- کورپاڼه
- معلومات
- زموږ په اړه
Address: <p> <P>
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د خوندي او ښوونیزو مرکزونو په جوړولو سره د ماشومانو د خوندیتوب په موخه کار کوي. یاد بنسټ لومړی زیانمنونکي ماشومان پېژني او بیا یې تر خپلې ساتنې لاندې نیسي او د اړتیا په صورت کې ورته نغدې پیسې ورکوي.
دا مرکزونه ماشومانو لپاره د ټولنیزو او عاطفی چلندونو زدهکړې او د رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کوي څو د دوی پنځه وړتیاوې لکه د دماغ وده، عواطفو تنظیم، مثبت ټولنیز مهارتونه، د شخړو حل او د هڅې ځواک پیاوړې کړي.
برسېره پر دې، د IRC دفتر د ټولنې په کچه د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونو د پیاوړتیا په موخه د ټولنې پر بنسټ د ماشومانو د ملاتړ ټیمونه جوړ کړي دي. د دې پروګرامونو په ترڅ کې مور او پلار ته د ماشومانو د ښې روزنې او د ماشومانو او تنکي ځوانانو د رواني او ټولنیزو اړتیاوو د ملاتړ په برخه کې د هغوی مهارتونو ته د وده ورکولو په موخه روزنه ورکول کېږي.
هغه ماشومان چې د هلمند ولایت د لښکرګاه په ښار کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، خپلوان یې کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د هلمند ولایت، لښکرګاه ښار، غزني کوڅه، دویمه ناحیه، د IRC دفتر
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 070543022 شمېرې ته زنګ ووهئ، د 070703081 ته پیغام ولېږئ یا د Atiqullah.Atal@rescue.org برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
مهم ټکي:
یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:
Contact Email: Ahsanullah.Ahsan@rescue.org
Contact Phone: 0705430220