- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د خدمت په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمیټې(IRC)، د قانون حاکمیت او خوندیتوب څانګه (PRoL)، د کورنیو بې ځایه شویو (IDPs) او کوربه ټولنو ته چې خوندیتوبته اړتیا لري، د خوندیتوب اړین خدمتونه وړاندې کوي. دا څانګه د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د دټولنې ځواکمنتیا،حقوقي خدمتونو، د قضیې مدیریت، د خوندیوب څارنه او رواني ټولنیز خدمتونو په ګډون بېلابېلخدمتونه وړاندې کوي.
د ټولنې د پیاوړتیا په فعالیتونو کې د ټولنې پر بنسټ د خوندیتوبکمیټې (CBPC) غړوته د خوندیتوب په اړه روزنیز فعالیتونه او د بې ځایه شویو خلکو او ټولنو اندیښنوارزول شامل دي. په حقوقي فعالیتونو کې د بې ځایه شویو او کوربه ټولنو د انفرادي اوډلهایزو غړو لپاره په اسلام کې د نارینه، ښځو او ماشومانو د حقونو، او پهافغانستان کې مدني اسنادو ته د لاسرسي او نورو حقوقي موضوعاتو په اړه حقوقي مشورېاو پوهاوی شامل دی.
د قضیو مدیریت فعالیتونو کې دPROL ډیپارټمنټ له لارې د خوندیتوب خدمتونو ته چمتوکولو لپاره د قضیو پیژندل یا داخلي، بهرنیو څانګو یا د خدمتونو نورو چمتو کونکو تهراجع کول شامل دي. د قانون حاکمیت او خوندیتوب ډيپارټمنټ(PRoL) د قضیو څار او تعقیب هم کوي.
د خوندیتوب د څار په فعالیتونو کې دIRC له لارې د خدماتو ترلاسه کولو ټولنې څارنه، په ځانګړېتوګه د PROL برخه،او د بې ځایه شویو خلکو او کوربه ټولنو د چټک خوندیتوب ارزونه ارزونه شامله ده.
د قانون حاکمیت او خوندیتوب ډيپارټمنټ (PRoL)، په افغانستان کې بې ځایه شویو او کوربه ټولنو ته د اړینو خوندیتوبخدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي او د خپلو بېلابېلو پروګرامونو له لارې ټولنېځواکمنوي، حقوقي مرستې چمتو کوي، د قضیو مدیریت کوي او د وضعیت څارنه کوي ترڅو په ټولنهکې د زیان منونکو خلکو خوندیتوب او هوساینه ډاډمنه کړي.
تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
وړ کسان (لویان) چې د هرات په کرخ ولسوالۍکې یادو شويو خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي په یاد ولایت کې د IRC دفتر کارکوونکوسره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن خلک کولای شي په دغه ولایت کې د ژغورنېد نړیوالې کمېټې سیمهایز دفتر ته ورشي او یا هم د معلوماتي مرکز له لارې له دېادارې سره اړیکه ونیسي او له دغو خدمتونو ګټه واخلي. د دې دفتر پته، ورځې او کاريساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:دهرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتو سړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي.
مهم ټکي
یادونه: په ګوګل نقشه (Googlemap) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، په دې پتې کلیک وکړئ.