د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولو خدمتونه

International Rescue Committee

د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د روغتیاساتنې د پوهاوي ورکولو خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د خدمت په اړه 

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیاساتنې یاحفظ الصحې په برخه کې د پوهاوي او معلوماتو ورکولو په اړه ښوونیز پروګرامونهجوړوي. 

د دې ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره، د IRC دفتر هڅه کوي چې د لاس مینځلو، اسهال کنټرول، د چاپیریال روغتیا،شخصي روغتیا، د پرانیستې تشنابونو کارولو زیانونو، د حیض روغتیا مدیریت، کور کې دڅښاک د پاکو اوبو د برابرولو او دې ته ورته برخو کې د خلکو د پوهاوي او معلوماتوکچه لوړه کړي. د روغتیاساتنې په تړاو دا ښوونیز پروګرامونه اوروغتیایي معلومات کېدی هغو خلکو ته ساده وي چې په ښارونو کې ژوند کوي یا په خپلواستوګن ځایونو کې لومړني روغتیایی خدمتونه ته لاسرسی لري، خو دامعلومات د هغو خلکو لپاره ډېر اړین دي چې لومړني روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نلريځکه چې د حفظ الصحې مراعتول دوی له ډېر خطرناکو ناروغیو څخه خوندي کوي. 

دا خدمتونه د ګرځنده روغتیایي ټیمونو اورضاکارانو له لوريهغو خلکو ته وړاندې کېږي چې هڅه کوي خپله روغتیا وساتي او دټولنې په کچه د دوی د روغتیايي پوهې او معلوماتو کچه لوړه کړي. پر یادو خدمتونو سربیره، د IRC دفتر بېرته راستنېدونکو، د جګړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخهاغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد کې دننه بې ځایه شويو خلکوته هم لومړني روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. 

تاسوڅنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر کسان چې د بادغیس ولایت د قادسولسوالۍ کې دېډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یاده سیمه کې د IRC دفتر له رضاکارانو یا کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د اړتیا په صورتکې اړمن کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دېبنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفترپته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: دبادغیس ولایت، قلعه نو ښار، کندلان چوک. 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبېد سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونوته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235)یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجرله لارې معلوماتاو یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونوته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسيلپاره اړوندو څانګو ته راجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې داخدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولولپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو اوخبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم دیوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري اوانګلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیکوکړئ: 

;