Online_Education-01.jpg
کورسیرا (Coursera) د زده ­کړو یو ستر انلاین پلیټفارم دی چې په بېلابېلو علمي برخو کې معیاري کورسونه وړاندې کوي چې په ۲۰۱۲ کې د سټینفورډ پوهنتون کمپیوټر ساینس پروفیسورانو هر یو اندریو این جی او ډیفني کولر لخوا تاسیس شوی. د Coursera مرکز چې په متحده ایالتونو کې موقعیت لري، د نړۍ په کچه له پوهنتونونو او نورو سازمانونو سره په ګډه کار کوي ترڅو انلاین کورسونه او د زده­کړو سندونه وړاندې کړي. اوس مهال په کورسیرا انلاین ښوونیز پلټفارم کې شاوخوا ۲۷۵ پوهنتونونو لخوا له ۵۴۰۰ څخه ‌ډېر کورسونه وړاندې کېږي چې تر دې مهاله پهکې تر ۱۱۳ میلیونو ډېرو زده­کوونکو برخه اخیستې ده. پرنسټن، سټینفورډ، د میشیګان پوهنتون، او د پنسلوانیا پوهنتون لومړی پوهنتونونه وو چې په دغه پلټفارم کې یې د خپلو کورسونو په وړاندې کولو پیل وکړ.
په دې لیکنه کې د کورسیرا Coursera  د کارولو او ګټې اخیستنې څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شوي دي، ترڅو هغه افغان نارینه او ښځینه زده کوونکي، چې له سیاسي بدلونونو وروسته باکیفیته زده کړو ته لاس رسی نه لري، کولی شي اړوند ‌وېبپاڼې ته مراجعه وکړي، ښوونیزې دورې تعقیب او په خپله پوه کې زیاتوالی راولي.

Coursera د چا لپاره دی؟

د Coursera انلاین روزنې خورا مهم څارونکي خپلخوښي زده کوونکي دي، چې موخه یې هغه خلک دي چې د معتبرو پوهنتونونو د ځانګړو کورسونو په لټه کې دي ترڅو د دې کورسونو له منځپانګې څخه په هر اړخیز او وړیا توګه ګټه پورته کړي. څرنګه چې دا کورسونه ګټور، عملي او باوري تصدیقونه او سندونه هم وړاندې کوي، نو په دې کورسونو کې د ګډون لپاره اصلي غوښتونکي ډېری هغه خلک دي چې د انلاین زده­کړو په لټه کې دي یا د مخ پر ودې هېوادونو اوسېدونکي او زده­کونکي دي چې په هېڅ ډول مخامخ زده کړې ته لاسرسی نه لري.

د Coursera ښوونیز پلټفارم پروګرامونه څه ارزښت لري؟

په داسې حال کې چې اوس مهال، افغان نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې دي، دوی کولی شي له فرصت څخه په استفادې د Coursera وېبپاڼې په مرسته وړیا تعلیمي کورسونه تعقیب کړي.
Coursera یو داسې پلټفارم دی چې د زده کړو د دودیزو لاروچارو بدلون ته ژمن دی او د لوړ لګښت، موقعیت، او لاسرسي په وړاندې خنډونه له منځه وړي.

د زده کړو بېلابېلې څانګې

اوس مهال په کورسیرا انلاین ښوونیز پلټفارم کې شاوخوا ۲۷۵ پوهنتونونو لخوا له ۵۴۰۰ څخه ‌ډېر کورسونه وړاندې کېږي چې تر دې مهاله په کې تر ۱۱۳ میلیونو ډېرو زده­ کوونکو برخه اخیستې ده. د دغو کورسونو ډېر یې وړیا دي او زده­ګوونکي کولای شي د خپلې خوښې مضمون کې د نړۍ له هر ځای څخه چې وغواړي ګډون وکړي.
Coursera په هره برخه کې بېلابېل ګټور کورسونه وړاندې کوي او نږدې ټول اکاډمیک مضامین رانغاړي. دا پلټفارم د حقوقو ،قانون، تاریخ، ساینس، انجینرۍ، فزیک، سوداګرۍ، ټولنیزو علومو، ځاني پرمختګ، ټېکنالوژي، کمپیوټر ساینس، روغتیا او ټولنیزو علومو په برخو کې انلاین ټولګي وړاندې کوي.

له نړیوالو ژبو سره بلدتیا

د Coursera کورسونه په بېلابېلو نړیوالو ژبو کې وړاندې کېږي. له همدې امله، د بهرنیو ژبو مهارت د ښوونې او روزنې د کورسونو تعقیب لپاره اړین دی. زده کونکي کولی شي د خپلې زده کړې لپاره انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، ایټالوی، پرتګالي، جاپاني، عربي، روسي او نورو ژبو څخه یوه غوره کړي.

څنګه په Coursera ‌وېبپاڼې کې د کارن حساب جوړ کړو؟

  • په لومړي ګام کې، د اکونټ جوړولو لپاره د Coursera  ‌وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. دلته د دوه ډوله اکونټ جوړولو لپاره دوه غوراوي دي، یو یې د سوداګرۍ (Try Coursera For Business) او دویم یې Join For Free غوراوی دی. که تاسو د خپل ځان لپاره غواړئ په کورسېرا کې اکونټ ولرئ نو په دویم قدم کې Join for free  غوراوي باندې کلیک وکړئ.
  • کله چې د حساب جوړولو پاڼه پرانستل شي، خپل بشپړ نوم، برېښنالیک او د خپل اکونټ لپاره پټ نوم یا Password  په غوره کولو سره د Join For Free تڼۍ کښېکاږئ. همدارنګه تاسو د Continue with Google او یا هم د Continue with Facebook غوراویو څخه د یوه په ټاکلو سره هم خپل ځان ته کارننوم جوړ کړئ.
  • تاسو اړ یاست هغه ‌هېواد هم وټاکئ چې تاسو په کې او‌سېږئ، خو دا اختیار په سملاسي ډول د وېبپاڼې له لوري په خپلسري ډول غوره کېږي. د انلاین فورم له ډکولو وروسته له ورکړل شویو معلوماتو سره خپل توافق وښيئ او ټاکل شوی ځای نښه یا ټيک مارک کړئ.
  • وروسته د Join For Free غوراوي باندې کلیک کړئ.
  • د کارن اکاونټ له جوړولو وروسته به یوه نوې پاڼه پرانیستل شي. دا پاڼه له تاسو څخه غوښتنه کوي چې ستاسو د زده کړې کچه او جنسیت داخل کړئ.
  • په پای کې، د دې ټولو پړاوونو تر بشپړولو وروسته به، تاسو خپل کارن اکاونټ ته ننوځئ او تر دې وروسته به تاسو وکولی شئ د شرایطو په منلو سره په ټولو وړیا او ناوړیا ښوونیزو کورسونو کې برخه واخلئ.

په ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون

کله چې تاسو په Coursera وېبپاڼه کې کارن جوړ کړئ، نو د لومړي ځل ور ننوتو سره به تاسو د کورسېرا په کورپاڼه کې له بېلابېلو کورسونو سره مخ شئ. دلته د Explore پر غوراوي کلیک وکړئ او یاهم په لټون­ځای کې د خپلې خوښې کورس په لټون سره هغه کورس یا مضمون ومومئ چې تاسو یې غواړئ. د Coursera وېبپاڼې په کورپاڼه کې د Explore تڼۍ پر کلیک کولو سره به تاسو ته د ټولو شته کورسونو لیست څرګند شي. تاسو له دې ځای څخه له خپلې خوښې سره سم په وړیا کورسونو، لیسانس زده­کړو، ماسټرۍ او ځانګړو پروګرامونو کې ګډون کولای شئ.
کله چې تاسو خپل مطلوب روزنیز کورس یا پروګرام غوره کړ، نو د نوم لیکنې یا Enroll for Free غوراوي باندې کلیک وکړئ، او په دې سره به تاسو په بریالیتوب سره په پام­وړ کورس کې شامل شئ.

څنګه له Coursera څخه غوره ګټه واخلو؟

  • د دې لپاره، دا اړینه ده چې پوه شئ چې تاسو څه ډول کورس په لټه کې یاست او او باید خپلې اړتیاوې په سمه توګه و پېژنئ، او د Coursera سایټ د لټون اسانتیاوو په کارولو سره، تاسو کولی شئ د موضوع، علمي کچې درلودلو له مخې مناسب کورس وپېژنئ او غوره کړئ.
  • تاسو پاملرنه وکړئ چې په یوه مضمون کې د شته کورسونو په مینځ کې ستاسو له وړتیا سره سم کورس غوره کړئ. ځکه چې د Coursera ډېری ځانګړي کورسونه ستونزمن دي او په انګلیسي ژبه یې زده کول هم ستونزې زیاتوي.
  • د انګلیسي ژبې ځینې کورسونه په یوه ځانګړې لهجه دي او د کورس زده­کړه یو څه ستونزمنوي او وخت نیسي، نو صبر وکړئ او ویډیوګانې څو ځله وګورئ.
  • که تاسو د یو څه مودې لپاره د کورس له موادو څخه لرې یاست، د پخوانیو درسي موادو بیاکتنه وکړئ ترڅو د زده کړې بهیر ستاسو لپاره اسانه شي.
  • هڅه وکړئ د ځان لپاره د زده کړې لاره په ګوته کړئ او په ورته وخت کې څو کورسونو ته دوام مه ورکوئ.
  • د Coursera ځینې کورسونه بېلابېل درسونه لري، تاسو اړ نه یاست ټول یې په دقت سره ولولئ، خو له پامه یې مه غورځوئ او دغو موضوعاتو ته ځغلنده نظر ولرئ.
  • د هر کورس په لومړۍ پاڼه کې، د پام وړ کورس ځانګړتیاوې، لکه د اونیو شمیر، د مطالعې وخت، او نور، او د ځینې کورسونو لپاره شرایط هم ورکړل شوي. همدارنګه، د کورس د ټولو ویډیوګانو سرلیکونه او سرټکي په لومړي مخ کې لیدل کېدی شي. په لومړۍ پاڼه کې دې ټکو ته پام وکړئ ترڅو تاسو وکولی شئ د ځان لپاره سم کورس غوره کړئ.

د Coursera ښه او بد اړخونه

د کورسونو رنګارنکوالی او ډېر شمېر، د ‌وېبپاڼې ښکلی ډیزاین، د لټون اسانتیاوې، د ویډیو پلې بیک اسانتیاوې، له غوره پوهنتونونو سره همکاري، د وړیا زده کړې امکانات او د کورس په بحثونو کې برخه اخیستل د Coursera ښوونیز پلیټفارم یا ‌وېبپاڼې غوره اړخونه دي. دا په زړه پورې ده چې د دې ‌وېبپاڼې کورسونه د نړۍ د غوره پوهنتونونو له لوري برابر شوي دي او لوړه علمي کچه لري او تاسو به په دې کورسونو کې د ګډون کولو او د اعتبار وړ درجې ترلاسه کولو سره د ځان لپاره ښه ریکارډ جوړ کړئ.
بلخوا، د دې وېبپاڼې یوه نیمګړتیا دا ده چې له سافټویر، پروګرام جوړولو او کمپیوټر مهارتونو کې چیرې چې د زده­کړې ډېرې سرچینې شتون لري، د دې شونتیا شته چې د  Courseraکورسونه د افغانانو لپاره غوره، اسانه او اغېزمن انتخاب نه وي ځکه د لوړ کيفيت انټرنيټ او کمزوری اقتصاد دغه مشکل نور هم زیاتوي.

د سند ترلاسه کول

د  Courseraلنډمهاله کورسونه تر ډېره وړیا دي خو که زده کوونکي د سندترلاسه کول غواړي نو د Coursera ښوونیزه ‌وېبپاڼه دغو زده کونکو ته بسپنه هم ورکوي څوک چې د کورسونو سندونو یا او شهادتنامو د ترلاسه کولو لیوالتیا لري خو د دې چارې لپاره مالي وړتیا نه لري.
 د یوې ځانګړې برخې د مالي مرستې لپاره غوښتنه کولو لپاره، تاسو باید لومړی په ‌وېبپاڼه کې د مطلوب کورس Financial aid available غوراوي باندې کلیک کړئ او په پام­وړ کورس د وړیا سند د ترلاسه کولو لپاره د بسپنې غوښتنه وکړئ.

مرسته او مشوره

د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د Coursera ‌وېبپاڼه وګورئ. د دې ترڅنګ، کولی شئ د Coursera اپلیکېشن له دې لینک څخه د iOS تلیفونونو لپاره او له دې لینک څخه د Androidلپاره ډاونلوډ کړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.