- کورپاڼه
- خدمتونه
- معلومات
- زموږ په اړه
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د لوګر په پل علم کې د درسي موادو په برابرولو سره د نجونو او هلکانو د غیررسمي زده کړو څخه ملاتړ کوي.
یاد بنسټ د زیانمنونکو کلیو د پېژندلو او په هغو کې د روزنیزو ټولګیو د رامنځته کولو او د زده کړې زمینې د برابرولو په موخه ځانګړې ارزونه ترسره کوي. د IRC دفتر د سیمه ییزو ښوونیزو مرکزونو له پېژندلو وروسته، له زده کونکو او ښوونکو سره یې د درسي موادو لکه خطي کتابچو، د رسامۍ کتابچو، انځوریزکتابونو، رنګین پنسلونو، د لیکلو تختو، د اوبو بوتلونو، دایمي مارکرونو، د متن اصلاح قلمونو، حساب ماشینونو او ماسکونو مرسته کوي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه هوډ لري چې نجونې او هلکان زده کړو ته لاسرسی ولري او ټولنې هڅوي چې زده کړې د بشري اړتیا په توګه وبولي.
سربیره پردې، د لوګر په پل علم کې د نجونو او هلکانو د زدهکړې د ملاتړ پروګرام د والدینو او د ټولنې د غړو لپاره د کافي روزنې زمینه برابروي څو زده کړو ته د ماشومانو په لاسرسي کې برخه واخلي.
د لوګر په پل علم کې د نجونو او هلکانو ښوونیز مرکزونه چې یادو خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي:
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د لوګر په پل علم، ...
د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې
د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0789940718 شمېرې ته زنګ ووهئ.
یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: