د بادغیس ولایت، د قلعه­نو اوسېدونکو ته اوسېدونکو ته نغدي مرستو د وړاندې کولو خدمتونه

International Rescue Committee

د بادغیس ولایت، د قلعه­نو اوسېدونکو ته اوسېدونکو ته نغدي مرستو د وړاندې کولو خدمتونه  logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د خدمت په اړه 

د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC) د خپلو بیلابیلو پروګرامونو له لارې زیانمنونکو ټولنو ته اړینې مرستې چمتو کوي. د ژغورنې نړیواله کمېټه دکرنې او مالدارۍ توکو لپاره نغدي سربېره،د ځمکې مدیریت، کرنې، حاصلاتو راټولولو، د حاصلاتو راټولولو څخه وروسته خدمتونه اوبازار موندنه، د بازار سره اړیکه، د سوداګرۍ بنسټیز مهارتونه، د اقلیم سره سمه کرهنه، او د کرنې عصري مهارتونو تخنیکيروزنه هم ورکوي. 

برسېره پر دې، IRC د کوچنیو ټولنیزو کارونو لپارهنغدي مرستې چمتو کوي چې د IRC یا د شریکانو لخوا څارل کیږي.په دې کارونو کې د اوبو لګولو سرچینو پاکول، د کانالونو بیارغونه، د محافظتي دیوالونو جوړول او ورته نور فعالیتونهشامل دي. دغه سازمان له ښځو سره د سوداګرۍ د مهارتونو د روزنې او له روزنې وروستهد یو اندازهنغدي مرستې له لارې د خپلو کوچنیو کاروبارونو په پیلولو کې هم مرسته کوي. 

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا IRC خورا زیان منونکو کورنیو ته غیر مشروطې نغدي مرستې هم ورکوي، ترڅو د کورنۍ د هوساینېلپاره د دوی اړتیاو او لومړیتوبونو سره سم اړین توکي او خدمات ترلاسه کړي. دغه سازمان هغوکسانو ته نغدي مرستې هم ورکوي چې د لوړ خطر سره مخ دي یا د ژوندګواښونکو پېښو څخهژوندي پاتې شوي دي ترڅو دوی وتوانېږيچې د هغو بېړنیوخدماتو او توکو لپاره ماليوړتیا ولري چې د دوی د بقا، خوندیتوب او هوساینې لپاره اړین دي. د IRCد خدمتونو موخه د اړمنوخلکو او ټولنود اړتیاوو پوره کول او دوی تهمرستې چمتو کول دی ترڅو خپل ژوند او معیشت ښه کړي.  

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

د بادغیس ولایت هغه پر شرایطوبرابر او وړ اوسېدونکي چې په بېړني حالت کې د ورته خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیاولري، کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره معلوماتو د مرکز دټیلیفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونوګټه پورته کړئ.د دې دفتر پته، کاري ورځېاو ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:دبادغیس ولایت، قلعه نو ښار، کندلان چوک. 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي. 

مهم ټکي 

- د دې خدمتونو وړاندېکول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 

- هغه ځای یا ودانۍ کې چېدا خدمتونه وړاندې کېږي،مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده. 

- ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 

- هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 

- پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګهښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتونلري؛ 

- دنارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 

- داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په ګوګل نقشه (Googlemap)کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

;