د امریکا متحده ایالتونو ته له ګواښ سره مخ افغانانو د لېږد او مېشتېدنې بهیر-02.jpg
د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ په نیمایي کې له گواښ سره د مخ افغانانو او همکارانو د منلو بهیر گړندی کړ. د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۱۵ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له راپرځېدو او د نوې ډلې له واکمنۍ وروسته، دغه هېواد د پوځي ماموریت په لړ کې له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه او د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۳۰مه یې دغه لړۍ بشپړه کړه.
د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د افغان همکارانو د لېږد د چارو مسوولیت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې اعلان کړی چې د ایستلو د بهیر لپاره هېڅ وخت نه دی ټاکل شوی او د ایستلو بهیر به له افغانستان څخه د امریکایانو او افغان همکارانو د بشپړ انتقال او ځای پر ځای کېدو پورې دوام وکړي.
دا چې اوس هم د کډوالۍ د ځانگړو ویزو یا SIV کېسونو لرونکو د انتقال لړۍ روانه ده او هره میاشت سلگونه افغانان قطر ته لېږدول کېږي، نو وپتېیل شوه چې په دې اړه د "وپوښتئ" ویبپاڼې لوستونکو ته یوه ځانگړې مقاله وړاندې شي. په دې لیکنه کې د SIV کېس لرونکو، د امریکایی اتباعو د کورنۍ غړو سره د پیوستون او د نورو پر شرایطو برابرکېسونو لرونکو د لېږد او ځای پر ځای کولو څرنگوالي په اړه، په تړاو معلومات چمتو شوي او ۵۰ بنسټیزو او ډېرې پوښتل شوې پوښتنې ځواب شوې دي.

له گواښ سره د مخ افغانانو د ایستلو بهیر

د ۲۰۲۱ کال د اگست له ۱۵ څخه تر ۳۰مې نېټې پورې له افغانستان څخه د تخلیې د پوځي ماموریت په کې شاوخوا ۱۲۵ زره افغانان له افغانستان څخه ایستل شوي چې له دې ډلې څخه تر ۹۰ زرو ډېر یې متحده ایالتونو ته انتقال شوي دي. د ایستل شویو کسانو په منځ کې، ډېری یې هغه خلک وو چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ د مختلفو پروگرامونو لپاره وړ نه وو، خو ډېری یې له جدي خطر سره مخ دی. د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه هېواد ته په راغلو کډوالو کې خبریالان، د بشري حقونو فعالان، بشري یا پرمختیايي کارکوونکي او پخواني دولتي کارکوونکي شامل دي.
متحده ایالتونو ته د کډوالۍ د شرایطو په پوره کولو کې پاتې راتلل د دې لامل شوی چې اوس شاوخوا ۷۵ زره افغانان بې برخلیک پاتې دي او له متحده ایالتونو څخه د اخراج له خطر سره مخ دي. د پوځي تخلیې پر مهال تېروتنې د دې لامل شوې چې د امریکا حکومت د دغه هېواد د سیاستوالو له لوري له نیوکو سره مخ شي او د نویو مهاجرینو د منلو بهیر ټکنی شي. له هغه وروسته، امریکا هم د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) پر بنسټ د نویو افغان کډوالو منل او په دغه هېواد کې د هغوی لنډمهاله پاتې کېدل ودرول ، خو ژمنه یې وکړه چې د افغان کورنیو د لېږد او منلو نورې لارې به چټکې کړي.
د ځانگړو ویزو غوښتنلیکونو د بهیر د چټکولو په اړه د امریکا نوې پالیسي د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر له میاشتې پلې شوه. د دې پروگرام موخه د هغو افغان همکارانو ملاتړ او همکاري ده چې د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۱۵ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او امریکا ته د کډوالۍ فرصت یې نه دی موندلی.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې زرگونو افغانانو ته له امریکا بهر موقتي استوگنځایونه ورکړل شوي او امریکا ته د لېږد په حال کې دي. د امریکا حکومت ویلي، هغه خلک چې له افغانستان څخه امریکا ته راځي، له ننوتلو مخکې د یوې مفصلې او څو اړخیزه امنیتي ارزونې لاندې نیول کېږي، چې مشري یې د امریکا د کورني امنیت ادارو له خوا کېږي. سربیره پردې، هغه خلک چې متحده ایالتونو ته لېږدول کېږي، اړین واکسینونه هم ترلاسه کوي.
امریکايي چارواکو په وار وار اعلان کړی، چې دوی د افغان مهاجرینو د ویستلو، د دغه هېواد له بهرنیو ځواکونو او بنسټونو سره همکارۍ ته ژمن دي او دغه چاره به د وروستي افغان همکار تر لېږد او بیامېشتېدنې پورې جاري وساتي.

له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو اوسنی بهیر

له خطر سره د مخ افغانانو د تخلیې د بهیر مسوولیت اوس یوې ځانگړې ډلې ته ورکړل شوی دی چې د افغانانو د بیامېشتېدنې هڅو د همغږۍ ډله یا (Coordination for Afghan Relocation Efforts - CARE) نومېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري. د CARE ټیم له افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو څخه متحده ایالتونو ته د شرایطو وړ افغانانو لېږد په برخه کې اسنانتیاوې رامنځته کوي.
د CARE ډله د لېږد او تخلیې بهیر لپاره کوم ځانگړی فورم یا لینک نه لري ترڅو پر شرایطو برابر خلک ورسره اړیکه ونیسي؛ په هرصورت، د (Coordination for Afghan Relocation Efforts - CARE) ډله د اسنادو او معلوماتو ترلاسه کولو او معلوماتو لپاره برېښنالیک پتې او د اړیکې شمېره لري. د ټیم CARE کاري تگلاره داسې ده، کله چې د وړ کسانو کېس وروستي پړاو ته ورسېږي، د هغو کسانو نومونه په لیست کې اضافه کېږي چې باید له افغانستان څخه وایستل شي. په لیست کې د وړ کسانو شاملول د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مسؤلیت دی او هېڅ بل رسمي یا شخصي اداره اجازه نه لري چې خلک د الوتنې په لیست کې شامل کړي.
د یادونې ده چې، د امریکا متحده ایالتونه مخکې له مخکې د کډوالو د ایستلو او بیامېشتېدنې په اړه معلومات نه ورکوي. دغه هېواد د امنيتي دلايلو له مخې د افغانانو د لېږد په اړه معلومات پټ ساتي او د لېږد پروسه په پټه پر مخ وړي. په افغانستان کې د واکمنې ډلې او د قطر له حکومت سره په همغږۍ له همدې امله د دې پروسې په اړه معلومات نه خپرېږي. هېڅوک د امریکا له دولتي ادارو پرته، د تخلیې د بهیر په اړه هېڅ باوري معلومات نه لري.

بیاځلي پوښتل شوې پوښتنې

ځای پرځای کول

۱ - څوک اوس مهال د متحده ایالتونو د حکومت د بیامېشتېدنې پروگرام لپاره پر شرایطو برابر دي؟
هغه خلک چې په لاندې ډلو پورې تړاول لري د لېږد وړ یا پر شرایطو برابر دي:
  • د متحده ایالتونو اتباع (US Citizen- AMCIT)؛
  •  د دايمي استوگنې لرونکي (Lawful Permanent Resident - LPR)؛
  • هغه خلک چې د کډوالۍ ځانگړې ویزه یې ترلاسه کړې؛
  •  د کډوالۍ د ویزې د ځانگړو کیسونو لرونکي چې د مرکې په پړاو کې دي (SIV Interview Ready)؛
  • د متحده ایالتونو د دایمي استوگنې لرونکو (Lawful Permanent Resident - LPR) د کورنۍ غړي؛
  • د هغو کسانو د کورنۍ غړي چې متحده ایالتونو ته د بشردوستانه ویزې په کارولو سره داخل شوي (QAW Parolee family members)؛
  • د ماموریت د مشر COM تاییدي لرونکي د وتلو پروگرام لپاره وړ دي، خو دوی باید د مرکې مرحلې ته د رسېدو لپاره انتظار وکړي؛ او
  • د پناه غوښتونکو (Asylum) د کورنۍ غړي مستحق دي خو د ایستلو په پروگرام کې تر اوسه لومړیتوب نه لري.
د یادولو وړ ده چې د AMCIT او LPR لرونکي باید د خپلو خپلوانو د ایستلو بهیر چټکتیا لپاره افغانستان ته ستانه نه شي. د بهرنیو چارو وزارت اوس دا ستنېدنه د سرحدونو څخه د وتونکو خلکو د معلوماتو له لارې تعقیبوي، او دا امکان نه لري چې دغو خلکو ته د ځای په ځای کولو کې مرسته چمتو کړي.
۲ - د امریکا د حکومت کومه څانگه اوس د افغانانو د لېږد مسوولیت پر غاړه لري؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس له خطر سره د مخ افغانانو د لېږد بهیر مسوولیت پر غاړه لري. په دغه وزارت کې د افغانانو د ځای پرځای کولو هڅو د همغږۍ ډله یا (Coordination for Afghan Relocation Efforts - CARE)  ډله شتون لري. دغه ډله د دې لپاره رامنځته شوې چې له افغانستان او پاکستان څخه متحده ایالتونو ته د شرایطو وړ افغانانو د ځای پر ځای کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
۳ - زه څنگه کولی شم د بهرنیو چارو وزارت د CARE ډلې د ټیلفون له لارې اړیکه ونیسم؟
غوښتونکي کولای شي 18338390375+ ته زنگ ووهئ. د خپل هویت تصدیق کولو لپاره، ستاسو د زېږون نېټه او د ټیلیفون شمېره غواړي. همدارنگه، اسناد د برېښنالیک له لارې CARETravelData@state.gov ته لېږل کېږي.
۴ - زه مرکې ته چمتو یم، خو ما سره اړیکه نه ده نیول شوې، زه باید څه وکړم؟
تاسو کولی شئ خپل پاسپورټونه د CARETravelData@state.gov برېښنالیک له لارې واستوئ، بیا د CARE ټیم ټیلیفون ته انتظار وکړئ. تاسو کولی شئ د ټیلفون مرکز ته هم زنگ ووهئ ترڅو تصدیق کړئ چې تاسو د مرکې لیست کې یاست او که نه. که دوی درته وایي چې تاسو د مرکې لپاره چمتو نه یاست، تاسو باید د پورټل CEAC ته دننه شئ تر څو وگورئ چې ستاسو د کېس د پرمخ وړلو لپاره څه ته اړتیا ده.
۵ - د CARE ډلې یو ځل یې راسره اړیکه ونیوله او تر اوسه یې بیا راسره اړیکه نه ده نیولې؟
که له تاسو سره ټیلیفوني اړیکه ترلاسه نیول شوې وي، تاسو باید انتظار وکړئ تر څو CARE له تاسو سره بیاځلې اړیکه ونیسي، ستاسو کېس پر مخ بوځي او تاسو د الوتنې په راتلونکو لیستونو کې شامل کړئ. د لومړیتوب او د SIV  کېس د مخینې پر اساس، دCARE  ډله ځانگړو الوتنو په کارولو سره خلک قطر ته لېږدوي. څرنگه چې د غوښتونکو شمېر ډېر دی، دCARE  ټیم هڅه کوي چې ستاسو د ځای پرځای کولو پروسه په غوره ممکنه طریقه ترسره کړي. په هر حالت کې، کېدای شي د لېږد بهیر د څو اونیو او میاشتو څخه تر یو کال ان دوو کلونو پورې وخت واخلي.
۶ - ولې د ځای په ځای کولو بهیر دومره وخت نیسي؟
د SIV په گډون ټولې کېسونه د ډېرو فدرالي او امنیتي ادارو او د دوی له فرعي څانگو له ارزونې څخه تېرېږي، او هر یو یې خپل سېسټمونه او طرزالعملونه لري. د متحده ایالتونو حکومت وايي چې دوی د طرزالعملونو د ساده کولو په درشل کې دي. دوی هغه جدي ستونزې په گوته کوي او اسانتیاوې رامنځته کوي چې د دې ځنډ لامل شوي. د د غوښتنلیکونو او کېسونو دقیقې، بشپړې، او سمې څېړنې څخه ډاډ ترلاسه کول له ارزوونکو سازمانونو سره د ځنډ کمولو کې مرسته کوي.
۷ – تاسو ته د ټیلیفون او ستاسو الوتنې ترمنځ څومره وخت دی؟
که له تاسو سره اړیکه نیول شوې وي او درته ویل شوي وي چې تاسو د الوتنې لیست ته ور پېژندل شوي یاستئ نو په افغانستان کې د خپل سفر له همغږي کوونکي سره اړیکه ونیسئ او نور معلومات ترلاسه کړئ. که تاسو سره د پاسپورټ سپارلو یا سفر کولو دمخه د معلوماتو راټولولو لپاره اړیکه نیول شوې وي، دا په دې معنا نه ده چې تاسو د لېږد یا الوتنې لپاره غوره شوي یاست. همدارنگه، تاسو باید داسې فکر ونه کړئ چې ستاسو الوتنه به ژر ترسره شي، ځکه چې دا چاره کېدی شي لاهم څو میاشتې وخت ونیسي.
