- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د خدمت په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هرات ولایت د کرخولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیاساتنېیا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروګرامونهجوړوي.
د دې ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخوکې د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه کړي.
د روغتیاساتنې په تړاو داښوونیز پروګرامونه اوروغتیایيمعلومات کېدیهغو خلکو ته ساده ويچې په ښارونوکې ژوند کوي یا په خپلو استوګن ځایونوکې لومړني روغتیایی خدمتونهته لاسرسی لري، خودا معلومات د هغو خلکو لپاره ډېراړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلري ځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیوڅخه خوندي کوي. دا خدمتونه د ګرځنده روغتیایي ټیمونو او رضاکارانو له لوري هغو خلکو ته وړاندې کېږي چې هڅه کوي خپله روغتیا وساتي او د ټولنې پهکچه د دوی د روغتیاييپوهې اومعلوماتو کچه لوړه کړي. پر یادوخدمتونو سربیره، د IRCدفتر بېرته راستنېدونکو، د جګړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېوادکې دننه بې ځایه شويو خلکوته هم لومړنيروغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه په شرایطو برابر کسان چې د هراتولایت د کرخ په ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شيپه یاده سیمه کې د IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شيد ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتوسړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي.
یادونه: په ګوګل نقشه (Googlemap)کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: