د ایرلنډ د لوړو زده کړو ادارې (HEA) د ۲۰۲۳ کال لپاره د دې هېواد د حکومت د نړیوالو بورسیو (GOI-IES) پروگرام پیل کړی دی. دا بورسیې د ماسټرۍ او ډوکتورا په کچه د نړیوالو زده کوونکو لپاره دي چې افغان محصلین هم کولای شي له دې فرصت څخه په گټې اخیستنې د ایرلنډ حکومتي بورسونو لپاره غوښتنه وکړي.
د ایرلنډ حکومت وړ نوماندانو ته په بېلابېلو پوهنتونو کې بورسونه وړاندې کوي چې د دې هېواد کې د لوړو زده کړو موسسو څخه یې د زده کړو وړاندیزونه (Offer) ترلاسه کړي وي او غواړي د ماسټرۍ یا دوکتورا په کچه زده کړې وکړي.
عمومي معلومات
- د سکالرشیپ کوربه هېواد: ایرلنډ
- تمویل کوونکی: د ایرلنډ حکومت
- د زده کړو کچه: لیسانس، ماسټري او دوکتورا
- د بورسونو شمېر: ۶۰
- وړتوب: نړیوال محصلین
- وروستۍ نېټه: د مارچ ۲۴، ۲۰۲۳
- موده: د ماسټرۍ لپاره یو کال او د دوکتورا لپاره ۳-۴ کلونه
- پوهنتونونه: په ایرلنډ کې بېلابېل پوهنتونونه
د ایرلنډ حکومتي بورسونو گټې
- د یوه بشپړ تحصیلي کال لپاره د ۱۰۰۰۰ یورو سکالرشپ
- د زده کړې له بشپړ فیس څخه معافیت
- د لیلیې اسانتیاوې
- د لوړو زده کړو په موسسو کې د نوم لیکنې د نورو لگښتونو نه شتون
شرایط
- له اروپايي هېوادونو څخه پرته د نړۍ د نورو هېوادونو وړ زده کوونکي کولی شي دغو سکالرشیپونو لپاره غوښتنه وکړي.
- نوماندان باید د یو غیر اروپايي هیېاد اصلي یا اوسني اوسېدونکي وي.
- د غوره استعداد درلودل (اکاډمیک، شخصي، مسلکي او تخلیقي).
- د ارتباط غوره مهارتونه ولرئ.
- عملي فعالیتونه یې کړي وي (لکه بشردوستانه کار، محلي یا ملي یا نړیوال سیاست، هنر او سپورت).
- د اړیکو غوره وړتیاوې.
- په ایرلنډ کې د خپلو زده کړو د دوام لپاره یو زړه راښکونکی دلیل ولرئ، دا په ډاگه کوي چې څنگه GOI-IES د دوی اوږدمهاله موخو سره سمون لري.
- HEA د تحصیلي ترلاسه کونکي غوره کولو پر مهال د جنسیت توازن په پام کې نیسي.
د زده کړو څانگې او پوهنتونونه
د ایرلنډ حکومت بورسونه ټولې تحصیلي څانگې رانغاړي، کومې چې په مختلفو پوهنتونونو کې تدریس کیږي. د زده کړو څانگې او کوربه پوهنتونونو پوهېدو لپاره ، په دې لینک کلیک وکړئ.
اړین اسناد
- اکاډمیکې لاسته راوړنې، مسلکي تجربه یا دواړه؛
- تصدیق شوی تحصیلي ټرانسکریپټ؛
- دوه سپارښت لیکونه یا د مرجع لیکونه (Recommendation/Reference Letters)؛ او
- د هڅونې لیک یا د ارادې لیک (Motivation Letter/Letter of Intent).
د ژبې مهارت
د ایرلنډ په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د تعقیب لپاره، تاسو د انگلیسي ژبې ازموینې لکه TOEFL یا IELTS پایلې ته اړتیا نه لرئ. په ورته وخت کې، زده کونکي باید پوه شي چې د ایرلنډ په پوهنتونونو کې تدریس په انگلیسي ژبه کېږي.
څنگه غوښتنلیک وسپارم (How to Apply)؟
د ایرلنډ حکومت سکالرشیپونو لپاره غوښتنلیک سپارنې لپاره ، لاندې مرحلې تعقیب کړئ:
لومړی پړاو: د وړ پوهنتون لخوا وړاندیز شوي د ماسټرۍ یا دوکتورا پروگروام لپاره غوښتنه وکړئ. د زده کړو د څانگې موندلو لپاره د پوهنتونونو لیست وکاروئ. هر مطلوب پروگرام پاڼه د خپل پروگرام سره د نښلېدو پورټل لینک لري.
دویم پړاو: د انلاین غوښتنلیک ډکولو سره د ایرلنډ حکومت سکالرشپ برنامې لپاره غوښتنه وکړئ.
د غوښتنلیک لېږلو او راجسټریشن لپاره وروستۍ نیټه
د غوښتنلیک وروستۍ نیټه د ۲۰۲۳ د مارچ ۲۴ ده. بریالي نوماندان کولی شي خپلې زده کړې د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر یا اکتوبر میاشت کې پیل کړي.
مرسته او مشوره
د ایرلنډ حکومت بورسونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره ، تاسو کولی شئ د ایرلنډ حکومت لوړو زده کړو ادارې وېبپاڼه وگورئ. همدارنگه، د لازیاتو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د دې لینک څخه د ایرلنډ د لوړو زده کړو ادارې سره اړیکه ونیس، info@hea.ie ته برېښنالیک واستوئ یا ۳۵۳۱۲۳۱۷۱۰۰+ شمېرې ته زنگ ووهئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.