Italy_Asulum_Process_-_Pashto.png
ایټالیا د جنیوا د ۱۹۵۱ کال کنوانسیون د غړو هېوادونو څخه یو دی او له همدې امله د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي. په ايټاليا کې د پناه غوښتونکو قوانين له هغو قوانينو سره يو شان دي چې د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې پر پناه غوښتونکو او کډوالو باندې پلي کېږي.
له بلې خوا د ايټاليا حکومت په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو د زياتوالي له امله د پناه غوښتنې په تړاو سخت قوانین غوره کړي دي.
ايټاليا د هغو افغانانو او د نورو هېوادونو د اتباعو د پناه اخیستنې له غوښتنې سره موافقه کوي چې خوندیتوب نه لري. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له پرځېدو او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې له وروستیو کړکېچونو وروسته، ډېری خلکو د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته مخه کړې  هېواد کډوالۍ ته مخه کړې ده او ایټالیا د تړونکي پل په توګه کاروي. دوی په منځ کې، ډېر افغانان هم شته چې ایټالیا د خپل منزل په توګه غوره کوي.
په دې لیکنه کې په ايټاليا کې د پناه غوښتنې موضوع څېړل شوې او هغه افغانان چې په دې هېواد کې د پناه غوښتنې اراده لري، بلنه ورکول کېږي چې دغه ليکنه په ځیر سره ولولي.

په ایټالیا کې د پناه غوښتنې شرایط

په ایټالیا کې د پناه غوښتنې شرایط داسې دي چې پناه غوښتونکي باید په لومړي ګام کې دې هېواد ته داخل شوي وي. ایټالیې ته د رسېدلو په پیل کې، پناه غوښتونکي د پولیسو څانګې ته په تګ او اړونده فورمونو په سپارلو سره د پناه غوښتنه کوي.
پناه غوښتونکي باید د جینوا د کنوانسیون پر بنسټ اسناد، مدارک او دلایل ولري، لکه د نژاد، توکم، مذهب، مذهب او په سیاسي او ټولنیزو ډلو کې د غړیتوب لاملونه او دا چې دوی د اصلي هېواد او حکومت له لوري تعقیب شوي. په ایټالیا کې د پناه غوښتنې د دلایلو په اړه توضیحات په لاندې ډول دي:
  • سیاسي دلایل: په دې ډله کې هغه پناه غوښتونکي شامل دي چې د خپل هېواد له حکومت یا واکمنې ډلې سره ستونزې لري او د دې دلیل لپاره مطلوب یا محاکمه کېږي.
  • ټولنیز لاملونه: په دې ډله کې هغه پناه غوښتونکي شامل دي چې په خپل هېواد کې له ټولنیزو حقونو څخه بې برخې دي او د ځینو دلایلو له امله د بشري حقونو د قوانینو خلاف ځورول شوي لکه په ځینو ټولنیزو ډلو کې غړیتوب.
  • قومي لاملونه: په دې ډله کې هغه پناه غوښتونکي شامل دي چې په خپل هېواد کې د قومي لږکیو څخه دي او د خپل توکم په اړه اساسي حقونه نه لري.
  • مذهبي لاملونه: په دې ډله کې بیا هغه پناه غوښتونکي شامل دي چې په خپل هېواد کې د مذهبي اقلیتونو څخه دي او د خپل مذهب په اړه اساسي حقونه نه لري.
  • د جنسیت اړوند دلایل: هغه خلک چې د خپل جنسي تمایل له امله له طبیعي حقونو څخه بې برخې شوي یا ځورول کېږي کولی شي د دې دلیلونو لپاره د پناه غوښتنه وکړي.
  • ژوند ته ګواښونه: لکه شکنجه، ځورونه، د مرګ سزا او اعدام هم له هغو دلایلو څخه دي چې یو کس کولای شي په ایټالیا کې د پناه غوښتنه وکړي.

څنګه غوښتنه وکړئ (How to Apply)؟

د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت په دې هېواد کې د پناه غوښتنې د کړنلارې د تشريح لپاره يو لارښود کتاب چې د ايټالوي، انګريزي او فارسي ژبو په ګډون په بېلابېلو ژبو خپور کړی دی، چې دا لیکنه يې پر بنسټ برابره شوې ده.
د پناه غوښتنې، دې هېواد ته د ننوتلو له وخت څخه د دایمي استوګنې تر لاسه کولو پورې، ټولټال ۷ پړاوونه شته، چې موږ به یې لومړی په لنډه توګه او بیا په تفصیل سره په راتلونکو کرښو وڅېړو:
لومړی پړاو: لنډمهاله استوګنه
دویم پړاو: د پناه غوښتنې اعلان
درېیم پړاو: د پناه غوښتونکو بایومتریک
څلورم پړاو: د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک
پنځم پړاو: له سیمه­ایز کمیسیون سره مرکه
شپږم پړاو: د کمیسیون پرېکړه
اووم پړاو: په ایټالیا کې دایمي استوګنه

د پناه غوښتنې کړنلارې

لومړی پړاو: لنډمهاله استوګنه

ډېری هغه خلک چې ایټالیا ته ننوځي داسې خلک دي چې غواړي له دې هېواد څخه تېر شي او نورو اروپايي هېوادونو ته ورسېږي. خو د هغو فشارونو له امله چې نورو اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو په اړه د ايټاليا پر حکومت اچولي دي، د دغه هېواد حکومت ژمنه کړې چې نورو هېوادونو ته د خلکو د ورتګ مخه ونيسي. ځکه نو د ايټاليا حکومت ټول هغه پناه غوښتونکي چې ايټاليا ته ننوځي بيا په دغه هېواد کې یې مېشتوي.
له همدې امله، کله چې تاسو دغه هېواد ته ورسېږئ، د ایټالیا پولیس به تاسو د کډوالو په ځانګړو پنډغالو یا د کډوالو د استوګنې په مرکزونو کې ځای پر ځای کړي. په دې پنډغاليونو کې، د استوګنې سربېره له، تاسو ته د کډوال په توګه د ثب کولو او د کډوالۍ اعلان وړاندې کولو کې اسانتیاوې برابرې شي.

دویم پړاو: د پناه غوښتنې اعلان

په ایټالیا کې د پناه غوښتونکو لپاره په یوه پنډغالي یا د استوګنې په مرکزونو کې له لنډې مودې استوګنې وروسته، تاسو کولی شئ اړه سرحدي پولیسو ته په لیکلې بڼه خبر ورکړئ. که تاسو دمخه په ایټالیا کې یاست، تاسو کولی شئ د پولیسو په مرکز (Questura) کې د کډوالو دفتر ته لاړ شئ او د اداري بهیر له لارې د پناه غوښتنه وکړئ.
تاسو د نړیوال خوندیتوب لپاره په شفاهي یا په خپله ژبه کې په لیکلي ډول پناه اعلان کړئ  او یو ژباړونکی به له تاسو سره مرسته وکړي او که چیرې ستاسو د ژبې لپاره ژباړونکی شتون ونه لري، د پولیسو مرکز (Questura)  به ستاسو لپاره ژر تر ژره د ملاقات وخت وټاکي.
د جینوا کنوانسیون د اصولو له مخې، دا ستاسو حق دی چې د پناه غوښتنه یا اعلان وکړئ ، او کویسټورا او سرحدي پولیس نه شي کولی تاسو له دې حق څخه محروم کړي. په ټوله کې به، پولیس تاسو ته اجازه درکړي چې ستاسو د کډوالۍ اعلان پاڼه وسپارئ. د پناه غوښتنې دا اعلان به د رسمي پناه اخیستنې غوښتنلیک و نه ګڼل شي، ځکه چې دا په یو ډول د پناه غوښتونکي په توګه د ثبت پړاو دی ترڅو هغه هېواد وټاکي چې ستاسو د پناه غوښتنې د ارزولو مسولیت لري. کله چې تاسو د پناه غوښتنه وکړئ، د پولیسو ماموریت کېدی شي ستاسو د ګوتو نښان واخلي یا ستاسو د بایومیټریک معلوماتو راټولولو لپاره بل وخت وټاکي.
دې وروستیو کې ایټالیا ته رسیدلي او یا هم له وړاندې په ایټالیا کې دي حق لري چې د کډوالو د استوګنې په مرکزونو کې پاتې شي.

درېیم پړاو: د پناه غوښتونکو بایومیټریک

د نړۍوال خوندیتابه پر بنسټ ستاسو د پناه غوښتنې وروسته به پولیس ستاسو شخصي معلومات ثبت کړي او ستاسو د ګوتو نښانونه (بایومیټریک) به و کړي.
د ایټالیا پولیس ستاسو هویت د شخصي معلوماتو ثبتولو، عکسونو او د ګوتو د نښو په اخیستلو (fotosegnalamento) پېژني. همدارنګه، پولیس به له تاسو څخه وغواړي چې خپل پاسپورت او د هویت نور اسناد لکه پېژندپاڼه او د زېږون کارت له دوی سره شریک کړئ.
چارواکي به ستاسو د ګوتو نښې واخلي او بیا به دا معلومات د EURODAC له سیسټم سره به یې شریک کړيي کوم چې د اروپايي هېوادونو په کچه د پناه غوښتنې د پنډغالو د ګوتو د نښو پرتلیزکمپیوټري سیسټم دی. که وموندل چې تاسو په بل اروپايي هېواد کې بایومیټریک شوي یاستئ، نو د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د ډوبلین  ډلې ته به یوه غوښتنه واستول شي  ترڅو معلومه کړي چې کوم هېواد ستاسو د پناه غوښتنې د څېړلو مسولیت لري.
کله چې پولیس ستاسو بایومټریک وکړي، دوی به تاسو ته یوه پاڼه درکړي چې د پولیسو مرکز(Questura)  سره د راتلونکېلیدنې وخت  بله پکې ټاکل شوی وي، ترڅو ستاسو د پناه غوښتنلیک رسمي کړي.
په ایټالیا کې د اعتبار وړ پته نه درلودل باید د پناه غوښتنې پر حق اغیزه ونه کړي. په هرصورت، په تېرو وختونو کې، د پولیسو یو شمیر مرکزونو د کور یا هوټل د قرارداد د شواهدو نشتوالي له امله د پناه غوښتنلیکونه رد کړي. که داسې څه تاسو سره پېښ شي، موږ وړاندیز کوو چې تاسو له وکیل سره اړیکه ونیسئ.

څلورم پړاو: د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک

وروسته له دې چې دا معلومه شوه چې ایټالیا ستاسو د پناه غوښتنې د څیړنې مسولیت لري، تاسو ته به په دې اړه خبر درکړل شي. تاسو ته د پولیسو مرکز (Questura) د کډوالۍ څانګې ته لاړ شئ او د پناه غوښتنې رسمي فورم ډک کړئ (Modello C3) او د پولیسو مرکز د کډوالو څانګې ته یې وسپارئ.
د C3 فورم ډکولو لپاره به، د پولیسو مرکز ستاسو د شخصي معلوماتو، ستاسو کورنۍ، د لارې او د هغه دلیلونو په اړه پوښتنه وکړي چې له امله یې تاسو له خپل اصلي استوګنځي څخه تښتېدلي یاست. همدارنګه، تاسو کولی شئ هر هغه سند ښکاره کړئ چې ستاسو دریځ ثابتولی شي. تاسو کولی شئ له یو ژباړونکي څخه د مرستې غوښتنه وکړئ ترڅو فورم ډک کړي او د چارواکو سره پوه شي.
پولیسو مرکز(Questura)  به تاسو ته دC3 فورم او د هغو اسنادو یوه کاپي درکړي چې تاسو وړاندې کړي، یا تاسو پخپله د دوی څخه غوښتنه کولی شئ.

د C3  فورم څه شی دی؟

د C3 فورم داسې یو فورم دی چې له لارې یې پناه غوښتونکي په رسمي ډول د ایټالیا حکومت څخه د پناه غوښتنې غوښتنه کوي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د پناه غوښتنې رسمي غوښتنلیک یا فورم C3 ډک کړئ. ياده بڼه غوښتنپاڼه د 'foglio notizie'  فورم څخه توپير لري. د Foglio notizie فورم هغه پاڼه ده چې ځینې پولیس ماموریتونه یې معمولا د پېژندنې د ثبت کولو بهیر په لړ کې له تاسو د C3 فورم له چمتو کولو دمخه له د ډکولو غوښتنه کوي. پولیس (foglio notizie) فورم د دې لپاره کاروي ترڅو اقتصادي کډوال له پناه غوښتونکو سره وپېژني. که تاسو پناه غواړئ، هیڅکله 'کار' او 'مطالعه' مه انتخابوئ، خو نړیوال خوندیتوب، پناه یا 'نور دلایل' غوره کړئ. که دوی تاسو یو اقتصادي کډوال ومومي، دوی به ستاسو د نړیوال خوندیتوب غوښتنه رسمي نه کړي او د ایستلو حکم به مو صادر کړي.
کله چې تاسو د C3 فورم ډک او حکومت ته یې د ثبت په موخه وسپارئ نو ستاسو د پناه غوښتنه رسمي شوې ده.

د استوګنې اجازه

د پناه غوښتنې ازونې په لړ کې، تاسو حق لرئ چې په ایټالیا کې د شپږو میاشتو د استوګنې اجازه لیک ( Permesso di Soggiorno per Richiesta Asilo ) لرلو سره پاتې شئ. د پولیسو مرکز (Questura) به تاسو ته د دې جواز د صادرولو لپاره د لیدنې کتنې وخت درکړي. ددې لیدنې وخت ټاکل ممکن ستاسو د تمې خلاف څخه څو میاشتې یا ډېر وخت ونیسي. که تاسو د ډوبلین قضیه ولرئ، نو تاسو به د دې پرځای د ډوبلین د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

د پولیسو مرکز سره د لیدنې وخت

په ټوله کې، د پولیسو مرکز تاسو ته د دوی سره د ملاقات خبر ورکوي او تاسو باید په ټاکل شوي وخت او ځای کې ملاقات ته حاضر شئ. د پولیسو مرکز ستاسو د سفر او ملاقات لپاره پیسې نه درکوي.
 که تاسو د استوګنې په یوه مرکز کې اوسېږئ، هغه اداره چې دغه مرکز سمبالوي له تاسو سره به مرسته وکړي چې ستاسو د لیدنې وخت برابر او ترلاسه کړئ. که تاسو د پولیسو مرکز ته د رسیدو لپاره اوږده سفر کوئ، تاسو باید د خپل ټرانسپورټ تنظیم کړئ یا له هغو نادولتي موسسو څخه مرسته ترلاسه کړئ چې په سرحدي سیمو کې کار کوي.

اړین اسناد

  • د سفر اړوند اسناد لکه ټکټونه یا د الوتکې ټکټونه او نور شیان چې دا ثابتوي چې تاسو دې هېواد ته څنګه سفر کړی دی؛
  • معتبر پاسپورت؛
  • تذکره؛
  • د زېږون کارت، که اړتیا وي، د ماشومانو د زېږون کارتونه؛
  • د واده لرلو په صورت کې نکاح خط؛ او
  • کوم نور اسناد چې تاسو فکر کوئ ستاسو د غوښتنلیک سره به مرسته وکړي.
ایټالیا کې ستاسو د پناه غوښتنې د غوښتنلیک او ارزونې په هره مرحله کې ممکن اړینو اسنادو ته اړتیا وي.

پنځم پړاو: له سیمه ایز کمیسیون سره مرکه

C3 فورمې  ډکولو وروسته، ستاسو د پناه غوښتنه به سیمه ایز کمیسیون (Territorial Commission) ته راجع کېږي، کوم چې د غوښتنې بیاکتنې، مرکه کولو، ارزونې او ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه کولو مسولیت لري.
ستاسو د پناه غوښتنې د رسمي کولو وروسته، تاسو باید د ستاسو د "نړیوال خوندیتوب" د رسميت پېژندې لپاره انتظار وکړئ تر څو سیمه ایز کمیسیون ته د مرکې لپاره و بلل شئ.
سیمه ایز کمیسیون ستاسو د پناه غوښتنې دوسیې ارزونه پر غاړه لري او پر بنسټ یې پرېکړه کوي چې تاسو ته نړیوال خوندیتوب درکړي که نه. سیمه ایز کمیسیونونه د ایټالیا په اصلي ښارونو کې موقعیت لري. د سیمه ایزو کمیسیونونو بشپړ لیست لیدلو لپاره په دې لینک کلیک وکړئ.

د مرکې د وخت په اړه څخه څنګه پوهېږم؟

که تاسو د استوګنې په مرکز کې اوسئ، د پولیسو ماموریت د مرکز چارواکو سره اړیکه ونیسئ، دوی به ستاسو د مرکې د وخت په اړه تاسو ته خبر در کړي.
که تاسو د استوګنې له مرکز څخه وتلي یاست یا یواځې ژوند کوئ، خپله نوې پته د پولیسو مرکز سره شریکه کړئ. تاسو کولاید دروازې  پر زنګ خپل نوم ولیکئ؛ ځکه چې تاسو به هلته د کمیسیون سره د مرکې لپاره د ملاقات لپاره یو لیک ترلاسه کړئ.

مرکه څومره وخت نیسي؟

د ایټالیا د قانون له مخې، سیمه ایز کمیسیون به د مرکې غوښتنې ترلاسه کولو وروسته د ۳۰ ورځو کې دننه له غوښتونکي سره مرکه وکړي او په دې اړه پرېکړه په ۳ کاري ورځو کې کېږي؛ خو په عمل کې، دا هېڅکله دومره ژر پرېکړه نه کېږي. د مرکې لپاره اړین وخت توپیر لري، او هغه خلک چې خپل غوښتنلیکونه یې په ورته وخت کې لېږلي دي ممکن په مختلفو وختونو کې ورسره مرکه وشي.
په هرصورت، ځینې قضیې شته چې کمیسیون یې ممکن د لومړیتوب له مخې په پام کې ونیسي؛ خو داسې هغه مهال کېږي کله چې:
  • ستاسو د پناه غوښتنلیک بریالی ښکاري؛
  • تاسو د یو زیان منونکي پېښې په توګه پیژندل کېږئ، په ځانګړې توګه که تاسو یو بې سرپرسته ماشوم یا ځوان یاست؛ یا
  • سیمه ایز کمیسیون کولی شي د ارزونې بهیر ګړندۍ پلي کړي؛ د بېلګې په توګه، که تاسو له اصلي هېواد څخه راغلی یاست  او د بېرته ستنېدنې په یو مرکز (CPR) کې یاست، یا کله چې تاسو د پولیسو لخوا ودرول شي او بیا د پناه غوښتنه وکړئ.
د شونتیا په صورت، هغه کس چې له تاسو سره مرکه کوي، کېدی شي له تاسو سره د ورته جنس څخه وي. د مرکې وروسته به، مرکه کوونکی افسر ستاسو قضیه د سیمه ایز کمیسیون نورو غړو ته وړاندې کړي او دوی به په ګډه ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي.
په ټوله کې، خلک د مرکې لپاره د خپل C3 فورمله  ډکولو وروسته له ۶ میاشتو څخه تر یو کال پورې انتظار کوي.

شپږم پړاو: د کمیسیون پرېکړه

سیمه ایز کمیسیون ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د پرېکړې مسولیت لري. دا کمیسیون، له اصلي مرکې وروسته چې له پناه غوښتونکو سره یې کوي، په عمومي ډول له ۲ تر ۶ میاشتو او په ځینو پېښو کې تر ۹ میاشتو او ان له یو کال څخه زیات وخت کې به تاسو ته خپله پرېکړه اعلان کړي.
هر هغه څوک چې په ايټاليا کې وي او احساس وکړي چې په خپل هېواد کې له خطر سره مخامخ دی او ځورول کېږي، کولای شي د اړوندو اسنادو په وړاندې کولو سره د ايټاليا له حکومت څخه نړيوال خوندیتوب ترلاسه کړي.
هغه پریکړې چې سیمه ایز کمیسیون یې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه کوي په لاندې ډول دي:
  • د کډوالۍ حیثیت ورکول: که تاسو د نژاد، قومیت، مذهب یا دین، سیاسي نظرونو یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې سره د تړاو له امله له ځورونې څخه تښتیدلی یاست.
  • تضمین ورکول: که تاسو د کډوالۍ شرایط پوره نه کړئ، خو تاسو خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو له امله جدي خطر سره مخ یاست، لکه د مرګ جزا، شکنجه، غیر انساني چلند یا سپکاوی، یا د وسله والې جګړې له امله ژوند ته ګواښ.
  • د ځانګړي خوندیتوب ورکول: که تاسو د کډوالۍ د وضعیت او تضمین خوندیتوب معیارونه پوره نه کړئ، خو که تاسو خپل هېواد ته بېرته ستانه شئ، تاسو د ربړول کېدو، شکنجې، غیر انساني چلند یا سپکاوي سره مخ یاست او ستاسو او یاستاسو د کورني ژوند ته د ګواښ امکان شتون لري.
  • د غوښتنلیک رد کول: که کمیسیون ارزونه وکړي چې تاسو د هېڅ ډول خوندیتوب شرایط نه دي پوره کړي. په ځینو پېښو کې، کمیسیون ممکن ستاسو غوښتنه د بې بنسټه لاملونو له امله رد کړي.
  • ټولنیز خوندیتوب: که غوښتنه رد شي، کمیسیون به ستاسو قضیه د پولیسو څانګې ته واستوي، او که دا ثابته شي چې تاسو د انساني قاچاق یا اجباري کار قرباني یاست، تاسو ته به " ټولنیز خوندیتوب" درکړل شي.
۳۰ ورځو دننه، دننه استیناف غوښتنه کولای شئ. که کمیسیون ستاسو غوښتنلیک "په ښکاره ډول بې بنسټه" دلیل په توګه رد کړي ، تاسو به د استیناف غوښتنې د ثبتولو لپاره ۱۵ ورځې وخت لرئ.
که چیرې د یو کس د پناه غوښتنه په هیڅ ډول تایید نه شي، له هغه څخه به وغوښتل شي چې ایټالیا پرېږدي.

پرېکړه څنګه اعلانېږي؟

که تاسو د استوګنې په مرکز کې استوګن یاست، کمیسیون به ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه له مرکز سره شریکه کړي او د مرکز چارواکي به تاسو ته د پرېکړې خبر درکړي.
که تاسو د استوګنې له مرکز څخه بهر اوسېږئ، له کمیسیون څخه وغواړئ چې پرېکړه ستاسو شخصي پتې ته در واستوي. دا ډېره مهمه ده چې هرکله چې تاسو خپل پته بدلوئ نو د پولیسو سټیشن Questura باخبر وساتئ تر څو دوی وکولی شي تل تاسو سره اړیکه ونیسي.

اووم پړاو: په ایټالیا کې دایمي استوګنه

په ایټالیا کې د استوګنه په شرایطو او د کډوالۍ حالت پورې اړه لري چې تاسو په دې هېواد کې درکړل وی دی. که څه هم تاسو په ایټالیا کې د پناه غوښتنه کړې، نړیوال خوندیتوب یا بل ډول خوندیتوب مو ترلاسه کړی، تاسو حق لرئ چې په ایټالیا کې ژوند ته دوام ورکړئ او ډاډه اوسئ چې تاسو به بېرته خپل هېواد ته ستانه نه شئ.
که د ایټالیا حکومت ستاسو د پناه غوښتنې سره هوکړه وکړي ، حکومت به تاسو ته لنډمهال استوګنځی درکړي او دا د حکومت مسؤلیت دی چې ساتنه مو وکړي او خدمتونه درته در وړاندې کړي. له دې وروسته، تر دې وروسته اجازه لرئ چې په ایټالیا کې د پناه غوښتونکي په توګه کار او ژوند وکړئ.
په ټولیز ډول، لږترلږه ۵ کاله باید په ایټالیا کې ستاسو د قانوني استوګنې څخه تیر شوي وي ترڅو د دایمي استوګنې لپاره وړ واوسئ. په ایټالیا کې د ۵ کلونو دایمي استوګنې او ژوند کولو وروسته، تاسو کولی شئ د دې هېواد تابعیت او پاسپورټ لپاره غوښتنه وکړئ. د دايمي استوګنې او پاسپورت د ترلاسه کولو په وخت کې، ځينې اړین ټکي لکه د ايټالوي ژبې پوهه، د ايټالوي ټولنې سره سم سمون او له ايټالوي قوانینو سره ستاسو بلدتیا او پرې پوهه به وڅيړل شي. همدارنګه ، مخکې له دې چې د دایمي استوګنه درکړل، د ایټالیا حکومت ډاډ غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو په دې هېواد کې هیڅ جرم نه دی کړی او خپله مالیه مو په سمه او بشپړ ډول ور کړې ده.
د ډېری اروپايي هېوادونو په پرتله د ایټالیا تابعیت ترلاسه کول خورا ساده کار دی. بسنه کوي چې په دې هېواد کې د ۵ کلونو لپاره لنډمهاله استوګنه ولرئ او د یوې ټاکلې مودې له پای ته رسېدو وروسته به ستاسو د استوګنې ډول په اتوماتيک ډول د ایټالیا پر تابعیت بدل شي.
غوښتونکی کولی شي په ایټالیا کې د استوګنې او ژوند کولو له لارې د هېواد په معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. په دې هېواد کې د ژوند کولو سره، به تاسو د ټیټو لګښتونو سره د لوړ ژوند اسانتیاو څخه خوند واخلئ. غوښتنلیک سپارونکي باید د هېواد د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره د اوږدې مودې لپاره انتظار وکړي، خو که دوی وکولی شي په هېواد کې د دایمي استوګنې ځای ترلاسه کړي، ډېرې ګټې به یې ترلاسه کړي. په ایټالیا کې د دایمي استوګنې او په پای کې د دې هېواد پاسپورت ترلاسه کولو یوه ګټه دا ده چې ترلاسه کوونکي د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې پرته له کوم محدودیت څخه شاوخوا ۶ میاشتې سفر او ژوند وکړي. ایټالیا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې له یو څخه ډېر تابعیتونه ولري، نو غوښتونکي کولی شي په اسانۍ سره د خپل لومړي تابعیت په ساتلو سره بل تابعیت هم ترلاسه کړي، او د ایټالیا تابعیت ترلاسه کړي.

مرسته او مشوره