- کورپاڼه
- معلومات
- زموږ په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د بادغیس ولایت په نوي قلعه کې د خوندي او ښوونیزو مرکزونو په جوړولو سره د ماشومانو د خوندیتوب په موخه کار کوي. یاد بنسټ لومړی زیانمنونکي ماشومان پېژني او بیا یې تر خپلې ساتنې لاندې نیسي او د اړتیا په صورت کې ورته نغدې پیسې ورکوي.
دا مرکزونه ماشومانو لپاره د ټولنیزو او عاطفی چلندونو زدهکړې او د رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کوي څو د دوی پنځه وړتیاوې لکه د دماغ وده، عواطفو تنظیم، مثبت ټولنیز مهارتونه، د شخړو حل او د هڅې ځواک پیاوړې کړي.
برسېره پر دې، د IRC دفتر د ټولنې په کچه د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو د پیاوړتیا په موخه د ټولنې پر بنسټ د ماشومانو د ملاتړ ټیمونه جوړ کړي دي. د دې پروګرامونو په ترڅ کې مور او پلار ته د ماشومانو د ښې روزنې او د ماشومانو او تنکي ځوانانو د رواني او ټولنیزو اړتیاوو د ملاتړ په برخه کې د هغوی مهارتونو ته د وده ورکولو په موخه روزنه ورکول کېږي.
تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
هغه ماشومان چې د بادغیس ولایت د نوي قلعه په ښار کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، خپلوان یې کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د بادغیس ولایت، قلعه نو ښار، کندلان چوک
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0728786200 شمېرې ته زنګ ووهئ، د 0728786200 ته پیغام ولېږئ.
مهم ټکي:
د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛
هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده.
ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛
دا خدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي؛
هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛
یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:
Contact Email: Najia.najia@rescue.org
Contact Phone: 0728786200