- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هلمند ولایت د ناوې باکرزیو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروگرامونه جوړوي.
د دې ښوونیزو پروگرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا، شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخو کې د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه کړي.
د روغتیاساتنې په تړاو دا ښوونیز پروگرامونه او روغتیایي معلومات کېدی هغو خلکو ته ساده وي چې په ښارونو کې ژوند کوي یا په خپلو استوگن ځایونو کې لومړني روغتیایی خدمتونه ته لاسرسی لري، خو دا معلومات د هغو خلکو لپاره ډېر اړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلري ځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیو
څخه خوندي کوي.
دا خدمتونه د گرځنده روغتیایي ټیمونو او رضاکارانو له لوري هغو خلکو ته وړاندې کېږي چې هڅه کوي خپله روغتیا وساتي او د ټولنې په کچه د دوی د روغتیايي پوهې او معلوماتو کچه لوړه کړي.
پر یادو خدمتونو سربیره، د IRC دفتر بېرته راستنېدونکو، د جگړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد کې دننه بې ځایه شويو خلکو ته هم لومړني روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه په شرایطو برابر کسان چې د هلمند ولایت ناوې بارکزیو ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یاده سیمه کې د IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو گټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هلمند ولایت، لښکرګاه ښار، غزني کوڅه، دویمه ناحیه، د IRC دفتر
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیگر تر 04:00 بجو پورې
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته
اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.
یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: