د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبود ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

International Rescue Committee

د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبود ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبود ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه  

د خدمت په اړه 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګهکابل ولایت د استالف ولسوالۍ اوسېدونکولپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي. 

یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو تهلاس رسی نه لري، د اوبو ځایونهبیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپارهنوي څاګانې یا ځایونهجوړوي.  

همدارنګه، د IRCدفتر بېرتهراستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او پههېوادکې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر کسان چې دکابل ولایت د استالف ولسوالۍ کې دېډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یادهسیمه کې د IRC دفتر لهکارکوونکو یا هم په یاد ولایت کېد کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونوته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمنکسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د کابل ښار، ۱۰مهناحیه، قلع فتح‌الله، ۳سړک، ۴۰ شمېره کور، د IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې. 

دمعلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیالري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ دواټساپشمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټلپلټفارم د فېسبوک مسېنجر لهلارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونهترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونوبشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورتکې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسهکولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛ 
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 
  • د دېخدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړاسانتیاوې لري او ټولو مراجعینوته د لاسرسي وړ دی. 
  • ودانۍ دمراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو ددفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سرهمرسته وکړي؛ 
  • هغهمراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولوتوان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینهوو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کېشتون لري؛ 
  • د نارینهاو ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولومراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • داخدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Googlemap) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیکوکړئ: 

ایمیل

Leena.Masoodi@rescue.org

ټيليفون

ټيليفون

;