په لښکرګاه کې له رسمي زده کړو څخه د ملاتړ خدمتونه

International Rescue Committee

په لښکرګاه کې له رسمي زده کړو څخه د ملاتړ خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

 د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د نجونو او هلکانو د رسمي زده کړو ملاتړ 

د خدمت په اړه 

د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د درسي موادو په برابرولو سره دنجونو او هلکانو له رسمی زده کړو څخه ملاتړ کوي.  

یاد بنسټ د زیانمنونکو کلیو د پېژندلو او په هغو کې دروزنیزو ټولګیو د جوړولو او د زده کړې زمینې د برابرولو په موخه ځانګړې ارزونه ترسره کوي. د سیمه ایزې ارزونې پر بنسټ د هغو ښوونځيو پېژندنه کوي چې د ښوونځيو د ښه والي طرحې (SIP - School Improvement Plan) ته اړتیا لري. د ژغورنې نړۍواله کمېټه، د ښوونیزو مرکزونو له پېژندلو وروسته، د دغو مرکزونو له زده کونکو او ښوونکو سره د درسي موادو لکه لیک کتابچو، د رسامۍ کتابچو، انځوریزکتابونو، رنګین پنسلونو، لیکدړو، د اوبو بوتلونو، دایمي مارکرونو، د متن د سمون قلمونو، حساب ماشینونو او ماسکونو مرسته کوي.  

 

د ژغورنې نړیواله کمېټه هوډ لري چې نجونې او هلکان زده کړوته لاسرسی ولري او ټولنې هڅوي چې زده کړې د بشري اړتیا په توګه وپېژني. سربیره پر دې، د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د نجونو اوهلکانو د زده‌کړې د ملاتړ پروګرام د میندو او پلرونو او د ټولنې د غړو لپاره د کافي روزنې زمینه برابروي څو زده کړو ته د ماشومانو په لاسرسي کې برخه واخلي.  

تاسو څنګه کولی شئ د دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ؟ 

هغه خلک چې د هلمند ولایت د لښکرګاه په ښار کې د نجونو او هلکانو د ښوونیزو مرکزونو یادو خدمتونو ته اړتیا لري، کولی شي په یاد ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو ګټه پورته کړئ.  

د دې دفتر پته، ورځې او کاري ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: هلمند ولایت، لښکرګاه ښار، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې یاIRC دفتر. 

د خدمت د وړاندې کولو وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د مازدیگر تر 04:00 بجو پورې 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

 

مهم ټکي 
  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛ 
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 

دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ:

31.596550019112787

64.38622131804571 

د پیل مهال

چهارشنبه:
--:-- - --:--
دوشنبه:
--:-- - --:--
یک شنبه:
--:-- - --:--
سه شنبه:
--:-- - --:--
دوشنبه:
--:-- - --:--
;