د لوگر، په خوښۍ ولسوالۍ کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولو خدمتونه

International Rescue Committee

د لوگر، په خوښۍ  ولسوالۍ کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولو خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د خدمت په اړه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکوته د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروګرامونهجوړوي. د دې ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخوکې د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه کړي.  

 د روغتیاساتنې په تړاو داښوونیز پروګرامونه اوروغتیایيمعلومات کېدیهغو خلکو ته ساده ويچې په ښارونوکې ژوند کوي یا په خپلو استوګن ځایونوکې لومړني روغتیایی خدمتونهته لاسرسی لري، خودا معلومات د هغو خلکو لپاره ډېراړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلري ځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیوڅخه خوندي کوي. 

دا خدمتونه د ګرځنده روغتیایي ټیمونو او رضاکارانو له لوري هغو خلکو ته وړاندې کېږي چې هڅه کوي خپله روغتیا وساتي او د ټولنې پهکچه د دوی د روغتیاييپوهې اومعلوماتو کچه لوړه کړي. پر یادوخدمتونو سربیره، د IRCدفتر بېرتهراستنېدونکو،د جګړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېوادکې دننه بې ځایه شويو خلکوته هم لومړنيروغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر خلک چې د لوگر ولایتد خوښۍ ولسوالۍ کې دغو خدمتونو لاستهراوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یادهسیمه کې د IRC دفتر لهرضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکهونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شي دژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:لوګر ولایت، د پل علم ښار، لومړۍ ناحیه، د ترافیک څلورلاری، د هوني سفلی سیمه، دنجارانو لومړۍ کوڅه، 2 شمېره کور، د IRCدفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي. 

 مهم ټکي 

  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي،مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده؛ 
  • ودانۍد مراجعینو د لېږدولولپاره لېفټنلري، خو د دې دفترکارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګهښځینه کارکوونکېهم خدمت لپاره په دفتر کې شتونلري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونهجلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په ګوګل نقشه (Googlemap)کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

;