۸ - ایا د الوتنې لپاره د لېږد لیست او د اړیکې د مهال وېش په اړه نور لارښوونې شتون لري؟
داسې هېڅ مهال وېش نه شته چې ستاسو د الوتنې وخت وښیي. لېږد په مختلفو فکتورونو پورې اړه لري لکه د کډوالو مرکزونو کې د  SIV، IV اوRefugee کېسونو شمېر، د کډوالو پنډغالي، د الوتکو او الوتنو شمېر او داسې نورو فکټورونو پورې اړه لري او تاسو خپل ژوند په داسې سفرونو پورې مه تړئ چې ممکن نږدې نه وي.
۹ - د کابل څخه دوحې ته د لېږد الوتنې په پام کې نیولو سره د امېدوارو ښځو د لېږد ډېره موده څومره ده؟
د امېدوارو ښځو د لېږد موده ډېری وخت د ۳۵-۳۶ اونیو ترمنځ په پام کې نیول کېږي ترڅو د الوتنې په لیست کې شامل شئ، خو تاسو باید د هوایی شرکتونو اصول او محدودیتونه هم په پام کې ونیسئ.
۱۰-  ایا زه کولی شم د خپل لېږد بهیر چټک کړم؟
نه، تاسو نه شئ کولی ستاسو د لېږد پروسه گړندۍ کړئ. خو معتبر نړیوال سازمانونه کولی شي له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو د لېږد لیست کې شامل شئ او په ځینو مواردو کې ستاسو د لېږد بهیر گړندی کړي.
پاسپورټ
۱۱ - د افغانستان د پاسپورټونو او نورو مدني اسنادو په اړه څنګه معلومات واخلم او څنگه یې ترلاسه کړم؟
د افغانستان د پاسپورټ، تذکرې، د نکاح خط او نورو مدني اسنادو په اړه د هر ولایت په اړه په جلا جلا توگه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د "وپوښتئ" وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
۱۲- ایا افغانان د امریکا د حکومت لخوا د ځای پر ځای کېدو لپاره پاسپورټ ته اړتیا لري؟
هو! ټول کېس لرونکي پاسپورټ ته اړتیا لري. همدارنگه، د کورنۍ ټول غړي لکه ماشومان، نوي زېږېدلي ماشومان، نوي ځوانان او لویان پاسپورټونو او نورو مدني اسنادو ته اړتیا لري. د بهرنیو چارو وزارت د لېږد الوتنې (DOS) په گډون هېڅ مسافر نه شي کولی د اعتبار وړ پاسپورټ پرته سفر وکړي چې لږترلږه د سفر له نېټې څخه د ۶ میاشتو لپاره اعتبار و لري. دا هم مهمه نه ده چې ولې تاسو پاسپورټ نه لرئ یا نه شی ترلاسه کولی پاسپورټ ترلاسه کړئ (د بېلگې په توگه، د متحده ایالتونو سفارت ستاسو پاسپورټ ویجاړ کړی دی) یا تاسو د پاسپورټ ترلاسه کولو پر وخت د خونديتوب احساس نه کوئ. هرڅوک پرته له استثنا څخه یو باوري پاسپورټ ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د ۱۲ کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومانو ته معمولا له بایومیټریک پرته پاسپورټونه ورکول کېږي، لویان باید تل بایومتریک پاسپورټ ولري. د بایومتریک پرته پاسپورټونه معمولا د اعتبار وړ نه دي او خلک له سفر څخه منع کوي.
 ۱۳- پاسپورټ ولې مهم گڼل کېږي؟
په افغانستان کې د واکمنې ډلې د پرېکړې له مخې له افغانستانه د وتلو لپاره مسافرین باید پاسپورټ ولري او قطر هم د امریکا د حکومت له لارې د تگ راتگ لپاره پاسپورټ ته اړتیا لري. اوس مهال د پاسپورټ پرته د سفر کولو اسانتیا نه شته. له همدې امله، یو شخص باید پاسپورټ ترلاسه کړي یا د پاسپورټ پرته سفر ونه کړي.
۱۴ - ایا د تمدید ټاپه لرونکي افغان پاسپورټونه د لېږد لپاره د منلو وړ دي؟
قطر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د صادر شوي تمدید ټاپه سره پاسپورټونه مني، خو دا ټاپه باید د بهرنیو چارو وزارت د باصلاحیته چارواکو له خوا صادره شوې وي. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې پاکستان د افغان پاسپورټ تمدید ټاپه نه مني چې له پاکستان پرته په بل هېواد کې وهل شوې وي، خو د پاکستان په قوانینو او لارښوونو کې د پرله پسې بدلونونو له امله وړاندیز کېږي چې تاسو د منل کېدو یا نه منل کېدو موضوع په شخصي یا رسمي اداره کې معلومه کړئ. که تاسو د افغانستان څخه بهر د تمدید مهر د ترلاسه کولو په تمه یاست، نو د یو افغان په توگه د تمدید مهر ترلاسه کولو لپاره باید په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت سره مشوره وکړئ چېرې چې تاسو میشت یاست، اړونده هوایي شرکت هم ممکن ستاسو سره مرسته وکړي.
۱۵- ایا یو AMCIT اوس هم په افغانستان کې د پاسپورټ د ختمېدو سره کولی شي خپل پاسپورټ نوي کړي؟
په افغانستان کې مېشت امریکايي وگړي چې د پاسپورټ د نوي کولو تکل لري کولی شي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د قونسلگرۍ د برېښنالیک AfghanistanACS@state.gov له لارې د مرستې لپاره غوښتنه وکړي.

عمومي او د کډوالۍ ویزه

۱۶ - زه څنگه و پوهېږم چې زما کېس د مرکې لپاره چمتو ده؟
غوښتونکی د NVC څخه یو برېښنالیک ترلاسه کوي، په دغه ایمیل کې یادونه شوې وي چې ویزې ملي مرکز ټول اړین اسناد ترلاسه کړي او غوښتونکی د مرکې په انتظار دی. په ایمیل کې یادونه کېږي چې د SIV کېسونو لپاره، غوښتونکي DS-260 فورم لېږلی، اسناد منل شوي دي او غوښتونکی د مرکې لپاره چمتو دی؛ د IV کېسونه لپاره، غوښتونکي د I-864 فورم یا اړونده فورمه لېږلې، اسناد یې منل شوي او غوښتونکی د مرکې لپاره چمتو دی.
۱۷ - ایا زه باید خپله کېس دوحه قطر ته انتقال کړم؟
غوښتونکی باید خپل کېس یوازې په هغه صورت کې بل سفارت ته ولېږدوی چی د مرکی لپاره په هغه سفارت کې د حاضرېدو تکل ولري. دوحې(DOHA)  ته د CARE لېږدونې الوتنې لپاره، دوحې ته د کېسونه لېږدولو ته اړتیا نه شته. په حقیقت کې، غوښتونکی باید دا کار ونه کړي.
که تاسو کېس پخپله دوحې ته انتقال کړئ، نو کېدای شي CARE تاسو د الوتنې په لیست کې شامل نه کړي او گومان به وکړي چې تاسو په قطر کې د متحده ایالتونو سفارت ته د خپلو شخصي امکاناتو په کارولو سره ځئ.
۱۸ - د CARE څنگه پوهېږي چې زما کېس د مرکې لپاره چمتو ده؟
کله چې کېسونه مرکې ته چمتو وي، د CARE کېسونو مدیریت سېسټم کې په اتوماتيک ډول د NVC سېسټم په کارولو سره تازه کېږي. له همدې امله، د CARE سره تماس نیولو ته اړتیا نشته. کله چې ستاسو کېس د مرکې لپاره چمتو وي، یو څوک به تاسو سره د راتلونکو گامونو لپاره اړیکه ونیسي.
۱۹ - ما ته NVC یو برېښنالیک واستاوه او ویې ویل چې زه باید خپله کېس بل سفارت ته انتقال کړم، زه باید څه وکړم؟
کېدای شي تاسو ته په برېښنالیک کې یو یادښت هم در لېږل شوی وي چې ستاسو کېس بل هېواد ته انتقال کړئ، خو د دې برېښنالیک متن عام دی. معمولاً، دا ډول برېښنالیک د پوښتنې (Inquiry) په ځواب کې هم لېږل کېږي او هغه غوښتونکي ته چې د وخت څخه مخکې د مرکې یا اسنادو ارزونې لپاره په بیړه کې وي. د CARE  ټیم او NVC  په گډه کار کوي ترڅو خپل معیاري برېښنالیک ځوابونه تازه کړي او غوښتونکو ته غوره ځوابونه چمتو کړي ترڅو د ناسم پوهاوي مخه ونیسي.
۲۰ - که چېرې د AMCIT/LPR د کورنۍ نږدې غړی مړ شي، ایا هغه لاهم د I-130 کډوالۍ ویزې لپاره د غوښتنلیک سپارلو پر شرایطو برابر دی؟
که ستاسو کېس لاهم په USCIS کې وي، په دې معنا چې لومړنی غوښتنلیک لا تر اوسه نه دی منل شوی، تاسو باید د USCIS سره اړیکه ونیسئ.
که چېرې غوښتونکی ژوندملگری (مېړه  یا مېرمن) وي او د (AMCIT/LPR) د مړینې په اړه د بهرنیو چارو وزارت لخوا خبر ورکړل شي نو د I-130 غوښتنلیک به په اتوماتيک ډول د I-360 غوښتنلیک ته بدل شي او پر شرایطو برابر ماشومان به هم په اتومات ډول په کېس کې شامل شي.
که چېرې غوښتونکی مېرمن یا مېړه نه وي، د بهرنیو چارو وزارت باید USCIS ته د بشردوستانه غور لپاره یوه غوښتنه واستوي. په دې صورت کې به اړوند هېواد کې د امریکا د متحده ایالتونو د سفارت مرستې ته اړتیا وي.
۲۱ آیا د ویزې تر مرکې وړاندې باید روغتیايي معاینات وشي؟
په عمومي توگه هو! خو د متحده ایالتونو دولت په پاکستان کې د SIV غوښتونکو لپاره یو استثنا په پام کې نیولې چې کولی شي تر مرکې وروسته خپل روغتیايي معاینات بشپړ کړي. ډېری کېسونه "اداري پروسس" ته ځي او ممکن وخت ونیسي. د مرکې څخه مخکې، روغتیایی معاینات ترسره شي ممکن په څو میاشتو کې پای ته ورسېږي او باطل شي.
هغه غوښتونکي چې روغتیايي معاینې ته انتظار باسي باید د مرکې په جریان کې د قونسلگرۍ افسر څخه پوښتنه وکړي کله چې ورته سپارښتنه کېږي چې روغتیايي معاینات وکړي. په هر حالت کې، د ویزې د صادرولو لپاره د سفارت لپاره روغتیایي معاینات اړین دي.
۲۲ - زما ویزه منظوره شوې، خو زما روغتیايي معاینات ختمېدو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، څه باید وکړم؟
روغتیایی معاینات د ۶ میاشتو وروسته پای ته رسېږي، نو دا یوازې تر شپږو میاشتو پورې د اعتبار وړ دي. د بېلگې په توگه، که تاسو د جنوري په لومړۍ نېټه روغتیايي معاینه لرئ، د جون پر ۳۰مې نېټې پای ته ورسېږي. له همدې امله، که ستاسو ویزه د جون په ۲۸مه صادره شي، دا به یوازې د دوو ورځو لپاره اعتبار ولري.
په دې برخه کې، درې ممکنه حلونه شتون لري، چې موږ یې لاندې بحث کوو :
یو - د بېړنی حالت او د الوتنې سیټونو ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره سمدستي IOM سره اړیکه ونیسئ. د دوی د ځواب ویلو وخت معمولا لږترلږه دوه اونۍ وي، نو دا ممکن بریالۍ هڅه نه وي.
دوه - متحده ایالتونو ته د الوتنو لپاره پخپله پیسې ورکړئ او متحده ایالتونو ته له ننوتلو وروسته، د بیامېشتېدنې ادارې ته لاړشئ او د هغه لگښتونو غوښتنه وکړئ چې د کډوالۍ د ځانگړو ویزو یا نورو ویزو لرونکو د بیامېشتېدنې لپاره دي.
درې - نوې روغتیايي معاینه ترلاسه کړئ او بیا نوې ویزه ترلاسه کړئ او د IOM لخوا تایید ته انتظار وکړئ.

د کډوالۍ ځانگړې ویزه (SIV)

۲۳ صادر شوي (Issued) SIV څه معنا لري؟
صادر شوی معنا دا ده چې شخص د ارزونې ټول پړاوونه بشپړ شوي او یوازې فزیکي ویزې ته اړتیا ده چې د غوښتونکي په پاسپورټ کې ولگول شي.
په صادر شوي SIV ویزه کې، شخص ټول روغتیا، امنیتي او اداري پړاوونه بشپړ کړي او تیر کړي. د صـــادر شوي (Issued) توکي په عامه توگه د CEAC پورټل کې څرگندېږي.
روغتیایی معاینات یوازې د ۶ میاشتو لپاره اعتبار لري. که چېرې له روغتیايي معاینې څخه د ۶ میاشتو څخه ډېر وخت تیر شي، غوښتونکی ممکن د ویزې صادرولو دمخه نوي روغتیايي معاینې ته اړتیا ولري. دا په هغو ویزو هم تطبیق کېږي چې دمخه صادرې شوې وي. که چېرې غوښتونکی د ویزې له پای ته رسېدو دمخه متحده ایالتونو ته نه وي ننوتی، چې معمولا د روغتیايي معاینې بشپړېدو نېټې څخه ۶ میاشتې وروسته وي، ویزه باید بیا چاپ شي.
۲۴ - د CEAC په وېبپاڼه کې "READY" پیغام څه معنا لري؟ ایا دا په دې معنا ده چې تاسو سفر ته چمتو یاست؟
د CEAC په وېبپاڼه کې چمتووالی په دې معنا دی چې غوښتونکی د مرکې لپاره چمتو دی.
۲۵ - په CEAC پورټل کې د "REFUSED" څه معنا لري؟
رد شوې "REFUSED" ویزه په دې معنا ده چې غوښتونکي د ویزې اړوند د قونسلگرۍ افسر رضایت لپاره هغه څه چې د متحده ایالتونو د قانون له مخې غوښتل شوي نه دي وړاندې کړي. دا د کېسونه د اسنادو ارزونې یوه عادي برخه ده چې ډېری غوښتونکو ته پېښېږي. دا کېدای شي په دې معنا وي چې غوښتونکی د دایمي یا لنډمهال لپاره وړ د ویزې د صدور وړ نه دی. په هرصورت، کېدی شي یوه ویزه چې د تل لپاره رد شوي "اداري رد" په حالت کې وي، تر بریالۍ مرکې وروسته د لنډمهاله رد حالت ته لاړه شي. د مرکې څخه وروسته، د ویزې د صادرولو دمخه باید امنیتي او روغتیايي ارزونې بهیر بشپړ شي. د دې دورې په جریان کې، کېس په "اداري ارزونې" کې ده تر هغه چې ټول اسناد له اړونده قوانینو سره سم تنظیم شي.
۲۶ - رد شوی کېس لغوه کېدی شي؟
هو! که چېرې یو غوښتنلیک رد شي او د قونسلگرۍ افسر په ځانگړې توگه غوښتونکي ته ووایي چې د فورم له لارې اضافي اسناد یا معلومات چمتو کړي، غوښتونکي باید سمدستي اړوند فورم ډک کړي او د قونسلگرۍ افسر ته یې وسپاري.
د قونسلگری افسر فکر کوي چې د ویزې صادرولو لپاره نورو معلوماتو ته اړتیا ده، ممکن د نورو معلوماتو غوښتنه وکړي. که چېرې د قونسلگرۍ افسر ویزه رد کړي خو د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړي، غوښتونکی د اضافي معلوماتو چمتو کولو لپاره د ویزې د رد کېدو نېټې څخه یو کال وخت لري. که نه نو، که غوښتونکی د یو کال په اوږدو کې اړین اضافي معلومات چمتو نه کړي، غوښتونکی باید د ویزې لپاره بیا غوښتنه وکړي او د بل غوښتنلیک فیس ورکړي.
که چېرې غوښتنلیک رد شي او د قونسلگرۍ افسر په گوته کړي چې اداري ارزونه اړینه ده، د ارزونې وختونه د انفرادي شرایطو پراساس توپیر کولی شي. که چېرې د غوښتونکي وضعیت یو ځانگړی مشکل یا ستونزه وړاندې کړي، نو غوښتونکی باید هغې قونسلگرۍ څانگې ته خبر ورکړي چېرې چې د ویزې غوښتنه شوې.
که چېرې یو غوښتنلیک د روغتیايي معاینې له امله رد شي، د هغې د بریالي کولو څرنگوالي په اړه به نور معلومات وړاندې شي. ډېری وختونه د افغانانو لپاره، د توبرکلوز یا TB شکمن یا مثبت ازمېښت پایله ده. د مثبتې پایلې ډول پورې اړه لري، د توبرکلوز یا TB د مثبت ازمېښت د بریالي کولو لپاره ځانگړي پروتوکولونه شتون لري.
۲۷ - یو افغان چې زه ورسره مرسته کوم څو میاشتې وړاندې د SIV غوښتنه رالېږلې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی، ولې؟
د ویزې ملي مرکز (NVC) د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پورې د احتمالي غوښتونکو څخه ټول پاتې برېښنالیکونه ارزولي دي. د ویزې ملي مرکز اوس فعال دی او ټولو برېښنالیکونو ته ځواب ورکوي.
ترلاسه شوي برېښنالیکونه به په ۱۰ یا لږو کاري ورځو کې ځواب شي. د SIV غوښتنلیکونه ارزول کلونه وخت نیسي، او د بهرنیو چارو وزارت اټکل کوي چې په منځني ډول د کېسونو ارزونې لپاره لږترلږه ۱۳ میاشتې وخت نیسي.
۲۸-  یو افغان چې زه ورسره مرسته کوم د ویزې ملي مرکز (NVC) کې د SIV کېس لري او ما غوښتنه کړې چې بل سفارت ته ولېږدول شي، ولې ځواب نه ترلاسه کوم؟
که کېس لاهم په NVC کې وي، د کېسونو د لېږد غوښتنه کول لا ډېر وختي دی. یوازې هغه خلک چې د سفارت شمېره لري، د بیلگې په توگه د KBL شمېره لري، نو کېس بل سفارت ته لېږدولی شي. کله چې کېس د سفارت لخوا صادر شوي د کېسونه شمېره ولري، تاسو کولی شئ بل سفارت ته د کېس د لېږد غوښتنه وکړئ.
۲۹ - اوس په کابل کې د امریکا سفارت فعال نه دی، نو د KBL ولې صادرېږي؟
لاهم په کابل کې د سفارت نه شتون سره سره د KBL شمېرې صادروي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته امریکا په کابل کې خپل سفارت قطر ته انتقال کړ. د یادولو وړ ده چې پورته یاد شوی سفارت اوس هم زیانمنونکو افغانانو ته اړوند خدمات وړاندې کوي، خو نه له کابل څخه، بلکې له قطر څخه.
۳۰ - SIV غوښتونکی مرکې ته حاضر نه شي، څه باید وکړي؟
د SIV یو غوښتونکی چې مرکه له لاسه ورکوي او مخکې یې خبر ورکړی وي د مرکې له لاسه ورکولو لپاره به جریمه نه شي. تاسو باید مخکې له دې سفارت سره اړیکه ونیسئ او غوښتنه وکړئ چې سفارت د مرکې وخت بدل کړي.
که چېرې غوښتونکی دمخه مرکه له لاسه ورکړې وي، بیا هم باید په سفارت کې قونسلگرۍ برخې ته ولیکي چې ولې یې د مرکې وخت له لاسه ورکړ. که غوښتونکی اړتیا ولري خپله کېس بل سفارت ته انتقال کړي، هغه کولی شي د NVC څخه د کېس د لېږد غوښتنه وکړي.
۳۱-  هغه افغان چې زه ورسره مرسته کوم، ولې یې کېس درېیم هېواد کې د متحده ایالتونو سفارت ته سپارل شوې ده، چې د هغه د سپارلو غوښتنه یې نه ده کړې؟
د دوحې په استثنا، چې کله هم په دې اړه څېړنه شوې ده، رښتیا دا دي چې غوښتونکی یا د دوی په استازیتوب چا د کېسونه د لېږد غوښتنه ډېره موده مخکې کړې او یا یې هېره کړې او یا یې د وخت په تېرېدو گومان کوي چې د ډېرې مودې په تېرېدو یې غوښتنه د اعتبار وړ نه ده بلل شوې. یاد مو وي چې، کېسونه د حکومت لخوا نه لېږدول کېږي پرته لدې چې د غوښتونکي لخوا يې غوښتنه شوې وي.
دوحې(DOHA)  ته د کېسونو لېږد یوه استثنا ده، کوم چې د متحده ایالتونو حکومت لخوا اداره کېږي او بیا قطر ته ستاسو لېږد تنظیموي. که په کابل کې د SIV کورنۍ په دې وروستیو کې ماشوم ولري او د CARE/Consular Affairs  سره اړیکه ونیسي ترڅو ماشوم د دوی په کېس کې اضافه کړي، کېس به دوحې (DOHA) ته لېږدول کېږي ځکه چې د CA ټیم هغه دی چې ماشوم ارزوي او کېس باید لېږدول شي. اوسېدل د دې کولو لپاره دوحې (DOHA) ته د کېس لېږد د اندېښنې وړ نه دی ځکه چې غوښتونکې کورنۍ لاهم د کېس د پرمخ وړلو د ارزونې لپاره له کابل څخه دوحې ته د الوتنې وړ ده.
۳۲ - د USCIS لخوا څه وخت کې د ماموریت مشر (COM) د رد او بیاکتنې د غوښتنې ارزونه کېږي؟
د USCIS  اداره د COM غوښتنلیکونو د رد او استیناف غوښتنې بیاارزونه نه کوي، ځکه دا مسؤلیت په بهرنیو چارو وزارت یا DoS کې افغانانو د SIV ډلې لخوا ترسره کېږي. د چارې د چټکتیا لپاره ترټولو لوی فاکتور د اړینو معلوماتو ژر بیا لېږل دي چې ممکن "رد" په مخنیوي کې مرسته وکړي.
۳۳ - د The Rabbit Project څه شی دی او زه یې باید ولې وکاروم؟
د The Rabbit Project هڅه کوي د افغان SIV غوښتونکو سره مرسته وکړي څوک چې نه شي کولی خپل کارځای ومومي یا د گمارنې تصدیق لیکونو یا سپارښتنې لیکونو (LOR) ترلاسه کولو لپاره له پخوانیو کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د The Rabbit Project د بهرنیو چارو وزارت سره د SIV په پروگرام کې د دفاع وزارت (DoD) قراردادیانو او د بشري منابعو (HR) معلوماتو او د کار معلوماتو سمون کې مرسته کوي. دا پروژه یوازې د SIV له هغو افغان غوښتونکي سره د گډون کونکو گمارونکو لپاره یې کار کړی د کارموندنې تصدیق ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
اوس مهال، د دفاع وزارت د متحده ایالتونو یوازینۍ دولتي اداره ده چې په د The Rabbit Project کې برخه اخلي، او د دفاع وزارت په ابتدايي توگه د امریکایي او اروپایي کارمندانو سره کار کوي. که کوم غوښتونکی د COM د نورمال تایید بهیر له لارې د خپلو کارمندانو تایید ترلاسه کولو کې ستونزه ولري، د افغانستان لومړني قراردادیان باید KabulSIVVerifications@state.gov  اړیکه ونیسي.
۳۴ - د SIV لپاره د لومړني غوښتونکي لپاره لږ تر لږه عمر څومره دی؟
په دې برخه کې د عمر کوم ځانگړي شرایط شتون نه لري، که څه هم د ۱۸ کلونو څخه کم عمر باید وڅېړل شي او له ۱۸ څخه کم عمر لرونکي لپاره به د SIV مشتقات په پام کې ونه نیول شي. کار ورکوونکی باید لاهم د پام­وړ شخص گمارنه تایید کړي. ټول شرایط د هر عمر غوښتونکو لپاره پلي کېږي.
۳۵ - ایا زده کونکي د SIV لپاره د غوښتنلیک وړ دي؟
هغه روزونکي چې د یو کال معاش لپاره یې خدمت کړی وي او ټول شرایط یې پوره کړي وي، د دغه پروگرام لپاره وړ دي.
۳۶ - که د SIV لومړنی غوښتونکی د ویزې تر صادریدو دمخه مړ شي، ایا د هغه مېرمن یا مېړه یا ماشوم له دې کېسونه څخه گټه پورته کولی شي؟
هو! د ۲۰۲۲ د جولای ۲۰مې څخه مخکې، د اصلي غوښتونکي مېرمن م یا مېړه یا اولادونه یوازې هغه وخت غوښتنلیک ته دوام ورکولی شي چې اصلي غوښتونکي د COM لپاره غوښتنلیک سپارلی وي. د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ وروسته، مېرمن یا مېړه او ماشومان کولی شي د COM غوښتنلیک او د DS-157 فورمه ډکه کړي تر هغه چې د اصلي غوښتونکي له مړینې مخکې له هغه سره د (مېړه یا مېرمن یا ماشوم) اړیکه ولري.
۳۷ - یو ماشوم زما د SIV کېس کې اضافه کړم؟
که ستاسو کېس لاهم په NVC کې وي، د ماشوم د زېږون­کارت د ویزې ملي مرکز (NVC) ته د NVCSIV@state.gov  برېښنالیک له لارې واستوئ. کله چې NVC ماشوم په کېس کې شامل کړ، تاسو کولی شئ په الکټرونیکي کونسلي غوښتنلیک مرکز (CEAC) کې د ماشوم لپاره د DS-260 ویزې غوښتنه وکړئ.
که چېرې توکي د KBL یا ISL شمېره ولري، د زېږون­کارت او پاسپورټ (که شته وي) د ماشوم لپاره د CARE تماس مرکز ته د ماشوم اضافه کولو لپاره د برېښنالیک له لارې CARETravelData@State.gov ته یو لیک واستوئ او د KBL یا ISL شمېرې د برېښنالیک په موضوع کې ولیکئ.

