- کورپاڼه
- معلومات
- زموږ په اړه
Email: Leena.Masoodi@rescue.org
Website: https://www.rescue.org/country/afghanistan
Phone: 93770762004
Phone: 93700762004
د ننگرهار ولایت په بټي کوټولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه
د خدمت په اړه
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګه ننگرهار ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه اوژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي.
یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو تهلاس رسی نه لري، د اوبو ځایونهبیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپارهنوي څاګانې یا ځایونه جوړوي.
همدارنګه، د IRCدفتر بېرتهراستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او پههېوادکې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي.
تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟
هغه په شرایطو برابر کسان چې د ننگرهار ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شيپه یاده سیمه کې د IRC دفتر له کارکوونکو یا هم په یاد ولایت کې د کلیود بیارغونې او پراختیا، د کډوالواو راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونوته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمنکسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: دننګرهار ولایت، جلال اباد ښار، دویمه ناحیه، دویم سړک، د میاعمر لېسې شاته، 514 شمېرهکور، د IRC دفتر (د ننگرهار او ننگرهار دفترونه په یوهودانۍ کې موقعیت لري)
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې.
دمعلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیالري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ دواټساپشمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټلپلټفارم د فېسبوک مسېنجر لهلارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونهترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونوبشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورتکې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.
مهم ټکي
یادونه: په گوگل نقشه (Googlemap) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیکوکړئ:
Contact Email: tuba.motaghed@rescue.org
Contact Phone: +93789578103