Asylum_process-02.png
فنلنډ د کډوالو د وضعیت په تړاو د ۱۹۵۱ کال د جنیوا کنوانسیون له غړیو هېوادونو څخه دی او له همدې امله له فنلنډي اتباعو پرته د افغانانو په ګډون نورو نړیوالو ته په ځانګړو شرایطو سره پناه ورکوي.
په فنلنډ کې د پناه غوښتنې له لارې د استوګنې ترلاسه کولو لپاره تاسو باید دې هېواد ته ورشئ او د فنلنډ دننه د پناه غوښتنې غوښتنلیک وسپارئ. په هېڅ حالت کې تاسو نه شئ کولی د فنلنډ څخه بهر خپل غوښتنلیک ثبت یا واستوئ.
تاسو باید د پناه غوښتنې لپاره قانع کوونکي دلایل ولرئ. په فنلنډ کې د پناه غوښتنې لپاره تاسو باید په خپل هېواد یا د اوسېدو ځای کې د نژاد، مذهب، تابعیت، سیاسي نظرونو له امله د ځورونې وېره مطرح کړئ. سربېره پر دې، تاسو اړ یاست چې د فنلنډ د کډوالۍ ادارې چارواکو ته اړین اسناد او شواهد وړاندې کړئ او هغوی قانع کړئ چې تاسو د فنلنډ د پناه غوښتنې شرایط پوره کړي دي.
دا چې یو شمېر افغانان له بېلابېلو لارو فنلنډ ته رسېدلي او یا هم فنلنډ ته د رسېدو په هڅه کې دي، خو د پناه غوښتنې له لاروچارو او دغه هېواد ته د رسېدو له خطرونو سره بلد نه دي، په دې لیکنه کې به یې پر شرایطو رڼا واچوو او څېړنه به یې وکړو. د پناه غوښتنې پړاوونه او همدارنګه په فنلنډ کې د پناه غوښتنې ګټې او ننګونې په راتلونکو کرښو کې ولولئ.

په فنلنډ کې د پناه غوښتنې شرایط

د فنلنډ د پناه غوښتنې شرایط داسې دي چې پناه غوښتونکي باید دغه هېواد ته ننوتي وي. فنلنډ ته د رسېدو په لومړیو کې پناه غوښتونکي باید د پولیسو لنډ ماموریت ته لاړ شي او د دې هېواد حکومت ته د خپلې پناه غوښتنې اعلان وکړي، خپل د غوښتنلیک فورم او نور اړونده فورمونه وسپاري.
پناه غوښتونکي باید د جینوا د کنوانسیون پر بنسټ اسناد او دلایل ولري لکه د نژاد، توکم، مذهب، عقیدې او په سیاسي او ټولنیزو ډلو کې د غړیتوب له امله له خطر سره مخ کېدنه او دا چې دوی د خپل هېواد او حکومت لخوا تعقیب شوي. په فنلنډ کې د پناه غوښتنې د دلایلو په اړه توضیحات په لاندې ډول دي:
  • سیاسي دلایل: په دې ډله کې هغه پناه غوښتونکي شامل دي چې د خپل هېواد له حکومت یا واکمنې ډلې سره سیاسي ستونزې لري او د دې دلیل لپاره مطلوب یا محاکمې وړ ګڼل کېږي.
  • ټولنیز لاملونه: په دې ډله کې هغه خلک شامل دي چې په خپل هېواد کې د بشري حقونو د قوانینو خلاف له ټولنیزو حقونو څخه بې برخې دي او د ځینو دلایلو له امله ځورول شوي لکه په ځینو ټولنیزو ډلو کې غړیتوب.
  • قومي لاملونه: دا ډول لاملونه په هغو خلکو پورې اړه لري چې په خپل هېواد کې د قوي اقلیتونو څخه دي او د خپل ځانګړي توکم له امله اساسي حقونه نه لري.
  • مذهبي لاملونه: دا ډول لاملونه په هغو خلکو پورې اړه لري چې په خپل هېواد کې د مذهبي اقلیتونو څخه دي او د خپل مذهب اړوند بنسټیز حقونه نه لري.
  • د جنسیت اړوند دلایل: هغه خلک چې د خپل جنسي تمایل له امله له طبیعي حقونو څخه بې برخې شوي یا ځورول کېږي کولی شي د دې دلیلونو لپاره د پناه غوښتنه وکړي.
  • ژوند ته ګواښونه: لکه شکنجه، ځورونه، د مرګ سزا او اعدام له هغو دلایلو څخه دي چې یو کس کولای شي په فنلنډ کې د پناه غوښتنه وکړي.

څنګه  غوښتنه وکړئ (How to Apply) ؟

په فنلند کې د پناه غوښتنې د لارښود له مخې چې د فنلند د کډوالۍ خدمتونو په وېبپاڼه کې ډاګیز شوی، دې هېواد ته د ننوتو له وخت څخه د دایمي استوګنې تر لاسه کولو پورې پناه غوښتنې ټولټال شپږ (۶) پړاوونه شته چې دلته یې لومړی په لنډ ډول در شمېرو او وروسته د لیکنې په لړ کې پرې په بشپړ ډول رڼا اچوو.
لومړی پړاو: د غوښتنلیک سپارل
دویم پړاو: لنډمهاله استوګنه
درېیم پړاو: د غوښتنلیک ارزونه
څلورم پړاو: د پناه غوښتنې مرکه
پنځم پړاو: د پناه غوښتنې په تړاو پرېکړه
شپږم پړاو: په فنلنډ کې دایمي استوګنه

د پناه غوښتنې پړاوونه

لومړی پړاو: د غوښتنلیک سپارل

که د فنلنډ په پولو یا خاورې ته رسېدلي یاست، تاسو کولی شئ په فنلنډ کې د پناه غوښتنه وکړئ. د پناه غوښتنې لپاره کوم جلا فورم نه شته چې تاسو یې مخکې له مخکې ډک کړئ. دا په دې مانا ده چې تاسو نه شئ کولی د فنلنډ څخه بهر یا د فنلنډ د سفارت یا قونسلګرۍ له لارې غوښتنه وکړئ.
له همدې امله، کله چې تاسو فنلنډ ته ننوځئ، سملاسي سرحدي افسر یا پولیسو ته خبر ورکړئ چې تاسو غواړئ د پناه غوښتنه وکړئ. د پولې ساتونکي یا پولیس افسر تاسو د پناه غوښتونکي په توګه ارزوي، ستاسو لومړني معلومات ثبتوي او ستاسو انځور او د ګوتو نښان اخلي.

له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي

د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي باید د فنلنډ پولې ته د رسېدو سره سم پولیسو یا د فنلنډ د کډوالۍ خدماتو مامورینو یا اړوندو چارواکو ته خبر ورکړي. که تاسو د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکی پناه غوښتونکی یاست او فنلنډ ته پرته له سرپرست څخه راغلی یاست، تاسو ته به یو استازی وګمارل شي. په داسې حال کې چې د کډوالۍ دفتر ستاسو قضیه پر مخ وړي، ستاسو استازی چې یو باوري بالغ شخص دی، له تاسو سره ستاسو د چارو په اداره کولو کې مرسته کوي. کله چې تاسو اړ یاست له چارواکو سره خبرې وکړئ، نو استازی به له تاسو سره شتون ولري. سربېره پر دې، استازی به وګوري چې تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ سره یوځای شئ او که نه. په ورته وخت کې تاسو د کور، خواړو، روغتیایی خدمتونو او ښوونځي ته د تګ حق لرئ.

د پناه غوښتونکو د ژوند ملګرې او ماشومان

که تاسو د پناه غوښتنې په نیت د فنلنډ خاورې ته داخل شوي یاست او ژوندملګرې او ماشومان لرئ نو کله چې تاسو د پناه غوښتونکي په توګه ځان ثبتوئ او دوی ستاسو سره وي یا په بل هېواد کې مېشت وي، نو تاسو باید د دوی اړوند اړین معلومات چمتو کړئ او د کډوالۍ په اداره کې یې ارومرو یادونه وکړئ. ډاډ ترلاسه کړئ، که له تاسو سره مو مېرمن یا مېړه او ماشومان حاضر وي، دوی هم په غوښتنلیک کې شامل دي.

