- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د کابل ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د څاګانو او داوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه
د خدمت په اړه
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګهکابل ولایت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکولپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي.
یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو تهلاس رسی نه لري، د اوبو ځایونهبیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپارهنوي څاګانې یا ځایونهجوړوي.
همدارنګه، د IRCدفتر بېرتهراستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او پههېوادکې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي.
تاسو څنګه کولی شئ د دېخدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
هغه په شرایطو برابر کسان چې دکابل ولایت د محمداغې ولسوالۍ کې دېډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یادهسیمه کې د IRC دفتر لهکارکوونکو یا هم په یاد ولایت کېد کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونوته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمنکسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: دلوګر ولایت، د پلعلم ښار، لومړۍ ناحیه، د ترافیک څلورلاری، د هوني سفلی سیمه، د نجارانو لومړۍکوڅه، 2 شمېره کور، د IRC دفتر
دخدمت وخت:هره اونۍ له یکشنبې څخهتر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې.
دمعلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانهخدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلوپوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونوبشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورتکې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.
مهم ټکي
د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وختټاکلو ته اړتیا ده؛
دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی.
د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگهوړیا دي؛
هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی.
ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نهلري،خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛
هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دویته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې پهتوگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛
د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛
دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبووړاندې کېږي.
یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدولپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: