د زیان منونکو ماشومانو د ملاتړ په موخه خوندي، رغنیز او زده کړه ایز چاپیریال خدمتونه

International Rescue Committee

AP ۱۴۰۲-۰۹-۲۰: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC-A) د ماشومانو د خوندیتوب څانګه د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د بیټنیو په کلي کې د معلولیت لرونکو ماشومانو په ګډون هغو ماشومانو ته چې په جګړو او کړکېچنو شرایطو کې ژوند کوي خوندي، رغنیز او زده کړه ایز چاپیریال (SHLS) رامنځ ته کړي، ترڅو زیان منونکو ماشومانو ته منونکو اړین خدمتونه چمتو کړي. د SHLS مرکزونه د پاملرنې یو ډول خوندي ځای دی چېرې چې ماشومان او تنکي ځوانان کولای شي زدکړه او وده وکړي او خوندیتوب ولري. 

هر SHLS لږترلږه دوه جلا ټولګي لري چیرې چې روزل شوي ښوونکي په اونۍ کې د ټولنیزې-احساساتي زده کړې (SEL) غونډې جوړوي. د SEL پروګرام له ۶ څخه تر ۱۱ کلنو ماشومانو سره د مرستې لپاره ډیزاین شوی تر څو له فشار سره مقابله او پر احساساتو د پوهیدو او اداره کولو لپاره پوهه ترلاسه کړي، چلند او مهارتونو ته وده ورکړي، مثبتې موخې وټاکي او ترلاسه یې کړي، احساس او له نورو سره خواخوږي څرګندول زده کړي، مثبتې اړیکې رامنځته پالنه یې وکړي او ورسره په خوا کې مسولانه پرېکړه کول زده کړي.

د ژغورنې د نړيوالې کمېټه د ټولنې په کچه کار کوي ترڅو د خوندي، رغنیز او زده کړه ایز چاپیریال (SHLS) په رامنځته کولو سره زیان منونکو ماشومانو ته دغه خدمت ته لاسرسی ډاډمن کړي. د دې مرکزونو له لارې، ماشومان کولی شي هغه هغه ملاتړ ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لري او له هغو ننګونو سره مبارزه وکړي چې دوی د شخړو او کړکېچ په شرایطو کې ورسره مخ دي. رغنیز او زده کړه ایز چاپیریال (SHLS) د ماشومانو لپاره د زدکړې او ودې لپاره خوندي مرکزونه چمتو کوي، او دوی ته وړتیا ورکوي چې له فشار سره د مقابلې او نرمښت رامنځته کولو لپاره اړین مهارتونه زده کړي.

په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې رغنیز او زدکړه ایز چاپیریال (SHLS) په افغانستان کې د زیان منونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. یاد سازمان ژمن دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې ټول ماشومان زدکړو ته لاسرسی لري او بشپړ ظرفیت ته لوړولو فرصت لري. د رغنیز او زدکړه ایز چاپیریال (SHLS) په تاسیس سره، IRC-A دې موخې ته د رسیدو په چارو کې د پام وړ مرسته کوي.

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟

وړ اشخاص او کورنۍ چې د ننګرهار ولایت په د جلال اباد ښار د بیټنیو په کلي کې پورتنیو خدمتونو ته اړتیا لري کولای شي د IRC دفتر له کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. اړ کسان کولای شي په دغه ولایت کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او د مرستې غوښتنه وکړي. همدارنګه، د تلیفون له لارې د معلوماتو مرکز سره اړیکه ونیسئ او د دې خدماتو په تړاو د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي. د دفتر پته، ورځې او کاري ساعتونه په لاندې ډول دي:

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: ننګرهار ولایت، جلال اباد ښار، د میا عمر لېسې شاته، ۲ زون، ۲ کوڅه، کور ۵۱۴

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې.

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسید" "وپوښتئ" وېبپاڼې، د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د "وپوښتئ" ټیم هغو خلکو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په انلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

مهم ټکي

·        د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛

·        دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی.

·        د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛

·        هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی.

·        ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛

·        هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛

·        پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛

·        د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛

·        دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي.

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:

پته

House # 514, Street # 2, Zone # 2, Behind Mia Omar High School Jalalabad City 

;