د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ټولنې په کچه د اقتصادي ودې او پراختیا پروګرام

International Rescue Committee

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ټولنې په کچه د اقتصادي ودې او پراختیا پروګرام logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د کرنې او د خلکو د ژوند د ښه والي په موخه د ټولنې په کچه د اقتصادي ودې او پراختیا پروګرام پیل کړی دی. 

د IRC دفتر د دې پروګرام په پلي کولو سره هڅه کوي چې د کرنې سکټور د وضعیت په ښه کولو او د وړتیاوو، لاروچارو او جدي ننګونو سره د خلکو چمتو کولو سره د هغوی د ژوند حالت ښه کړي. د دې پروګرام له لارې به له بزګرانو سره نغدي مرسته وشي، چې په دې سره به په کلیو کې د خلکو عایدات لوړ شي او اقتصادي ځواک په ځانګړي ډول د ښځو اقتصادي ځواک به وده وکړي. 

د یادولو وړ ده چې د دې پروګرام له لارې د کرنې یا کرکیلي په ملاتړ د کوچنيو کاروبارونو په رامنځته کولو او په کليوالو سيمو کې د کرنې په برخه کې کارموندنې سره به د کليوالو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه کسان چې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د هرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتو سړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0797909490 شمېرې ته زنګ ووهئ.

مهم ټکي 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

;