د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

International Rescue Committee

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څاګانو او د اوبو د ځایونو د جوړولو او بیارغونې خدمتونه

 د خدمت په اړه 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګه پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي. 

یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو ته لاس رسی نه لري، د اوبو ځایونه بیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپاره نوي څاګانې یا ځایونه جوړوي.  

همدارنګه، د IRC دفتر بېرته راستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او په هېواد کې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر کسان چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یاده سیمه کې د IRC دفتر له کارکوونکو یا هم په یاد ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو ته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمن کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د پکتیا ولایت، د گردیز ښار، لومړۍ ناحیه، د غزني لین، ۳سړک، د صرافۍ نوی مارکېټ، ۲ شمېره کور، د IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې. 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛ 
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغهمراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

33.4358885

69.03145359999999

ایمیل

Leena.Masoodi@rescue.org

ټيليفون

ټيليفون

;