- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هرات ولایت د انجیلولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروګرامونه جوړوي.
د دې ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،
شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخو
کې د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه کړي.
د روغتیاساتنې په تړاو دا
ښوونیز پروګرامونه او
روغتیایي
معلومات کېدی
هغو خلکو ته ساده وي
چې په ښارونو
کې ژوند کوي یا په خپلو استوګن ځایونو
کې لومړني روغتیایی خدمتونه
ته لاسرسی لري، خو
دا معلومات د هغو خلکو لپاره ډېر
اړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلري ځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیو
څخه خوندي کوي.
دا خدمتونه د ګرځنده روغتیایي ټیمونو
او رضاکارانو له لوريهغو خلکو
ته وړاندې کېږي
چې هڅه کوي خپله
روغتیا وساتي او د ټولنې په کچه د دوی د روغتیايي پوهې او معلوماتو کچه لوړه کړي.
پر یادو
خدمتونو سربیره، د IRC
دفتر بېرته
راستنېدونکو،
د جګړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد کې
دننه بې ځایه شويو خلکو
ته هم لومړني
روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
هغه په شرایطو برابر کسان چې د هرات
ولایت د انجیل په ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي
په یاده سیمه کې د IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شي
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول
دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هرات ښار، 4مه ناحیه، د مخابراتو
سړک، د 23 فردوسي ته مخامخ، 24 شمېره کور
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه
تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: که
تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0729080216 شمېرې ته زنګ ووهئ او یا د Leena.Masoodi@rescue.org برېښنالیک له لارې لیک واستوئ.
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د
بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم
هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته
اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا
په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانګو ته
راجع کوي.
مهم
ټکي
د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛
هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي،
مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو
ته د لاسرسۍ وړ
ده.
ودانۍ
د مراجعینو د لېږدولو
لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛
هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛
د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛
دا خدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي.
یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:
34.5799920550146700
70.3261347292847000