د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د غیر رسمي زده کړو د ملاتړ خدمتونه

International Rescue Committee

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د غیر رسمي زده کړو د ملاتړ خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

 د لوگر په برکي برک ولسوالۍ کې د غیررسمي ښوونیزو خدمتونو څخه ملاتړ 

د خدمت په اړه 

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د لوگر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د درسي موادو په برابرولو سره د نجونو او هلکانو له غیررسمي زده کړو څخه ملاتړ کوي. 

یاد بنسټ د زیانمنونکو کلیو د پېژندلو او په هغو کې د روزنیزو ټولګیو د رامنځته کولو او د زده کړې زمینې د برابرولو په موخه ځانګړې ارزونه ترسره کوي. د IRC دفتر د سیمه ییزو ښوونیزو مرکزونو له پېژندلو وروسته، له زده کونکو او ښوونکو سره یې د درسي موادو لکه خطي کتابچو، د رسامۍ کتابچو، انځوریزکتابونو، رنګین پنسلونو، د لیکلو تختو، د اوبو بوتلونو، دایمي مارکرونو، د متن اصلاح قلمونو، حساب ماشینونو او ماسکونو مرسته کوي. 

د ژغورنې نړیواله کمېټه هوډ لري چې نجونې او هلکان زده کړو ته لاسرسی ولري او ټولنې هڅوي چې زده کړې د بشري اړتیا په توګه وبولي. 

سربیره پردې، د لوگر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د زده‌کړې د ملاتړ پروګرام د والدینو او د ټولنې د غړو لپاره د کافي روزنې زمینه برابروي څو زده کړو ته د ماشومانو په لاسرسي کې برخه واخلي. 

 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

د لوگر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ښوونیز مرکزونه چې یادو خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ
سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ.


د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د لوګر ولایت، د پل علم ښار، لومړۍ ناحیه، د ترافیک څلورلاری، د هوني سفلی سیمه، د نجارانو لومړۍ کوڅه، 2 شمېره کور، د IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې. 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

 

مهم ټکي 

  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛ 
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

33.96870306498044

68.95156832997117

د پیل مهال

دوشنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
یک شنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
سه شنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
چهارشنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
دوشنبه:
08:00 AM - 04:00 PM

ټيليفون

واټساپ

;