- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هرات ولایت د ګذرېولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیاساتنېیا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروګرامونه جوړوي.
د دې ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخوکې د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه کړي.
د روغتیاساتنې په تړاو داښوونیز پروګرامونه اوروغتیایيمعلومات کېدیهغو خلکو ته ساده ويچې په ښارونوکې ژوند کوي یا په خپلو استوګن ځایونوکې لومړني روغتیایی خدمتونهته لاسرسی لري، خودا معلومات د هغو خلکو لپاره ډېراړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلري ځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیوڅخه خوندي کوي.
دا خدمتونه د ګرځنده روغتیایي ټیمونواو رضاکارانو له لوريهغو خلکوته وړاندې کېږيچې هڅه کوي خپلهروغتیا وساتي او د ټولنې په کچه د دوی د روغتیايي پوهې او معلوماتو کچه لوړه کړي.
پر یادوخدمتونو سربیره، د IRCدفتر بېرتهراستنېدونکو،د جګړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد کېدننه بې ځایه شويو خلکوته هم لومړنيروغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه په شرایطو برابر کسان چې د هراتولایت د ګذرې په ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شيپه یاده سیمه کې د IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شيد ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتوسړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: کهتاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0729080216 شمېرې ته زنګ ووهئ او یا د Leena.Masoodi@rescue.org برېښنالیک له لارې لیک واستوئ.
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي دبپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیمهغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو تهاړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیاپه صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو تهراجع کوي.
مهم ټکي
د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛
هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي،مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسۍ وړده.
ودانۍد مراجعینو د لېږدولولپاره لېفټنلري، خو د دې دفترکارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛
هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګهښځینه کارکوونکېهم خدمت لپاره په دفتر کې شتونلري؛
د نارینه او ښځینه تشنابونهجلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛
داخدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي.
یادونه: په ګوګل نقشه (Googlemap)کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: