- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کېد څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه
د خدمت په اړه
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګههلمند ولایت د نوزادولسوالۍ اوسېدونکولپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي.
یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو تهلاس رسی نه لري، د اوبو ځایونهبیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپارهنوي څاګانې یا ځایونهجوړوي.
همدارنګه، د IRCدفتر بېرتهراستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او پههېوادکې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي.
هغه په شرایطو برابر کسان چې دهلمند ولایت په نوزادولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولیشي په یاده سیمه کې د IRC دفتر له کارکوونکو یا هم په یاد ولایت کې د کلیود بیارغونې او پراختیا، د کډوالواو راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونوته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمنکسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډولدي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هلمندولایت، لښکرګاه ښار، غزني کوڅه، دویمه ناحیه، دIRC دفتر
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له08:00 بجو څخه د ماذیګر تر04:00 بجو پورې.
دمعلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیالري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ دواټساپشمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټلپلټفارم د فېسبوک مسېنجر لهلارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونهترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونوبشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورتکې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.
مهم ټکي
یادونه: په گوگل نقشه (Googlemap) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیکوکړئ: