د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

International Rescue Committee

 د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

 د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه  

د خدمت په اړه 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګه
هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکو
لپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي. 

یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو ته
لاس رسی نه لري، د اوبو ځایونه
بیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپاره
نوي څاګانې یا ځایونه
جوړوي.  

همدارنګه، د IRC
دفتر بېرته
راستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او په
هېواد
کې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر کسان چې د
هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري،
کولی شي په یاده سیمه کې د IRC دفتر له کارکوونکو یا هم په یاد ولایت کې د کلیو
د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو
او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو
ته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمن
کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول
دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هلمند
ولایت، لښکرګاه ښار، غزني کوڅه، دویمه ناحیه، د
IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له
08:00 بجو څخه د ماذیګر تر
04:00 بجو پورې. 

د
معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا
لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د
واټساپ شمېرې (0729807235) یا
د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات
او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو
ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان
د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛ 
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک
وکړئ: 

ایمیل

Leena.Masoodi@rescue.org

ټيليفون

;