د کورنۍ د غړو سره یوځای کېدل

۳۸ - که یوه کورنۍ د ۲۰۲۱ کال د اگست په میاشت کې د پوځي تخلیې د ماموریت پر مهال جلا شوې وي او اصلي غوښتونکی اوس په متحده ایالتونو کې د بشردوستانه ویزه ولري، د خپلې کورنۍ د غړو د پیوستون لپاره باید کوم کېس وړاندې کړي؟
د کورنۍ د غړو د یوځای کېدو په اړه د وروستي معلوماتو لپاره، د "وپوښتئ" ویبپاڼې څخه لیدنه وکړئ.
۳۹ - ایا دا ممکنه ده چې افغانان له لمسیانو، خویندو، ورونو، نیکونو، خویندو او نورو سره امریکا ته ولاړ شي؟
نه، د بهرنیو چارو وزارت کولی شي یوازې ستاسو د کورنۍ (لومړۍ درجه کورنۍ) غړي ځای په ځای کړي، چې ستاسو د ژوندملگري (مېړه یا مېرمن) په توگه پېژندل شوي وي او له ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان پکې شاملېږي. په هرصورت، AMCITs کولی شي خپل بیولوژیکي والدین په متحده ایالتونو ته ور وغواړي.
۴۰ - د متحده عربي اماراتو په بشردوستانه کمپ (EHC) کې مېشت AMCIT خویندې وروڼه متحده ایالتونو ته د کډه کېدو وړ دي؟
نه! دوی متحده ایالتونو ته د تگ یا ننوتلو وړ نه دي. دوی باید د تگ لپاره بل هېواد ومومي. یوځل چې د دوی د I-130  کېس ثبت شي، دوی کولی شي د هغه هېواد په سفارت کې د کډوالۍ پروسه بشپړه کړي چې دوی ور ځي.

پاکستان

۴۰ - په اسلام اباد کې د امریکا له سفارت سره څنگه اړیکه ونیسم؟
د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) لرونکي د برېښنالیک له لارې islamabadivinquiry@state.gov او هغه کسان چې د کډوال�� کېسونه لري کولی شي په اسلام اباد کې د متحده ایالتونو سفارت سره د برېښنالیک islamabadafghansiv@state.gov له لارې اړیکه ونیسي.
تاسو باید په اسلام اباد کې د متحده ایالتونو له سفارت سره هغه مهال اړیکه ټینگه کړئ تاسو د مرکې په پړاو کې اوسئ او د ISL شمېره و لرئ، دا کېس د KBL څخه ISL ته لېږدول شوی وي.
۴۱ - ایا زه باید په اسلام اباد کې د خپلو روغتیایی معایناتو لپاره پیسې ورکړم؟
هو! غوښتونکي باید له CAS پرته د روغتیايي معایناتو لپاره پیسې په اسلام اباد او د نړۍ په بل هر ځای کې پخپله پرې کړئ.
په اسلام اباد کې د متحده ایالتونو د سفارت د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د لویانو لپاره فیس ۳۷۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې او له ۱۶ کلونو څخه کم عمر ماشومانو لپاره ۵۷۰۰۰کلدارې دي. دا د ماشومانو لپاره ډېر گران دی ځکه چې ماشومان معمولا ډېر واکسین ته اړتیا لري. که چېرې د واکسین کولو ثبوت وړاندې نه شي یا د هویت تثبیت نه وي شوی، بیا واکسین کول ممکن اړین وي.
۴۲ - په داسې حال کې چې زما ویزه په پاکستان کې ارزول کېږي، متحده ایالتونه زما د خوړو، استونگنځي او نورو اړتیاوو لگښت راکوي؟
نه، په داسې حال کې چې تاسو د خپلې ویزې ارزونې ته انتظار کوئ، د متحده ایالتونو حکومت به له تاسو سره په پاکستان یا بل کوم ځای کې د CAS پرته په نورو لگښتونو کې مرسته و نه کړي. تاسو باید د خپلې مالي بسیاینې وړتیا ولرئ او دا د یادولو وړ ده چې د ویزې ازونه لپاره ممکن څو میاشتې وخت ونیسي.

بیامېشتېدنه

۴۳ - د ښه راغلاست ډله WELCOME CORPS د بیامېشتېدنې پروگرام څه شی دی؟
ښه راغلاست ډله WELCOME CORPS د ځانگړي سپانسرشپ پروگرام دی چې خصوصي اتباعو ډلو ته دا وړتیا ورکوي چې د متحده ایالتونو د کډوالو د منلو د پروگرام له لارې د راتلونکو کډوالو کوربه توب کوي او لگښتونه یې برابروي.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، د روغتیا او بشري خدماتو له وزارت سره په همکارۍ، د ښه راغلاست ډله WELCOME CORPS د پروگرام لاندې د کډوالو لپاره د خصوصي سپانسرشپ تگلاره اعلان کړې ده.
دا د ملاتړ یو نوی پروگرام دی چې سازمانونو او عادي امریکایانو ته دا توان ورکوي چې متحده ایالتونو دکډوالو د منلو پروگرام یا (USRAP) له لارې متحده ایالتونو ته د ننوتونکو کډوالو د بیامېشتېدنې او ادغام په هرکلي او ملاتړ کې مخکښ رول ولوبوي. د تېر کال په اوږدو کې د امریکا خلکو په بې ساري ډول د امریکا د متحدو ایالتونو د افغان متحدینو او د یو شمېر نورو هېوادونو اتباعو ته چې له تاوتریخوالي او ظلم څخه تښتېدلي دي، هرکلی کړی دی.
۴۴ - د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام څه شی دی؟
د امریکا متحده ایالتونو لخوا د افغان او عراقي همکارانو لپاره د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام پیل کړ. د SIV  پروگرام وړ افغان اتباعو ته اجازه ورکوي چې د قانوني دایمي استوگنې لپاره متحده ایالتونو ته کډوال شي.
په ۲۰۰۶ کې، کانگرس د کډوالۍ د ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام رامنځته کړ، چې له مخې یې له جدي گواښ سره مخ وړ غوښتونکي په متحده ایالتونو کې د بیا مېشتېدنې او خونديتوب اجازه موندلی شي. په تېرو کلونو کې زرگونه افغانان د SIV پروگرام له لارې د خپلو کورنیو له غړو سره امریکا ته کډوال شوي دي. سره له دې، زرگونه افغان همکاران او ملاتړي په داسې حال کې چې له امریکا سره د همکارۍ له امله له پرله پسې گواښونو سره مخامخ دي متحدین لا هم امریکا ته د کډوالۍ لپاره لار څاري.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ټینگار کوي، چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانگړو ویزو ورکولو پروسې ته ژمن دی، او دا بهیر یې لا هم گړندی او اسانه کړی دی. ورسته له هغه چې په کابل کې یې سفارت وځنډول شو، د متحده ایالتونو حکومت په نورو هېوادونو کې په سفارتونو او قونسلگریو کې ډېر اضافي کارکوونکي گمارلي ترڅو د کډوالۍ د ځانگړې ویزې (SIV) غوښتنلیکونه وارزوي.
۴۵ - د تنوع ویزې (Diversity Visa) غوښتونکي له افغانستان څخه د لېږد د الوتنې وړ دي؟
نه، د تنوع ویزې (Diversity Visa) غوښتونکي د لېږد الوتنو لپاره وړ نه دي. دوی باید خپل کېسونه بل سفارت ته انتقال کړي او هلته یې تعقیب کړي.
۴۶ - هغو افغانانو ته چې اوس مهال د ځای پر ځای کېدو وړ نه دي څه سپارښتنه کېږي؟
هغه زیانمنونکي (گواښ سره مخ) افغانان چې د ځای پرځای کېدو وړ نه دي خو کېس لري باید د مرکې پړاو ته د رسېدو لپاره انتظار وکړي. مهرباني وکړئ په هغو خلکو باور مه کوئ چې تاسو ته د لېږد ژمنه درکوي یا تاسو د الوتنې په لیست کې شاملوي. مهرباني وکړئ غوښتونکو ته قانوني مشوره مه ورکوئ یا دوی ته د داسې څه کولو مشوره مه ورکوئ چې دوی ته زیان ورسوي.
۴۷ - هغه افغان چې زه ورسره مرسته کوم په متحده ایالتونو کې د استوگنې له سیمې ناخوښه دي، آیا دوی کولی شي په بله سیمه کې د استوگنې غوښتنه وکړي؟
که دوی دمخه له یوې ځانگړې سیمې یا ټولنې سره اړیکې ولري، یا د کورنۍ نږدې اړیکې ولري، دوی باید ژر تر ژره د بیامېشتېدنې ادارې ته خبر ورکړي ترڅو اداره وکولی شي د دوی د کورنۍ غړو ته نږدې د بیامېشتېدنې اسانتیا ورته برابره کړي. دوی نه شي کولی د بل دلیل لپاره په یوه ځانگړي سیمه کې د میشته کېدو غوښتنه وکړي.
فرض کړئ چې دوی بالغ دي، دوی په خپله د لېږدېدو اختیار لري، خو که دوی پرېکړه وکړي چې د بیامېشتېدنې له ادارې سره له همغږي پرته خپل استوگنځي پرېږدي، دوی ممکن د بیامېشتېدنې گټو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
۴۸ - زه څنگه کولی شم د باور او متحده ایالتونو ته د پرواز لپاره له IOM سره اړیکه ونیسم؟ د ځواب ترلاسه کول څومره وخت نیسي؟
د ځانگړې ویزې یا SIV ترلاسه کوونکي چې الوتنې ته تیار دي، باید SIV_OPE@iom.int سره اړیکه ونیسي تر څو د پناه غوښتنې له گټو څخه برخمن کېدل باوري کړي او له IOM څخه وغواړئ چې امریکا ته د دوی سفر تنظیم کړي.
۴۹ - کله چې IOM متحده ایالتونو ته الوتنه کوي، د امیندوارۍ له امله څومره وخت ځنډېدلی شي؟ او ایا د ماشوم د کوچنیوالي لپاره کوم حد شته؟
دIOM  پالیسي سره سم د الوتنې لپاره موده، د لومړي ځل امیندوارۍ لپاره د ۳۵ اونیو څخه مخکې او د لومړي ځل پرته امیندوارۍ لپاره د ۳۳ اونیو څخه مخکې موده ده. په هرصورت، هر هوایی شرکت خپلې ځانکړې لارښوونې او مقررات لري، او که د هوایی ډگر نېټې د IOM نېټې څخه مخکې وي، نو د IOM پر ځای د هوایي شرکتونو مقررات تعقیب کړئ.
یو ماشوم د روغتیایی لارښوونو سره سم د زېږون څخه دوه اونۍ وروسته د سفر کولو وړ دی. په هرصورت، دا چاره کېدی شي له دوو اونیو څخه ډېر وخت ونیسي، ځکه چې د کډوالۍ ویزې (IV) یا د پناه غوښتنې کېسونو کې د ماشوم ور شاملول، د الوتنې اسنادو ترلاسه کول، د کډوالۍ اسناد ، او نور ممکن ډېر وخت ونیسي.
۵۰ - څوک د IOM لخوا تنظیم شوې د الوتنې لگښت په بېرته ورکړې مکلف دی؟
ټول هغه کسان چې CAS پنډغالي پرېږدي، اړ دي چې د سود څخه پرته د پور سند لاسلیک کړي او بیا یې بیرته تادیه کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) لخوا اداره شوي د ځای پر ځای کولو پروگرام له لارې په متحده ایالتونو کې د بیامېشت شويو مهاجرینو ځای په ځای کولو بهیر تمویل کوي. کډوال د IOM څخه له سود پرته پورونه ترلاسه کوي ترڅو له بهر څخه متحده ایالتونو ته د الوتنې لگښت پوره کړي. د سفر لگښتونو له منلو وروسته، کډوال د وخت په تېرېدو سره په قسطونو کې د پور د بیرته ورکولو سند لاسلیک کوي.

مرسته او مشوره

  • د متحده ایالتونو د کډوالۍ د پروگرامونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره ، د "وپوښتئ" ویبپاڼې څخه لیدنه وکړئ.
  • تاسو کولی شئ د ډېرو پوښتل شویو پوښتنو ځوابونه ومومئ د "افغانانو د تخلیې " وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ، چې د دې مقالې په لیکلو کې یې هم منځپانگه کارول شوې ده.
  • که تاسو له افغانستان څخه بهر په بېړني حالت کې یاست، د "وپوښتئ" مشاورین وړاندیز کوي چې تاسو په هغه هېواد کې چې تاسو اوسېږئ د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا UNHCR سره اړیکه ونیسئ.
  • هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.