د هلمند په لښکرګاه ښار کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

International Rescue Committee

د هلمند په لښکرګاه ښار کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د هلمند په لښکرګاه ښار کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

د خدمت په اړه

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګه هلمند ولایت د لښکرګاه اوسېدونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي.

یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو ته لاس رسی نه لري، د اوبو ځایونه بیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپاره نوي څاګانې یا ځایونه جوړوي.

همدارنګه، د IRC دفتر بېرته راستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او په هېواد کې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي.

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟

هغه په شرایطو برابر کسان چې د هلمند ولایت په لښکرګاه کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یاده سیمه کې د IRC دفتر له کارکوونکو یا هم په یاد ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو ته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمن کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د هلمند ولایت، د لشکرگاه ښار، لومړۍ ناحیه، د غزني لین، ۳سړک، د صرافۍ نوی مارکېټ، ۲ شمېره کور، د IRC دفتر

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې.

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.

مهم ټکي

  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی.
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی.
  • ودانۍ مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي.

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک
وکړئ:

31.6095648

64.4082082

ایمیل

Leena.Masoodi@rescue.org

ټيليفون

;