- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې (IRC) د چاپیریال روغتیا څانګه پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ځایونه او ژورې څاګانې بیارغوي او نوي جوړوي.
یاد دفتر د اوبو دغه وړې شبکې جوړوي څو د ټولنې په کچه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو ته چې خلک د اړتیا وړ اوبو ته لاس رسی نه لري، د اوبو ځایونه بیارغوي او د اړتیا په صورت کې د اوبو د برابرولو لپاره نوي څاګانې یا ځایونه جوړوي.
همدارنګه، د IRC دفتر بېرته راستنیدونکو، د شخړو څخه اغیزمن شوي خلکو، د وچکالۍ په پایله کې اغیزمن شوي، او په هېواد کې دننه بې ځایه شوي خلکو ته پورته یادشوي خدمتونه وړاندې کوي، چې په دې توګه د خلکو د څښاک د اړتیا وړ اندازه پاکو اوبو ته له لاسرسۍ څخه ملاتړ کوي.
هغه په شرایطو برابر کسان چې د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، کولی شي په یاده سیمه کې د IRC دفتر له کارکوونکو یا هم په یاد ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو ته رسمي غوښتنلیک وسپاري. اړمن کسان کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته:د پکتیا ولایت، د گردیز ښار، لومړۍ ناحیه، د غزني لین، ۳سړک، د صرافۍ نوی مارکېټ، ۲ شمېره کور، د IRC دفتر
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې.
د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي.
یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:
33.59
69.220001