د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ژمنیو نغدي مرستو د وېش خدمتونه

International Rescue Committee

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ژمنیو نغدي مرستو د وېش خدمتونه logo
AP ۱۴۰۲-۰۵-۱۹: وروستۍ اپډېټ

تفصیل

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ژمنیو نغدي مرستو د وېش خدمتونه

د خدمتونو په اړه

د بېړني غبرګون یاER (Emergency Response) څانګه له هغو مستحقینو سره نغدي مرسته کوي چې په ژمي کې د خپلو ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو لپاره د تاوده چاپېریال او ځای چمتو کولو وسیله نه لري. 

دا خدمتونه او مرستې د نغدو پیسو په بڼه دي، چې کورنیو بې ځایه شویو، راستنېدونکو، د جګړو له امله زیانمن شويو، د پېښو قربانیانو او هغه خلکو ته ورکول کېږي چې د ماشومانو او د کورنۍ د نورو غړو لپاره د تود چاپیریال د برابرولو وس نه لري. 

خدمتونو ته لاسرسی او اړوند معلومات

اړمن خلک څنګه کولی شي د بېړني غبرګون یاER (Emergency Response) څانګې خدمتونو ته لاسرسی ومومي؟ 

ګټه اخیستونکي باید د دوی د اندېښنو پربنسټ د DoRRته رسمي غوښتنه وسپاري، بیا DoRR د غوښتونکي غوښتنلیک د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا OCHA ولایتي چارواکو ته واستوي. د OCHA چارواکي له ټولو اړوندو نادولتي موسسو سره د همغږۍ بیلابیلې ناستې ترسره کوي ترڅو په غوښتنلیک کې لیست شویو اندېښنو پراساس خدمتونه وړاندې کړي. 

د بېړني غبرګون یاER (Emergency Response) څانګه د دوو مختلفو ډلو لپاره خدمتونه وړاندې کوي. لاندې یې لوستلی شئ: 

۱. کورني بې ځایه شوي خلک (IDP) 

د طبیعي پیښو له امله بې ځایه شوي 

جګړو له امله بې ځایه شوي 

۲. راستنېدونکی 

هغه راستنېدونکی چې د خپل اصلي استوګنځي د تابعیت اسناد ولري. 

هغه راستنېدونکی چې د خپل اصلي استوګنځي د تابعیت اسناد نه لري. 

په ورته وخت کې، د بېړني غبرګون یاER (Emergency Response) څانګه د پورتنیو ټولو ډلو لپاره چې په ژمي کې د ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو د تود چاپیریال په برابرولو اسانتیاوې نه لري ژمني نغدي پیسې چمتو کوي. 

د راستنېدونکو خدمتونو لپاره د وړتیا معیارونه 

د بېړني غبرګون یا ER (Emergency Response) څانګه د هغه خدمتونو چمتو کولو لپاره مختلف معیارونه لري چې خلک ورته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، دوه ډوله راستنیدونکي شتون لري چې د ER ډیپارټمنټ ورته مرستې وېشي، لومړی هغه مستند شوي راستنېدونکي دي چې د خپل استوګنځي د تابعیت اسناد لري او دویم ډول یې هغه راستنېدونکي دي چې د خپل اصلي استونګنځي هېڅ ډول اسناد و نه لري. 

د کورنیو بې ځایه شویو لپاره معیارونه 

د بېړني غبرګون یا ER (Emergency Response) څانګه د طبیعي پیښو او جګړو له امله بې ځایه شويو خلکو ته دغه خدمتونه وړاندې کوي. 

د یادونې وړ ده چې د بېړني غبرګون یا ER (Emergency Response) څانګه د ټولو پورته یادو شویو ډلو ته چې ژمي په موسم کې د ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو لپاره د تاوده چاپېریال د چمتو کولو توان نه لري نغدي ژمنۍ مرستې وېشي. 

د دې دفتر پته، ورځې او کاري ساعتونه په لاندې ډول دي: 

پته: کابل ولایت، کابل ښار، لسمه ناحیه، قلعه فتح الله، درېیمه کوڅه، کابل، افغانستان. 

د خدمت د وړاندې کولو وخت: هره اونۍ له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له 08:00 بجو څخه د مازدیگر تر 04:00 بجو پورې د معلوماتو مرکز: هغه خلک چې بشردوستانه خدمتونو ته اړتیا لري کولی شي د بپرسید یا وپوښتئ د واټساپ شمېرې (0729807235) یا د دې ډیجیټل پلټفارم د فېسبوک مسېنجر له لارې معلومات او یا خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. د وپوښتئ ټیم هغو کسانو ته چې د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو ته اړتیا لري، په آنلاین بڼه معلومات وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې اړمن کسان د خدماتو ترلاسه کولو او لاسرسي لپاره اړوندو څانگو ته راجع کوي. 

مهم ټکي 

  • د دې خدمت چمتو کولو او ترلاسه کولو لپاره د ملاقات وخت ټاکلو ته اړتیا ده؛ 
  • دا خدمت په رسمي رخصتیو کې تړلی دی. 
  •  د دې خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توگه وړیا دي؛ 
  •  هغه ځای یا ودانۍ کې چې دا خدمتونه وړاندې کېږي، وړ اسانتیاوې لري او ټولو مراجعینو ته د لاسرسي وړ دی. 
  •  ودانۍ د مراجعینو د لېږدولو لپاره لېفټ نه لري، خو د دفتر کارکوونکوي چمتو دي چې له تاسو سره مرسته وکړي؛ 
  • هغه مراجعین چې د اورېدلو او خبرو کولو توان نه لري، دوی ته په اشاروي ژبه معلومات وړاندې کېږي؛
  •  پر نارینه وو سربېره، د ټیم د یوې برخې په توگه ښځینه کارکوونکې هم خدمت لپاره په دفتر کې شتون لري؛
  •  د نارینه او ښځینه تشنابونه جلا دي او د ټولو مراجعینو د لاسرسي وړ دي؛
  • دا خدمتونه په پښتو، دري او انگلیسي ژبو وړاندې کېږي. 

یادونه: په گوگل نقشه (Google map) کې د نړیوالې ژغورنې کمېټې (IRC) دفتر کره موقعیت پوهېدو لپاره، لاندې پتې باندې کلیک وکړئ: 

د پیل مهال

دوشنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
چهارشنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
سه شنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
دوشنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
شنبه:
04:00 AM - 12:00 PM
یک شنبه:
08:00 AM - 12:00 PM
جمعه:
01:00 - 04:00 PM
شنبه:
01:00 - 04:00 PM
جمعه:
08:00 AM - 12:00 PM
دوشنبه:
01:00 - 04:00 PM
سه شنبه:
01:00 - 04:00 PM
دوشنبه:
01:00 - 04:00 PM
چهارشنبه:
01:00 - 04:00 PM
یک شنبه:
01:00 - 04:00 PM
;