د گذره ولسوالۍ اوسېدونکو ته په بېړنیو حالاتو کې د خدمتونو وړاندې کول

International Rescue Committee

د گذره ولسوالۍ اوسېدونکو ته په بېړنیو حالاتو کې د خدمتونو وړاندې کول logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له خطر سره مخ خلکو، داخلي بې ځایه شویو، د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیو او نورو بیړنیو حالاتو کې د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین خدمات وړاندې کوي. ټول نارینه، ښځې، هلکان او نجونې چې د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له خطر سره مخ وي، کولی شي له دغو بېړنیو خدمتونو څخه ګټه پورته کړي. یاد بنسټ لومړی د یوې سروې په لاره اچولو سره زیانمنونکي خلک پېژني او بیا یې تر خپل خوندیتوب لاندې نیسي او د اړتیا په صورت کې دوی ته څو اړخیزه نغدي مرستې وړاندې کوي. 

د یادولو وړ ده چې د IRC دفتر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) او د هرات ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ په بېړنیو حالاتو کې خدمتونه وړاندې کوي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له هر ډول خطر سره مخ مېرمنې، نارینه، انجونې او هلکان یا هغه خلک چې په بېړني حالت کې د ورته خدمتونو د لاسته راوړلو ته اړتیا ولري، کولی شي  په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د هرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتو سړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0729080237 شمېرې ته زنګ ووهئ یا د 0793402404 واټساپ شمېرې ته پیغام ولېږئ او یا د hamed.azizi@rescue.org برېښنالیک ته لیک واستوئ. 

مهم ټکي 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

;