________________________________________________________Edinburgh_Masters_Scholarships_-01-01.png
په برېټانیا کې د اډینبورګ پوهنتون (The University of Edinburgh) د انلاین یا لرې واټن په بڼه د ماسټرۍ په کچه د زده کړې بورسونه اعلان کړي دي. د دې سکالرشیپونو شمېر شلو (۲۰) ته رسېږي، چې موخه یې د بې وزلو او ټیټ یا منځني عایدلرونکو هېوادونو زده کوونکو لپاره د زده کړې د زمینې برابرول دي. دا چې افغان محصلین په ځانګړې توګه مېرمنې دا مهال د ښوونې او روزنې په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي، دا د افغان محصلینو لپاره یو زرین فرصت ګڼل کیږي چې د اډینبورګ پوهنتون د انلاین ماسټرۍ پروګرام کې نوم لیکنه وکړي.
په دې لیکنه کې به د ‌‌اډینبورګ پوهنتون د انلاین ماسټرۍ لپاره د نوم­لیکنې او غوښتنلیک سپارلو په اړه اړین معلومات وړاندې شي.

عمومي معلومات

  • د سکالرشېپ کوربه ‌‌هېواد: سکاټلنډ، برېټانیا
  • تمویل کوونکی: د ‌‌برېټانیې د سکاټلند حکومت
  • د زده کړو ډول: انلاین یا له لرې واټن څخه ماسټري
  • د بورسونو شمېر: ۲۰ سکالرشیپونه
  • وړتوب: نړیوال محصلین (ټيټ او منځني عاید لرونکو هېوادنو محصلین)
  • وروستۍ نېټه: دوشنبه، د ۲۰۲۳ کال د جون ۵مه نېټه
  • موده: د ماسټري پروګرام نورمال موده
  • کوربه پوهنتون: په ‌‌اډینبورګ ښار کې د ‌‌اډینبورګ پوهنتون

د بورسیې ګټې

دغه سکالرشیپ د ماسټرۍ د یوې بشپړې نورمال دورې لپاره اړوند فیس او لګښت پوښي.

شرایط

  • د ‌‌اډینبورګ نړیوال پوهنتون د انلاین ماسټرۍ لپاره وړ هېوادونه د افغانستان په ګډون ټول ټیټ او منځني عاید لرونکي هېوادونه دي چې لیست یې دلته کتلی شئ.
  • غوښتونکي ته باید دمخه د ‌‌اډینبورګ په پوهنتون کې یو سیټ وړاندیز شوی وي او باید دا وړاندیز غوښتونکي منلی وي.
  • د دې ترڅنګ، له غوښتونکو څخه به وغوښتل شي چې لاندې ټکي په خپل شخصي بیان کې شامل کړي:
الف: د دې پروګرام کومو ځانګړنو د غوښتونکي پاملرنه د ‌‌اډینبورګ پوهنتون ته راجلب کړې ده؛
 ب: د دې څرګندونه چې د دې پروګرام بریالي بشپړول به د غوښتونکي مسلک او شخصي پرمختګ ته څومره ګټه ورسوي؛
ج: د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته به تاسو څنګه وکولی شي له خپلې ټولنې/سیمې یا ‌‌هېواد سره مرسته وکړئ.

اړین اسناد

  • تصدیق شوی تحصیلي ټرانسکریپټ او ډيپلوم چې په دې اړه نورې لارښوونې دلته لوستلی شئ.
  • دوه سپارښت لیکونه یا د مرجع لیکونه (Recommendation/Reference Letters) چې د سپارښتلیکونو لپاره لارښوونې دلته لوستلی شئ.
  • د هڅونې یا د ارادې لیک (Motivation Letter/Letter of Intent)؛

د غوراوي معیارونه

سکالرشیپ به د اکاډمیکو وړتیاو او د شخصي بیان ځواک په نظر کې نیولو سره ورکول کېږي. لومړیتوب به هغو غوښتونکو ته ورکړل شي چې مخکې یې د ماسټرۍ په کچه د زده کړې فرصت نه وي ترلاسه کړی.

د ژبې مهارت

د ‌‌اډینبورګ په پوهنتون کې د لوړو زده کړو د تعقیب لپاره، تاسو د انګلیسي ژبې ازموینې لکه TOEFL یا IELTS پایلې ته اړتیا نه لرئ. په ورته وخت کې، زده کونکي باید پوه شي چې د ‌‌اډینبورګ په پوهنتون کې تدریس په انګلیسي ژبه کېږي.

څنګه غوښتنلیک وسپارم (How to Apply

د سکالرشیپ غوښتنلیک سیسټم ته د لاسرسي لپاره ، غوښتونکي باید لومړی د ‌‌اډینبورګ پوهنتون ته د نوم­لیکنې لپاره انلاین غوښتنه کړې وي. غوښتونکي دې په یاد ولري چې د نوم­لیکنې لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروسته، سیسټم په پنځو کاري ورځو کې ستاسو غوښتنې ته ځواب وايي.
د ‌‌اډینبورګ پوهنتون د انلاین ماسټرۍ سکالرشیپونو لپاره غوښتنلیک سپارنې لپاره ، لاندې مرحلې تعقیب کړئ:

لومړی پړاو

د پوهنتون لخوا وړاندیز شوي د ماسټرۍ انلاین څانګې لپاره غوښتنه وکړئ. د خوښې وړ څانګه ومومئ او د غوښتنلیک سپارلو لپاره په دې لینک کې لارښوونې تعقیب کړئ.

دویم پړاو

د بېلګې په توګه د خپلې خوښې انلاین ماسټرۍ لینک ومومئ او انلاین غوښتنلیک ډکولو سره د ‌‌اډینبورګ انلاین سکالرشیپ لپاره لپاره غوښتلیک وسپارئ.
که نه شئ کولای انلاین غوښتنلیک ثبت کړئ نو نېغ په نېغه د sra.enquiries@ed.ac.uk برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ او خپل غوښتنلیک وسپارئ.

د غوښتنلیک لېږلو وروستۍ نېټه

د سکالرشیپ وروستۍ نېټه د روان ۲۰۲۳ کال د جون د ۵مې نېټې د شپې ۱۱:۵۹ دقیقې ده.

د پایلې د اعلان نېټه

د سکالرشیپ د پایلې په اړه به د ۲۰۲۳ کال د جولای په نیمايي کې غوښتونکو ته خبر ورکړل شي.

مرسته او مشوره

د ‌‌اډینبورګ پوهنتون د انلاین بورسونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره ، تاسو کولی شئ د ‌‌اډینبورګ پوهنتون ویبپاڼه وګورئ. همدارنګه، د لازیاتو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول په دې لینک کې د شته برېښنالیکونو او شمېرو سره اړیکه ونیسئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.