- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د خدمت په اړه
د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC) د خپلو بیلابیلو پروګرامونو له لارې زیانمنونکو ټولنو ته اړینې مرستې چمتو کوي. د ژغورنې نړیواله کمېټه دکرنې او مالدارۍ توکو لپاره نغدي سربېره،د ځمکې مدیریت، کرنې، حاصلاتو راټولولو، د حاصلاتو راټولولو څخه وروسته خدمتونه اوبازار موندنه، د بازار سره اړیکه، د سوداګرۍ بنسټیز مهارتونه، د اقلیم سره سمه کرهنه، او د کرنې عصري مهارتونو تخنیکيروزنه هم ورکوي.
برسېره پر دې، IRC د کوچنیو ټولنیزو کارونولپاره نغدي مرستې چمتو کوي چې د IRC یا د شریکانو لخوا څارل کیږي.په دې کارونو کې د اوبو لګولو سرچینو پاکول، د کانالونو بیارغونه، د محافظتي دیوالونو جوړول او ورته نور فعالیتونهشامل دي. دغه سازمان له ښځو سره د سوداګرۍ د مهارتونو د روزنې او له روزنې وروستهد یو اندازهنغدي مرستې له لارې د خپلو کوچنیو کاروبارونو په پیلولو کې هم مرسته کوي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه یا IRC خورا زیان منونکو کورنیو ته غیر مشروطې نغدي مرستې هم ورکوي، ترڅو د کورنۍ د هوساینېلپاره د دوی اړتیاو او لومړیتوبونو سره سم اړین توکي او خدمات ترلاسه کړي. دغه سازمان هغوکسانو ته نغدي مرستې هم ورکوي چې د لوړ خطر سره مخ دي یا د ژوندګواښونکو پېښو څخهژوندي پاتې شوي دي ترڅو دوی وتوانېږيچې د هغو بېړنیوخدماتو او توکو لپاره ماليوړتیا ولري چې د دوی د بقا، خوندیتوب او هوساینې لپاره اړین دي. د IRCد خدمتونو موخه د اړمنوخلکو او ټولنود اړتیاوو پوره کول او دوی تهمرستې چمتو کول دی ترڅو خپل ژوند او معیشت ښه کړي.
تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
د ننگرهار ولایت هغه پر شرایطوبرابر او وړ اوسېدونکي چې په بېړني حالت کې د ورته خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیاولري، کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالېکمېټې دفتر ته ورشياو یا هم له دې بنسټسره معلوماتو د مرکز دټیلیفون لهلارې اړیکه ونیسئاو له دې خدمتونوګټه پورته کړئ.د دې دفتر پته، کاري ورځېاو ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د ننګرهارولایت، جلال اباد ښار، دویمه ناحیه، دویم سړک، د میاعمر لېسې شاته، 514 شمېره کور،د IRC دفتر
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي.
مهم ټکي
- د دې خدمتونو وړاندېکول په بشپړه توګه وړیا دي؛
- هغه ځای یا ودانۍ کې چېدا خدمتونه وړاندې کېږي،مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده.
- ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکويچمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛
- هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
- پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګهښځینه کارکوونکېهم خدمت لپاره په دفتر کې شتونلري؛
- دنارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛
- داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي.
یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، په دې پتې کلیک وکړئ.
Nangarhar, Jalalabad City, 2nd District, 2nd Road, Behind Miyamar High School,House No. 514, IRC Office.