- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د خدمت په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د ننګرهار ولایت د خوږیاڼيو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیاساتنېیا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروګرامونه جوړوي. د دې ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې دڅښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخو کې د خلکو د پوهاوي او معلوماتوکچه لوړه کړي.
د روغتیاساتنې په تړاو دا ښوونیز پروګرامونه اوروغتیایي معلومات کېدی هغو خلکو ته ساده وي چې په ښارونو کې ژوند کوي یا په خپلواستوګن ځایونو کې لومړني روغتیایی خدمتونه ته لاسرسی لري، خو دامعلومات د هغو خلکو لپاره ډېر اړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلريځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیو څخه خوندي کوي. دا خدمتونه د ګرځنده روغتیایي ټیمونو اورضاکارانو له لوريهغو خلکو ته وړاندې کېږي چې هڅه کوي خپله روغتیا وساتي او دټولنې په کچه د دوی د روغتیايي پوهې او معلوماتو کچه لوړه کړي.
پر یادو خدمتونو سربیره، د IRC دفتر بېرته راستنېدونکو، د جګړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخهاغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد کې دننه بې ځایه شويو خلکوته هم لومړني روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
تاسوڅنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
هغه په شرایطو برابر کسان چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼيوپه ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یاده سیمه کېد IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکهونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفترته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونوګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د ننګرهارولایت، جلال اباد ښار، دویمه ناحیه، دویم سړک، د میاعمر لېسې شاته، 514 شمېره کور،د IRC دفتر
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبېد سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونوته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235)یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجرله لارې معلوماتاو یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونوته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسيلپاره اړوندو څانګو ته راجع کوي.
مهم ټکي
یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیکوکړئ: