د هلمند په گرشک ولسوالی کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولو خدمتونه

International Rescue Committee

د  هلمند په گرشک ولسوالی کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولو خدمتونه  logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د خدمت په اړه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د هلمند ولایت د گرشک ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروگرامونه
جوړوي. 

د دې ښوونیزو پروگرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،
شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخو
کې د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه کړي.  

 د روغتیاساتنې
په تړاو دا ښوونیز پروگرامونه او روغتیایي معلومات کېدی هغو خلکو ته ساده وي چې په ښارونو کې ژوند کوي یا په خپلو
استوگن ځایونو
کې لومړني روغتیایی خدمتونه
ته لاسرسی لري، خو
دا معلومات د هغو خلکو لپاره ډېر
اړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلري ځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیو
څخه خوندي کوي. 

دا خدمتونه د گرځنده روغتیایي ټیمونو او رضاکارانو له لوري هغو خلکو ته وړاندې کېږي چې هڅه کوي خپله روغتیا وساتي او د ټولنې په
کچه د دوی د روغتیايي
پوهې او
معلوماتو کچه لوړه کړي. 

پر یادو
خدمتونو سربیره، د IRC
دفتر بېرته
راستنېدونکو،
د جگړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد
کې دننه بې ځایه شويو خلکو ته هم لومړني روغتیایي خدمتونه
وړاندې کوي. 

تاسو څنگه کولی شئ د دې خدمتونو څخه گټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر کسان چې د هلمند
ولایت گرشک ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي
په یاده سیمه کې د IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورت کې اړمن کسان کولی شي
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو گټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول
دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هلمند
ولایت، لښکرګاه ښار، غزني کوڅه، دویمه ناحیه، د
IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له
08:00 بجو څخه د ماذیگر تر
04:00 بجو پورې 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

مهم ټکي

  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

;