په کامې ولسوالۍ کې د ژمنیو مرستو د وېش خدمتونه

International Rescue Committee

په کامې ولسوالۍ کې د ژمنیو مرستو د وېش خدمتونه  logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC)  د ننگرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې اړمنو او مستحقو خلکو ته د تود یا گرم کېدو په موخه بشري خدمتونه وړاندې کوي. 

دا خدمتونه د نغدو پیسو د مرستې په بڼه دي، چې په ژمي کې بې ځایه شویو، راستنېدونکو، د جگړو له امله زیانمن شوي خلکو، د پېښو قربانیان او هغه کسان چې د ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو لپاره د تود چاپیریال د برابرولو وس نه لري، ورکول کېږي.  

هغه اړمن کسان چې دې ډول خدمتونو ته اړتیا لري، د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست یا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ته عریضه کوي او بیا د IRC دفتر له خوا یوه سروې ترسره کېږي او بیا دا نغدې پیسې په مستحقو او اړمنو کسانو وېشل کېږي. 

پر یادو خدمتونو سربیره، د IRC دفتر بېرته راستنېدونکو، د جگړو څخه اغیزمنو خلکو، د وچکالۍ څخه اغیزمن شوي، د خوارځواکۍ ماشومانو لرونکو او په هېواد کې دننه بې ځایه شويو خلکو ته روغتیایي خدمتونه هم وړاندې کوي. 

تاسو څنگه کولی شئ د دې خدمتونو څخه گټه پورته کړئ؟ 

هغه په شرایطو برابر کسان چې د ننگرهار ولایت د کامې په ولسوالۍ کې دې ډول خدمتونو لاسته راوړلو ته اړتیا لري، د اړتیا په صورت کې کولی شي د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ساحوي دفتر ته ورشي او یا هم له دې بنسټ سره د ټلېفون له لارې اړیکه ونیسئ او له دې خدمتونو گټه پورته کړئ. د دې دفتر پته، کاري ورځې او ساعتونه په لاندې ډول دي: 

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د دفتر پته: د ننگرهار ولایت، جلال اباد ښار، دویمه ناحیه، دویم سړک، د میاعمر لېسې شاته، 514 شمېره کور، د IRC دفتر 

د خدمت وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د ماذیگر تر 04:00 بجو پورې 

د اړیکو معلومات: که تاسو دفتر ته نه شئ تللی یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د 0705911891 شمېرې ته زنگ ووهئ او یا د Mukaram.Farooqi@rescue.org برېښنالیک له لارې لیک واستوئ. 

د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

 مهم ټکي 
  • د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  • هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، مناسب اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسۍ وړ ده. 
  • ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نلري، خو د دې دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرې کولو توان نلري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛ 
  • پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛ 
  • د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛ 
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

34.5799920550146700 

70.3261347292847000 

د پیل مهال

جمعه:
08:00 AM - 12:00 PM
یک شنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
دوشنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
سه شنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
دوشنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
دوشنبه:
01:00 - 04:00 PM
چهارشنبه:
01:00 - 04:00 PM
شنبه:
04:00 AM - 12:00 PM
دوشنبه:
01:00 - 04:00 PM
جمعه:
01:00 - 04:00 PM
شنبه:
01:00 - 04:00 PM
سه شنبه:
01:00 - 04:00 PM
چهارشنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
یک شنبه:
01:00 - 04:00 PM
;