د هرات ولایت، ګذرې ولسوالۍ کې د قانون حاکمیت او خوندیتوب خدمتونه

International Rescue Committee

د هرات ولایت، ګذرې ولسوالۍ کې د قانون حاکمیت او خوندیتوب خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د خدمت په اړه

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC)، د قانون حاکمیت او خوندیتوب څانګه (PRoL)، د کورنیو بې ځایه شویو (IDPs) او کوربه ټولنو ته چې خوندیتوب ته اړتیا لري، د خوندیتوب اړین خدمتونه وړاندې کوي. دا څانګه د ټولنې د ځواکمنتیا، حقوقي خدمتونو، د قضیې مدیریت، د خوندیوب څارنه او رواني ټولنیز خدمتونو په ګډون بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي. 

د ټولنې د پیاوړتیا په فعالیتونو کې د ټولنې پر بنسټ د خوندیتوب کمیټې (CBPC) غړو ته د خوندیتوب په اړه روزنیز فعالیتونه او د بې ځایه شویو خلکو او ټولنو اندیښنو ارزول شامل دي. په حقوقي فعالیتونو کې د بې ځایه شویو او کوربه ټولنو د انفرادي او ډله­ایزو غړو لپاره په اسلام کې د نارینه، ښځو او ماشومانو د حقونو، او په افغانستان کې مدني اسنادو ته د لاسرسي او نورو حقوقي موضوعاتو په اړه حقوقي مشورې او پوهاوی شامل دی. 

د قضیو مدیریت فعالیتونو کې د PROL ډیپارټمنټ له لارې د خوندیتوب خدمتونو ته چمتو کولو لپاره د قضیو پیژندل یا داخلي، بهرنیو څانګو یا د خدمتونو نورو چمتو کونکو ته راجع کول شامل دي. د قانون حاکمیت او خوندیتوب ډيپارټمنټ (PRoL) د قضیو څار او تعقیب هم کوي. 

د خوندیتوب د څار په فعالیتونو کې د IRC له لارې د خدماتو ترلاسه کولو ټولنې څارنه، په ځانګړې توګه د PROL برخه، او د بې ځایه شویو خلکو او کوربه ټولنو د چټک خوندیتوب ارزونه ارزونه شامله ده. 

د قانون حاکمیت او خوندیتوب ډيپارټمنټ (PRoL)، په افغانستان کې بې ځایه شویو او کوربه ټولنو ته د اړینو خوندیتوب خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي او د خپلو بېلابېلو پروګرامونو له لارې ټولنې ځواکمنوي، حقوقي مرستې چمتو کوي، د قضیو مدیریت کوي او د وضعیت څارنه کوي ترڅو په ټولنه کې د زیان منونکو خلکو خوندیتوب او هوساینه ډاډمنه کړي.  

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟

وړ کسان (لویان) چې د هرات په ګذرېولسوالۍ کې یادو شويو خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي په یاد ولایت کې د IRC دفتر کارکوونکوسره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن خلک کولای شي په دغه ولایت کې د ژغورنېد نړیوالې کمېټې سیمه­ایز دفتر ته ورشي او یا هم د معلوماتي مرکز له لارې له دېادارې سره اړیکه ونیسي او له دغو خدمتونو ګټه واخلي. د دې دفتر پته، ورځې او کاريساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:دهرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتو سړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي،مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده. 
  • ودانۍد مراجعینو د لېږدولولپاره لېفټنلري، خو د دې دفترکارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکېهم خدمت لپاره په دفتر کې شتونلري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي.

یادونه: په ګوګل نقشه (Googlemap) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، په دې پتې کلیک وکړئ. 

;