د بامیان ولایت، د بامیانو ښار اوسېدونکو ته نغدي مرستو د خدمتونه

International Rescue Committee

د بامیان ولایت، د بامیانو ښار اوسېدونکو ته نغدي مرستو د خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۷-۲۰: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC) د خپلو بیلابیلو پروګرامونو له لارې زیانمنونکو ټولنو ته اړینې مرستې چمتو کوي. د ژغورنې نړیواله کمېټه دکرنې او مالدارۍ توکو لپاره نغدي سربېر ځمکې مدیریت، کرنې، حاصلاتو راټولولو، د حاصلاتو راټولولو څخه وروسته خدمتونه اوبازار موندنه، د بازار سره اړیکه، د سوداګرۍ بنسټیز مهارتونه، د اقلیم سره سمه کرهنه، او د کرنې عصري مهارتونو تخنیکيروزنه هم ورکوي. 

برسېره پر دې، IRC د کوچنیو ټولنیزو کارونولپاره نغدي مرستې چمتو کوي چې د IRC یا د شریکانو لخوا څارل کیږي.په دې کارونو کې د اوبو لګولو سرچینو پاکول، د کانالونو بیارغونه، د محافظتي دیوالونو جوړول او ورته نور فعالیتونهشامل دي. دغه سازمان له ښځو سره د سوداګرۍ د مهارتونو د روزنې او له روزنې وروستهد یو اندازهنغدي مرستې له لارې د خپلو کوچنیو کاروبارونو په پیلولو کې هم مرسته کوي. 

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا IRC خورا زیان منونکو کورنیو ته غیر مشروطې نغدي مرستې هم ورکوي، ترڅو د کورنۍ د هوساینېلپاره د دوی اړتیاو او لومړیتوبونو سره سم اړین توکي او خدمات ترلاسه کړي. دغه سازمان هغوکسانو ته نغدي مرستې هم ورکوي چې د لوړ خطر سره مخ دي یا د ژوندګواښونکو پېښو څخهژوندي پاتې شوي دي ترڅو دوی وتوانېږيچې د هغو بېړنیوخدماتو او توکو لپاره ماليوړتیا ولري چې د دوی د بقا، خوندیتوب او هوساینې لپاره اړین دي. د IRCد خدمتونو موخه د اړمنوخلکو او ټولنود اړتیاوو پوره کول او دوی تهمرستې چمتو کول دی ترڅو خپل ژوند او معیشت ښه کړي.  

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

د بامیان ولایت هغه پر شرایطوبرابر او وړ اوسېدونکي چې په بېړني حالت کې د ورته خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیاولري، کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره معلوماتو د مرکز د ټیلیفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:بامیانښار، لومړۍ ناحیه، د غلغلې ۱۲م سړک، د جماعت خانې کوڅه، لویدیځ لوری، د IRC دفتر. 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • دنارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ او
  • داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي.

 یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، په دې پتې کلیک وکړئ.

د پیل مهال

یک شنبه:
08:00 - 04:00
دوشنبه:
08:00 - 04:00
سه شنبه:
08:00 - 04:00
چهارشنبه:
08:00 - 04:00
دوشنبه:
08:00 - 04:00

پته

Bamyan City, 1st district, 12th Ghulghula Road, Gozar Isa Khan, West of Jamaat Khaneh Alley, IRC office.  

;