دویم پړاو: لنډمهاله استوګنه

وروسته له دې چې اړوندو چارواکو ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنه ترلاسه کړه، تاسو به د پناه غوښتونکو د هرکلي لپاره ځانګړي پنډغالي ته یوړل شئ. تاسو کولی شئ په پنډغالي کې تر هغه مهاله ژوند وکړئ تر څو چې د کډوالۍ اداره ستاسو قضیه وڅېړي.
په پنډغالي کې د منل شويو کډوالو مېشتېدنه او ځای د عمر، جنس او نورو شرایطو په پام کې نیولو سره د کډوالو د استوګنې په مرکز کې ټاکل کېږي.
له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي او د سرپرست پرته په ماشومان په ­ډله­ایز کور یا د استوګنې په واحد کې ځای پرځای کېږي. البته، دا به تل داسې نه وي چې د استوګنې ځای به تل په ورته مرکز کې ورکړل شي. ځینې وختونه دوی د شخصي وضعیت په پام کې نیولو سره، په ځانګړي کمپ کې مېشتېږي او یا د پناه غوښتنې د څرنګوالي له امله نورو مرکزونو ته لیږدول کېږي.
هغه مرکزونه چې کډوال پکې ځای پرځای کېږي د ترانزیت مرکزونه بلل کېږي. دا مرکزونه تر ډېره د فنلنډ د کډوالو چارو خدمتونو ته نږدې موقعیت لري چېرې چې د پناه غوښتنې مرکې تر
د یادولو وړ ده چې دا مرکزونه هغو خلکو ته ورکول کېږي چې په تازه فنلنډ ته رسېدلي وي او د پناه غوښتنه یې اعلان کړې وي. هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې مرکې پړاو ته رسېدلي وي، دوی به د اوسېدو بل ځای ته ولېږدول شي.
البته، تاسو کولی شئ د مهاجرینو د استوګنې له کمپ پرته په بل ځای کې ژوند وکړئ، خو په دې حالت کې، تاسو د کور لګښتونو دپرې کولو مسولیت ستاسو پر خپله غاړه دی.

اړین اسناد

کله چې تاسو ته د لنډمهاله استوګنې اجازه درکړل شي، تاسو باید ټول اړین اسناد چمتو کړئ. ستاسو اسناد ممکن ستاسو د پناه غوښتنې د بهیر په هر پړاو کې مرسته وکړي. لاندې موږ د هغو مهمو اسنادو یادونه کوو چې د پناه غوښتنې او بیاکتنې پرمهال اړین بلل کېږي:
  • د سفر اړوند اسناد لکه د الوتکې ټکټونه او نور توکي چې دا ثابتوي چې تاسو دې هېواد ته څنګه سفر کړی دی؛
  • معتبر پاسپورت؛
  • تذکره؛
  • د زیږون کارت، که اړتیا وي، د ماشومانو د زیږون کارتونه؛
  • د نکاح په صورت کې د نکاح خط؛ او
  • کوم نور اسناد چې تاسو فکر کوئ چې ستاسو د غوښتنلیک سره به مرسته وکړي.

درېیم پړاو: د غوښتنلیک ارزونه

د کډوالۍ اداره به ستاسو د پناه غوښتنلیک ارزونه وکړي او په اړه به یې پرېکړه وکړي. د کډوالو اداره ستاسو هویت او فنلنډ ته ستاسو د سفر لاره ګوري او ارزوي چې ایا تاسو په فنلنډ کې پناه ترلاسه کولی شئ او که نه.
دغه بهیر ډېر کله شپږ میاشتې وخت نیسي تر د پناه اخیستنې غوښتنلیک وڅېړل شي، خو کله کله کېدی شي څو میاشتې یا کلونه وخت ونیسي. د پناه غوښتنې وروسته، تر هغه چې ستاسو د پناه اخیستنې غوښتنلیک ارزول شوی نه وي تاسو کولی شئ په فنلنډ کې پاتې شئ. تاسو نه شئ کولی په دې وخت کې بهر ته سفر وکړئ. که تاسو سفر کوئ، اړونده چارواکي ممکن ستاسو د پناه غوښتنلیک لغوه کړي.
ستاسو د غوښتنلیک د بیاکتنې په جریان کې تاسو کولی شئ په اړونده پنډغالو کې وړیا پاتې شئ. په ټولیز ډول، هغه خلک چې په خپل اصلي هېواد کې د یادو شويو دلیلونو له امله ځورول کېږي کولی شي د پناه غوښتنې له لارې فنلنډ ته کډوال شي.

د ۱۸ څخه د کم عمرلرونکو د پناه غوښتنې ارزونه

که غوښتنلیک سپارونکی له ۱۸ کلونو څخه کم عمر ولري او غواړي چې پناه واخلي، باید یو کس د دوی لپاره د سپانسر په توګه وټاکل شي، ترڅو دوی د کډوالۍ د ګټو په تړاو اړینه دفاعیه بشپړه کړي. هغه خلک چې عمرونه یې له ۱۶ کلونو څخه کم وي د سپانسر په درلودلو سربیره کولی شي د دې هېواد په ښوونځیو کې زده کړې وکړي.

پناه غوښتونکو ته قانوني مرستې او مشورې ورکول

د پناه غوښتنې د ارزونې په اوږدو کې، کولی شئ د حقوقي مرستو دفتر سره اړیکه ونیسئ او قانوني مرسته او مشوره ترلاسه کړئ. که تاسو غواړئ د قانوني مشاور له خدماتو څخه ګټه واخلئ، د فنلنډ د کډوالۍ خدمتونو اداره کې ستاسو د قضیې د څیړلو مسؤل کس سره اړیکه ونیسئ. همدارنګه، د کډوالو د استوګنې پنډغالی به د اړتیا پرمهال له تاسو سره مرسته وکړي.
د کډوالو د مشورې خدمتونه (Pakolaisneuvonta) د هغو خلکو لپاره د سلامشورې خدمتونه هم وړاندې کوي چې په فنلنډ کې د استوګنې له اجازې پرته ژوند کوي.

د پناه غوښتونکو د ټولنیزو حقونو چمتو کول

پناه غوښتونکي تر هغه وخته پورې د فنلنډ د ټولنیز خوندیتوب حق نه لري چې د دوی غوښتنلیک تایید نه شي. دا په دې مانا ده چې تاسو نه شئ کولی له هغو خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ چې حکومت ستاسو د حقونو لپاره درکوي.
د کډوالو د استوګنې پنډغالی به تاسو ته د پناه غوښتنې پیسې یا د استوګنې لګښت درکړي. دا پیسې به ستاسو د پناه غوښتنې د ارزونې په لړ کې درکړل شي. د پناه غوښتنې پیسې لږې پیسې دي چې د نه سپمېدونکو اړینو لګښتونو لپاره دي.

ډوبلین

په اروپایی ټولنه او د سویس، ناروې، ایسلنډ او لیختنشټاین په هېوادونو کې، د پناه غوښتنې غوښتنلیک باید په لومړي هېواد کې ترسره شي چېرې چې یو څوک لومړی داخل شوی وي. که تاسو ­­فنلنډ ته له راتلو دمخه بل چېرې د پناه اخیستنې غوښتنه کړې وي یا د اروپایی ټولنې په هېوادونو کې یا په سویس، ناروې، ایسلنډ او لیخټینشټاین کې استوګن یاست، ستاسو غوښتنلیک به په فنلنډ کې په پام کې ونه نیول شي. په دې حالت کې به تاسو هغه هېواد ته واستول شئ چې تاسو فنلنډ ته د راتلو دمخه په کې مېشت وئ؛ دغه بهیر ته د ډوبلین ویل کېږي.
که تاسو د اروپایی ټولنې د غړیو هېوادونو له ډلې د یوه تبعه یاست، نو په ډېر احتمال د پناه غوښتنه ستاسو لپاره نه ده. د فنلنډ د دريځ له مخې، د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه د خپلو اتباعو لپاره خوندي دي. البته، د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادونو د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ارزول کېږي.

د مرکې تنظیمول

د کډوالۍ دفتر تاسو ته بلنه درکوي چې د پناه غوښتنې مرکې ته لاړ شئ. په دې بلنه کې د مرکې د ځای کره پته، نېټه او وخت ذکر کېږي.

څلورم پړاو: د پناه غوښتنې مرکه

د پناه غوښتنې مرکه ستاسو د پناه غوښتنې د ارزونې ترټولو مهمه برخه ده. په دې مرکه کې به له تاسو څخه د هغو پېښو او دلایلو په اړه وپوښتل شي چې تاسو یې له خپل هېواد څخه د وتلو لامل اړ ایستي یاستئ او خپل اصلي هېواد ته ستاسو د بیرته ستنیدو د وېرې لامل ګڼل کېږي. دا مهمه ده چې د امکان تر بریده دقیق ووایاست چې څه پیښ شوي. ستاسو د بیان پراساس، د کډوالۍ بورډ پرېکړه کوي چې تاسو ته به په فنلنډ کې پناه درکړل شي که نه.
د "وپوښتئ" ډله وړاندیز کوي چې تاسو له مرکې دمخه قانوني مشوره ترلاسه کړئ. په یاد ولرئ چې "وپوښتئ" یوازې معلومات چمتو کوي او تاسو ته هېڅ ډول قانوني مشوره نه درکوي.
د مرکې پر وخت کې، له هر یو ه تن سره په جلا توګه مرکه کېږي خو دا چې پناه غوښتونکی ماشوم وي. که اړتیا وي، تاسو ته به یو ژباړونکی درکړل شي. د قضیې کارکونکی به هغه معلومات و لیکي چې تاسو په دې مرکه کې ورکوئ. دا مهمه ده چې ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو لیکل شوي معلومات تاسو ته ولوستل شي. تاسو یې د دقت لپاره چیک کولی شئ. که تاسو غلط پوه شوي یاست، یا غواړئ چې د یو څه په اړه نور جزئیات وړاندې کړئ، تاسو کولی شئ د سند د سمولو غوښتنه وکړئ.
له مرکې وروسته، شخص معمولا نورو مرکزونو ته لیږدول کېږي او د هغه د استوګنې د غوښتنې په اړه د څیړنې پایلې او پریکړې ته انتظار کوي.

د ډوبلین مرکه

که چېرې د فنلنډ د کډوالۍ خدماتو چارواکي دا معلومه کړي چې تاسو بل ځای د پناه غوښتنه کړې یا د اروپايي ټولنې په یو هېواد کې استوګن یاست، تاسو ته به د ډوبلین مرکې لپاره بلنه درکړل شي. په دې مرکه کې، تاسو باید د کډوالۍ د څانګې چارواکو ته ستاسو د پناه غوښتنې د څیړلو دلایلو په اړه خبر کړئ او دوی راضي کړئ.

پنځم پړاو: د پناه غوښتنې په تړاو پرېکړه

د کډوالۍ دفتر ارزونه او څیړنه کوي او په پای کې پرېکړه کوي چې د پناه غوښتنې لپاره لازم دلیل شتون لري که نه. که تاسو د فنلنډ اړوندو قوانینو، د ډوبلین قانون او د جینوا کنوانسیون په رڼا کې د پناه غوښتنې لپاره معتبر دلیلونه لرئ، ستاسو په تړاو به په فنلنډ کې د دایمي استوګنې پرېکړه وشي.
د پناه غوښتونکو د منلو یا نه منلو پرېکړه د کډوالۍ ادارې لخوا په لیکلې توګه غوښتونکو ته اعلانیږي. د پایلې اعلان یا ستاسو د پناه غوښتنې په اړه لیکلې پرېکړه به ستاسو په مورنۍ ژبه لکه په دري یا پښتو وي.
لکه څنګه چې یادونه وشوه، د پناه غوښتنې بهیر په لړ کې، پناه غوښتونکی باید د فنلنډ د حکومت لخوا د هغه د پناه غوښتنې ځواب ته یو څه وخت انتظار وکړي. د کډوالۍ ادارې لخوا دوه ډوله پریکړې کېږي، چې موږ پرې لاندې بحث کوو:

مثبته پرېکړه

که تاسو ته د پناه غوښتنې پر بنسټ د استوګنې اجازه درکړل شي، تاسو کولی شئ په فنلنډ کې پاتې شئ. که چېرې چارواکي په دې نظر وي چې تاسو به ستاسو په هېواد کې د لاندې دلیلونو له امله تعقیب شي، تاسو ته به په فنلنډ کې پناه درکړل شي:
  • توکم؛
  • مذهب؛
  • ملیت؛
  • د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې پورې تړاو؛ یا
  • سیاسي لیدلوری.
که چېرې په فنلنډ کې د پناه غوښتنې ځواب مثبت وي، د لاندې قضیو څخه یوه به د غوښتونکي په وضعیت کې شامل شي:
  • فرعي ملاتړ
  • په نورو برخو کې د استوګنې اجازه
  • د پناه یا کډوالۍ حالت

منفي پرېکړه

که چېرې د غوښتونکي غوښتنه رد شي او د پناه غوښتنې ته د حکومت ځواب منفي وي، د کډوالو لپاره ممکنه ده چې استیناف غوښتنه وکړي. په ډېرو مواردو کې، د استیناف ځواب هم منفي دی. که چېرې د پناه غوښتنې غوښتنلیک په قطعي ډول رد شي، نو شخص باید فنلنډ پریږدي.
که تاسو ته پناه نه درکول کېږي، تاسو کولی شئ په ځینو مواردو کې د دویمې درجې محافظت پر بنسټ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. که تاسو د لاندې ګواښونو سره مخ یاست، تاسو کولی شئ د دویمې درجې محافظت پر بنسټ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ، هغه ګواښونه په لاندې ډول دي:
  • د مرګ سزا یا اعدام؛
  • ربړونه یا نور غیر انساني چلند یا سزا؛ یا
  • د وسله والې جګړې په پایله کې جدي شخصي خطر.
دا باید په پام کې ونیول شي چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه د منفي پرېکړې ترلاسه کولو په صورت کې، د کډوالۍ اداره به په ورته وخت کې وګوري چې تاسو ته په بل ډول د استوګنې اجازه ورکول کېدی شي او که نه.

شپږم پړاو: په فنلنډ کې دایمي استوګنه

د پناه غوښتنې د ټولو پړاوونو په بریالیتوب سره بشپړولو او د کډوالۍ ادارې څخه د مثبتې پریکړې ترلاسه کولو وروسته به، تاسو ته د دایمي استوګنې اجازه درکړل شي. که څه هم دا چاره ممکن کلونه وخت ونیسي خو ډېر کله د غوښتنلیک له وخت څخه د مثبتې پریکړې ترلاسه کولو پورې شاوخوا ۶ میاشتې وخت ونیسي. البته، که چېرې د کډوال د هویت د ټاکلو په بهیر کې کومه ستونزه شتون ونه لري، کډوال کولی شي د خپل غوښتنلیک له سپارلو څخه ۳ میاشتې وروسته په فنلنډ کې کار پیل کړي.
که تاسو په فنلنډ کې کافي اوږد ژوند کړی وي، تاسو کولی شئ د فنلنډ د اوسېدو اجازه هم ترلاسه کړئ. خو تاسو یوازې هغه مهال کولی شئ د دایمي استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ  چې په فنلنډ کې اوسئ.
یو پناه غوښتونکی کولی شي په فنلنډ کې د څلورو کلونو دوامداره استوګنې او پنځه کلن دایمي استوګنې وروسته د فنلنډ تابعیت ترلاسه کړي.
که چېرې لاندې شرایط پوره شي (P-EU)  ترلاسه کېدی شي:
  • لږترلږه څلور کاله په فنلنډ کې د استوګنې جواز سره ژوند  کول؛
  • په دې موده کې، تاسو له دوو کلونو څخه زیات د فنلنډ څخه بهر ژوند نه وي کړی؛
  • تا کوم جرم نه وي کړی او نه هم زنداني شوي اوسئ؛
  • تاسو د داسې جرم په ارتکاب تورن نه شوي نه اوسئ چې د حبس د سزا وړ وي؛
  • تاسو دوه یا ډېر جرمونه نه وي کړي؛ او
  • هغه شواهد او دلیلونه چې تاسو مخکې د استوګنې جواز ترلاسه کړي اوس هم شتون ولري.

د دایمي استوګنې لپاره غوښتنلیک

د دايمي استوګنې د اجازې لپاره غوښتنلیک سپارلو لپاره، د فنلنډ د ننوتلو ويب پاڼې ته لاړ شئ . د انټرنیټي مشخصاتو بانک، د ملي هویت تصدیق کولو سیسټم په کارولو، یا د ګرځنده تلیفون د هویت تصدیق کولو سیسټم له لارې خپل هویت تایید کړئ.
د غوښتنلیک فورم ډک کړئ او اړین اسناد ضمیمه کړئ. د اړینو اسنادو په اړه معلومات د کډوالۍ ادارې په وېبپاڼه کې شتون لري. همدارنګه، تاسو به د استوګنې جواز چک فیس تادیه کړئ.
په درېیو میاشتو کې دننه د کډوالۍ خدماتو مرکز څخه لیدنه وکړئ. د کډوالۍ ادارې په وېبپاڼه کې د وخت د سپما لپاره سهولتونو په کارولو سره مخکې له مخکې وخت واخلئ.
فنلنډ ته د ننوتلو Enter Finland کارن چیک کړئ. که ستاسو د غوښتنې ارزونې لپاره نورو معلوماتو ته اړتیا وي، تاسو ته به ستاسو کارن له لارې خبر درکړل شي. تاسو به ستاسو د کارن حساب له لارې د پریکړې په اړه خبر شئ.
که تاسو نه شئ کولی یا نه پوهیږئ چې څنګه انلاین د دایمي استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ، نو په شخصي توګه په لاندې ډول غوښتنه وکړئ :
  • د غوښتنلیک فورم په کارولو سره د دایمي استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ.
  • د کډوالۍ ریاست له ویب پاڼې څخه د مناسب غوښتنلیک فورمه چاپ کړئ او په احتیاط سره ډک کړئ. په یاد ولرئ، په غلط ډول ډک شوي فورمې به ونه منل شي.
  • د کډوالۍ ادارې په وېبپاڼه کې د وخت سپما خدماتو په کارولو سره د کډوالۍ ادارې د خدماتو مرکز لپاره دمخه وخت واخلئ.
  • د غوښتنلیک بشپړ شوی فورم، د ضمیمه شوي فورمو اصلي پڼه، د دوی کاپي، او همدارنګه د پاسپورت اصلي او کاپي او عکس له ځان سره د خدماتو مرکز ته راوړئ.
  • کله چې تاسو غوښتنلیک سپارئ، تاسو باید د چیک فیس ورکړئ.

په فنلنډ کې د پناه غوښتونکو لپاره کار کول

د پناه غوښتونکي په توګه، تاسو یوازې هغه مهال د کار کولو اجازه لرئ چې تاسو ته د کار باوري جواز درکړل شوی وي. د پناه غوښتنې د ۳ یا ۶ میاشتو وروسته، تاسو ته اجازه درکول کېږي چې دنده ومومئ. که تاسو چارواکو ته د اعتبار وړ پاسپورټ یا نور سفري اسناد وړاندې کړي او د هغه اعتبار تایید شوی وي، د انتظار موده ۳ میاشتې ده. که د سفر سند نه وي وړاندې شوی، د انتظار موده ۶ میاشتې ده. که تاسو بیا غوښتنه وکړئ، مخکې له دې چې تاسو بیا کار پیل کړئ باید ۳ یا ۶ میاشتو پورې انتظار وکړئ.
کله چې تاسو یو کار ومومئ، تاسو اړ یاست چې وګورئ چې ستاسو د کار کولو موده پیل شوې که نه. که ستاسو د کار حق ختم شي، تاسو باید سمدستي خپل کارګومارونکي ته خبر ورکړئ. که تاسو استخدام شوي یاست خو د کار کولو حق نه لرئ، تاسو کېدای شي سرغړونه کړې وي. که تاسو د کار جواز نه لرئ، تاسو کولی شئ پرته له معاش کار وکړئ؛ د بېلګې په توګه، تاسو کولی شئ د بې معاشه ښوونکي یا رضاکار په توګه کار وکړئ.
ستاسو د کار حق تر هغه وخته پورې دوام لري چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه قانوني پرېکړه نه وي شوې. که چېرې د کډوالۍ دفتر ستاسو د پناه غوښتنې په اړه مثبته پرېکړه وکړي، تاسو به د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.
که چېرې د کډوالۍ دفتر ستاسو د پناه غوښتنې په اړه منفي پرېکړه وکړي، نو تاسو به د استیناف غوښتنې بهیر تر پایه د کار کولو حق ولرئ.

د پناه غوښتنې له لارې فنلنډ ته د کډوالۍ زیانونه

په فنلنډ کې د پناه غوښتنې ممکن د هر فرد لپاره د انفرادي شرایطو پورې اړه ولري. خو په ډېرو مواردو کې، دا مسله د ژوند، مالي، رواني او اروايي خطرونو په ګډون د مختلفو خطرونو پورې تړلې ده. په لاندې کرښو کې موږ په دې لاره کې ځینې احتمالي خطرونه در په ګوته کوو:
  • یو شمېر کډوال د قاچاقبرانو په وړاندیز خپل مطلوب هېواد ته د رسېدو لپاره له اوبو او بېړیو کار اخلي، چې له بده مرغه د لارې په اوږدو کې له ډېرو پېښو او خطرونو سره مخ کېږي. په دې لاره کې ډېری خلک ډوب شوي یا مړه شوي یا په مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.
  • د نورو مسلو په څنګ کې، د پناه غوښتونکي له لوري جرم ترسره کول هم یو مهم ټکی دی. په دې برخه کې، د فنلنډ له قوانینو سره اشنا کېدل (ان د غیر قصدي جرمونو مخنیوي لپاره) خورا مهم دی. د جرم د ارتکاب په صورت کې به د دغه کس دوسیه د مهاجر یا پناه غوښتونکي په توګه وتړل شي. دا به د سختو قانوني کړنو او د شخص د کورنۍ او ملګرو د پناه غوښتنې د رد لامل شي. مرتکب باید د خپلې سزا له پوره کولو وروسته ژر تر ژره فنلنډ پریږدي.
  • په ډېرو مواردو کې انساني قاچاق وړونکي هېواد ته د رسېدو لپاره ستونزمنې او خطرناکې لارې غوره کوي. له بده مرغه په دې حالت کې ډېری مسافر خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ډېر ځاني او مالي زیانونه ګالي. ډېر لیدل شوي چې خلکو فنلنډ ته د پناه اخیستو داسې لار غوره کړې او په یو ډول د ځمکې یا سمندر له لارې اروپا ته ننوتلي چې په پای کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ډېری کورنۍ د پناه غوښتنې په اړه د سترګو په وړاندې خپل عزیزان له لاسه ورکوي او په سمندر کې د ډوبېدو یا په سختو غرنیو لارو کې د مړینې شاهدان دي.
  • انساني قاچاقچیان له خورا بې رحمه خلکو څخه دي چې ستاسو د ژوند او شتمني د لوټلو په لټه کې دي او کولی شي په اسانۍ سره ستاسو ذهن باندې سیوری و غوړوي. په یاد ولرئ چې پناه باید په روښانه او واضح دلیل سره وغوښتل شي، او که شرایط په سمه توګه و نه ارزول شي، له پښېمانتیا پرته بل څه نه پاتې کېږي، او ډېر کله بیا دغه پښیماني هېڅ ګټه نه لري.

په فنلنډ کې د پناه غوښتنې په اړه ډېری پوښتل شوي پوښتنې او د هغه ځوابونه

ایا هرڅوک کولی شي په فنلنډ ته کډوال شي؟ یوازې یو لږ شمیر پناه غوښتونکي چې د جدي ستونزو لکه جنګ او د مرګ خطر سره مخ وي په فنلنډ کې پناه ورکول کېدی شي. سربېره پر دې، هغه خلک چې جرمونه یې کړي وي لکه جنګي جرمونه، د سولې په وړاندې جرمونه او د بشریت پر ضد جرمونه په هېڅ ډول د فنلنډ پناه نه شي ترلاسه کولی.
ایا پناه غوښتونکي د فنلنډ تابعیت ترلاسه کولی شي؟ یو پناه غوښتونکی کولی شي په فنلنډ کې د څلورو کلونو دوامداره استوګنې او پنځه کلن دایمي استوګنې وروسته د فنلنډ تابعیت ترلاسه کړي. د دایمي استوګنې تر لاسه کولو دمخه، یو پناه غوښتونکی د موقتي استوګنې جواز د مختلفو مودو لپاره ترلاسه کوي.
ایا پناه غوښتونکی کولی شي خپل ملګري فنلنډ ته ور وغواړي؟ یو فنلنډی پناه غوښتونکی کولی شي یوازې هغه مهال د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د استوګنې غوښتنه وکړي چې د هغه د پناه غوښتنه تایید شوې وي.
 په فنلنډ کې د پناه اخیستلو لګښت څومره دی؟ ډېری خلک د سیاحت یا قاچاق ویزې په ترلاسه کولو سره د پناه غوښتنه کوي، او په ډېرو مواردو کې، د دوی له شرایطو سره سم، دوی کولی شي په ورته بیې له قانوني لارې غوښتنه وکړي. دا پرته له دې چې ووایو چې په فنلنډ کې د پناه غوښتنې لګښتونه نه یوازې مادي دي، بلکې معنوي لګښتونه (ستاسو ژوند او ستاسو عزیزان) هم شامل دي چې نه بدلیدونکي دي.
 څوک کولی شي په فنلنډ کې د پناه غوښتنه وکړي؟ هغه کډوال چې په خپل هېواد کې په بیلابیلو ستونزو لکه نژاد، په یوې ټاکلې ډلې کې غړیتوب، سیاسي نظر، مذهب او د ځینو توجیهاتو له امله ځورول کېږي. هغه خلک چې د ویرې له امله نه شي کولی په خپل هېواد کې پاتې شي، کولی شي په نورو هېوادونو لکه فنلنډ کې د پناه غوښتنه وکړي.
فنلنډ ته د کډوالۍ لپاره د پناه غوښتنې په پرتله غوره لاره شتون لري؟ هو، د هغو خطرونو په پام کې نیولو سره چې تاسو د پناه غوښتنې په پروسه کې ګواښي، تاسو کولی شئ فنلنډ ته د قانوني لارو لکه واده، زیږون، تعلیم، کار او پانګونې له لارې کډوال شئ.
 د فنلنډي پناه غوښتنه یو ریښتینی تضمین دی یا دا د قاچاقبرانو لخوا یوه دسیسه ده؟ په فنلنډ کې د پناه غوښتنې او دایمي استوګنې په اړه هېڅ تضمین شتون نه لري او که ستاسو قضیه ونه منل شي، تاسو ته به د استوګنې اجازه نه درکول کېږي.

مرسته او مشوره

په فنلنډ کې د پناه اخیستو ټول طرزالعملونه د فنلنډ رسمي معلوماتو وېبپاڼه کې ومومئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د فنلنډ کډوالۍ خدماتو وېبپاڼې ته ور شئ.
په فنلنډ کې د پناه غوښتنې پروسه پېچلې ده او که چېرې د پناه غوښتونکي د یو ښه وکیل لخوا استازیتوب وشي چې د پناه غوښتنې سیسټم ښه پوهیږي، د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د منلو احتمال ډېر دی ؛ دا مشوره ورکول کېږي چې د پناه غوښتنې دمخه له وکیلانو یا اړونده ادارو سره مشوره وکړئ.
هغه افغانان چې مشخصو معلوماتو او همکارۍ ته اړتیا لري کولای شي د واټساپ شمیرې "پوښتنه " (+93729807235) یا فیسبوک میسنجر یا له لارې "پوښتنه " ویب پاڼه د "پوښتنې" مشاورینو سره اړیکه ونیسئ او نور معلومات ترلاسه کړئ.