- کورپاڼه
- معلومات
- زموږ په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کېله خطر سره مخ خلکو، داخلي بې ځایه شویو، د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیواو نورو بیړنیو حالاتو کې د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین خدمات وړاندې کوي.
ټول نارینه، ښځې، هلکان او نجونې چې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کېله خطر سره مخ وي، کولیشي له دغو بېړنیوخدمتونو څخهګټه پورته کړي. یادبنسټ لومړید یوې سروېپه لاره اچولو سرهزیانمنونکي خلک پېژنياو بیا یې تر خپل خوندیتوب لاندې نیسي او د اړتیا په صورت کې دوی ته څو اړخیزهنغدي مرستې وړاندې کوي.
د یادولو وړ ده چې دIRC دفتر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA) او د هرات ولایت د مهاجرینواو راستنیدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ په بېړنیو حالاتو کې خدمتونه وړاندې کوي.
د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې له هر ډول خطر سره مخ مېرمنې، نارینه، انجونې اوهلکان یا هغه خلک چې په بېړني حالت کې د ورته خدمتونو د لاسته راوړلو ته اړتیا ولري،کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالېکمېټې ساحوي دفتر ته ورشياو یا هم له دې بنسټسره د ټلېفونله لارې اړیکه ونیسئاو له دې خدمتونوګټه پورته کړئ.د دې دفتر پته، کاري ورځېاو ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هرات ښار، ۴مه ناحیه، د مخابراتو سړک، د ۲۳فردوسي ته مخامخ، ۲۴شمېره کور
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له ۰۸:۰۰بجو څخه د ماذیګر تر ۰۴:۰۰ بجو پورې
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیمهغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي.
یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:
Contact Email: hamed.azizi@rescue.org
Contact Phone: 93729080237