په کندهار ښار کې د غیررسمي ښوونیزو خدمتونو څخه ملاتړ

International Rescue Committee

  په کندهار ښار کې د غیررسمي ښوونیزو خدمتونو څخه ملاتړ logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د کندهار ولایت په کندهار ښار کې د درسي موادو په برابرولو سره د نجونو او هلکانو د غیررسمي زده کړو څخه ملاتړ کوي. 

یاد بنسټ د زیانمنونکو کلیو د پېژندلو او په هغو کې د روزنیزو ټولګیو د رامنځته کولو او د زده کړې زمینې د  برابرولو په موخه ځانګړې ارزونه ترسره کوي. د IRC دفتر د سیمه ییزو ښوونیزو مرکزونو له پېژندلو وروسته، له زده کونکو او ښوونکو سره یې د درسي موادو لکه خطي کتابچو، د رسامۍ کتابچو، انځوریزکتابونو، رنګین پنسلونو، د لیکلو تختو، د اوبو بوتلونو، دایمي مارکرونو، د متن اصلاح قلمونو، حساب ماشینونو او ماسکونو مرسته کوي. 

د ژغورنې نړیواله کمېټه هوډ لري چې نجونې او هلکان زده کړو ته لاسرسی ولري او ټولنې هڅوي چې زده کړې د بشري اړتیا په توګه وبولي. 

سربیره پردې، د کندهار ولایت په کندهار ښار کې د نجونو او هلکانو د زده‌کړې د ملاتړ پروګرام د والدینو او د ټولنې د غړو لپاره د کافي روزنې زمینه برابروي څو زده کړو ته د ماشومانو په لاسرسي کې برخه واخلي. 

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

د کندهار ولایت پهکندهار ښار کې د نجونو او هلکانو ښوونیز مرکزونه چې یادو خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د کندهار ولایت، کندهار ښار...

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیګر تر 04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0789940718 شمېرې ته زنګ ووهئ.

مهم ټکي: 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه وړیا دي؛
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توګه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 

یادونه: په ګوګل نقشه (Google map) کې د دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:

د پیل مهال

دوشنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
سه شنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
دوشنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
چهارشنبه:
08:00 AM - 04:00 PM
یک شنبه:
08:00 AM - 04:00 PM

ټيليفون

واټساپ

;