د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې دڅاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

International Rescue Committee

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې دڅاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې دڅاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

د خدمت په اړه

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګه لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکولپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي.

یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو تهلاس رسی نه لري، د اوبو ځایونهبیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپارهنوي څاګانې یا ځایونهجوړوي.

همدارنګه، د IRCدفتر بېرتهراستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او پههېوادکې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي.

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر کسان چې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍکې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یادهسیمه کې د IRC دفتر لهکارکوونکو یا هم په یاد ولایت کېد کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنېریاستونو ته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمن کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټېساحوي دفتر ته ورشياو یا هم له دې بنسټسره د ټلېفونله لارې اړیکه ونیسئاو له دې خدمتونوګټه پورته کړئ.د دې دفتر پته، کاري ورځېاو ساعتونه په لاندې ډول دي:

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: دلوګر ولایت، د پلعلم ښار، لومړۍ ناحیه، د ترافیک څلورلاری، د هوني سفلی سیمه، د نجارانو لومړۍکوڅه، 2 شمېره کور، د IRC دفتر

دخدمت وخت:هره اونۍ له یکشنبې څخهتر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې.

دمعلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانهخدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلوپوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونوبشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورتکې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وختټاکلو ته اړتیا ده؛ 
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگهوړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نهلري،خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دویته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې پهتوگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبووړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدولپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

33.7969439 

68.93458520000001 

ایمیل

Leena.Masoodi@rescue.org

ټيليفون

;