د هرات د گلران ولسوالۍ اوسېدونکو ته په بېړنیو حالاتو کې د خدمتونو وړاندې کول

International Rescue Committee

 د هرات د گلران ولسوالۍ اوسېدونکو ته په بېړنیو حالاتو کې د خدمتونو وړاندې کول  logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د خدمت په اړه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هرات ولایت په گلران ولسوالۍ کېله خطر سره مخ خلکو، داخلي بې ځایه شویو، د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیواو نورو بیړنیو حالاتو کې د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین خدمات وړاندې کوي. 

ټول نارینه، ښځې، هلکان او نجونې چې د هرات ولایت په گلران ولسوالۍ کېله خطر سره مخ وي، کولیشي له دغو بېړنیوخدمتونو څخهګټه پورته کړي. یاد بنسټلومړی د یوېسروې په لاره اچولو سرهزیانمنونکي خلک پېژنياو بیا یې تر خپل خوندیتوب لاندې نیسي او د اړتیا په صورت کې دوی ته څو اړخیزهنغدي مرستې وړاندې کوي. 

د یادولو وړ ده چې دIRC دفتر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) او د هرات ولایت د مهاجرینواو راستنیدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ په بېړنیو حالاتو کې خدمتونه وړاندې کوي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

د هرات ولایت په گلران ولسوالۍ کې له هر ډول خطر سره مخمېرمنې، نارینه، انجونې او هلکان یا هغه خلک چې په بېړني حالت کې د ورته خدمتونو دلاسته راوړلو ته اړتیا ولري، کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفترته ورشياو یا هم له دې بنسټسره د ټلېفونله لارې اړیکه ونیسئاو له دې خدمتونوګټه پورته کړئ.د دې دفتر پته، کاري ورځېاو ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتو سړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمتونو وړاندېکول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چېدا خدمتونه وړاندې کېږي،مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکويچمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګهښځینه کارکوونکېهم خدمت لپاره په دفتر کې شتونلري؛ 
  • دنارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په ګوګل نقشه (Google map)کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

34.1982895555000000 

62.2216168999999900 

;