- کورپاڼه
- معلومات
- زموږ په اړه
Address: Nangarhar Province, Jalalabad City, 2nd District, 2nd Road, Behind Miya Omar High School, House No. 514, IRC Office
د خدمت په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) د ننګرهار ولایت دسرخرود ولسوالۍ کې د ښځو د رواني روغتیا او تغذیې مشورتي مرکز جوړ کړی دی.
د ژغورنې نړیوالۍ کمېټې دښځینه رواني روغتیا او تغذیې مشورتي مرکزونو په جوړولو سره د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې ټولنیز رواني خدمتونه وړاندې کوي. دغه مرکزونه د انفرادي او ډله ایزو غونډو له لارې د ځینو تفریحي فعالیتونو لکه تفریح اوارام، د چایاو بنډار، اوکیسو ویلو او همدارنګه د ژوند مهارتونو روزنېځينو پروګرامونو لکه مرباجوړولو، خیاطۍ، ابودل، نقاشي او داسې نورو روزنیزوپروګرامونو له لارې رواني-ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.
تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
هغه په شرایطو برابرې نجونې او ښځېچې د ننگرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ دسیدان فولادي کلي کې دې ډول خدمتونو ته اړتیا لري، کولی شيپه یاده سیمه کې د IRC دفتر له کارکوونکو یاهم په یاد ولایت کې دژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي. همدارنګه، اړمن کسان کولای شيدې بنسټ سرهد ټلېفونله لارې اړیکه ونیسئاو له دې خدمتونوګټه پورته کړئ.د دې دفتر پته، کاري ورځېاو ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: دننګرهار ولایت، جلال اباد ښار، دویمه ناحیه، دویم سړک، د میاعمر لېسې شاته، 514شمېره کور، د IRC دفتر (د ننگرهار او ننگرهار دفترونه په یوهودانۍ کې موقعیت لري)
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې.
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانهخدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپشمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټلپلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. دوپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې دنړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوياو د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.
مهم ټکي
· د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وختټاکلو ته اړتیا ده؛
· دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی.
· د دې خدمتونو وړاندې کولپه بشپړه توگه وړیا دي؛
· هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی.
· ودانۍ د مراجعینو دلېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفترکارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛
· هغه مراجعین چې داورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبهمعلومات وړاندې کېږي؛
· پر نارینه وو سربېره، دټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛
· د نارینه او ښځینهتشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسيوړ دي؛
· دا خدمتونه په پښتو، درياو انگلیسي ژبو وړاندې کېږي.
یادونه: په گوگل نقشه (Google map)کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیکوکړئ:
Contact Email:
Contact Phone: