د کابل ولایت په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د څاګانو او داوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

International Rescue Committee

د کابل ولایت په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د څاګانو او داوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د کابل ولایت په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د څاګانو او داوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

د خدمت په اړه 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګهکابل ولایت د ميربچه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکولپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي. 

یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو تهلاس رسی نه لري، د اوبو ځایونهبیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپارهنوي څاګانې یا ځایونهجوړوي.  

همدارنګه، د IRCدفتر بېرتهراستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او پههېوادکې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي. 

تاسو څنګه کولای شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟

هغه په شرایطو برابر کسان چې دکابل ولایت د ميربچه کوټ ولسوالۍ کېدې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یادهسیمه کې د IRC دفتر لهکارکوونکو یا هم په یاد ولایت کېد کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونوته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمنکسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د کابل ښار، ۱۰مهناحیه، قلع فتح‌الله، ۳سړک، ۴۰ شمېره کور، د IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې. 

دمعلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانهخدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلوپوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونوبشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورتکې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

 

مهم ټکي

د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وختټاکلو ته اړتیا ده؛ 

دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 

د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگهوړیا دي؛ 

هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی. 

ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نهلري،خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛ 

هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دویته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 

پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 

د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 

دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبووړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدولپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:  

ایمیل

Leena.Masoodi@rescue.org

ټيليفون

ټيليفون

;