مټ ټاکل کېدای شي؛

·        دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی.

·        د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛

·        هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی.

·        ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛

·        هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛

·        پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛

·        د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛

·        دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي.

یادونه: په گوگل نقشه (Google Map) کې د ناروې د کډوالو  د شورا (NRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:

د پیل مهال

یک شنبه:
08:00 - 04:00
دوشنبه:
08:00 - 04:00
سه شنبه:
08:00 - 04:00
چهارشنبه:
08:00 - 04:00
دوشنبه:
08:00 - 04:00

پته

Kunduz City, Kunduz Province, NRC Office

;