د خوست،متون ښار کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولوخدمتونه

International Rescue Committee

د خوست،متون ښار کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولوخدمتونه  logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د خدمت په اړه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د متون ښاراوسېدونکو ته د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروګرامونهجوړوي. 

د دې ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخوکې د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه کړي.
د روغتیاساتنې په تړاو داښوونیز پروګرامونه اوروغتیایيمعلومات کېدیهغو خلکو ته ساده ويچې په ښارونوکې ژوند کوي یا په خپلو استوګن
ځایونوکې لومړني روغتیایی خدمتونهته لاسرسی لري، خودا معلومات د هغو خلکو لپاره ډېراړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلري ځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیوڅخه خوندي کوي. 

دا خدمتونه د ګرځنده روغتیایي ټیمونو او رضاکارانو له لوري هغو خلکو ته وړاندې کېږي چې هڅه کوي خپله روغتیا وساتي او د ټولنې پهکچه د دوی د روغتیاييپوهې اومعلوماتو کچه لوړه کړي. پر یادوخدمتونو سربیره، د IRCدفتر بېرتهراستنېدونکو،د جګړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېوادکې دننه بې ځایه شويو خلکوته هم لومړنيروغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟

هغه په شرایطو برابر خلک چې د خوستولایت په متون ښار کې دغو خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شيپه یاده سیمه کې د IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شيد ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د خوست ولایت، متون ښار، دویمه ناحیه،د ۱۲۰۰ فامیلي سیمه، د ۷۳ سړک، ۴۰ شمېرهکور، د IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي. 

 مهم ټکي 

د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 

هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي،مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده. 

ودانۍد مراجعینو د لېږدولولپاره لېفټنلري، خو د دې دفترکارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 

هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 

پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګهښځینه کارکوونکېهم خدمت لپاره په دفتر کې شتونلري؛ 

د نارینه او ښځینه تشنابونهجلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 

داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په ګوګل نقشه (Googlemap)کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:  

;