د فنلنډ د کډوالۍ اداره اعلان کړی چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې د ناوړه چلند له امله به د فنلنډ حکومت ښځو او نجونو ته پناه ورکوي.
دا اقدام د فنلنډ د کډوالۍ د دفتر له خوا د هغه وضعیت په غبرګون کې شوی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ورسره مخ دي. دغه هېواد په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس به افغان ښځو او نجونو ته "یوازې د جنسیت له مخې" پناه ورکړي.
د فنلنډ حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې واکمنې ډلې په لومړي سر کې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د زده کړې مخه نیولې وه. وروسته د ښځو لپاره د پوهنتون زده کړه تر بل خبرتیا پورې بنده شوه. په دې وروستیو کې واکمنې ډلې هم په ادارو، څانګو او بشري بنسټونو کې د ښځو پر ونډې او کار بندیز لګولی دی.
همدارنګه په افغانستان کې زیاتره هغه ښځې چې په حکومت کې یې کار کاوه یا یې دندې له لاسه ورکړي او یا یې معاشونه ډېر کم دي. د دې کار موخه د ښځو هڅول او حتی مجبورول دي چې په کور کې پاتې شي. برسېره پر دې، ښځې د محرم سړي (خاوند، ورور یا پلار) پرته په عامه ځایونو کې له تګ څخه منع دي. د ښځو په جامو کې هم سخت قواعد پلي شوي دي او سترګې د بدن یوازینۍ برخه ده چې پوښلو ته اړتیا نلري.
د فنلنډ د پناه غوښتنې د څانګې مشرې انټي لیټینین وویل چې اوس مهال یوازې "جندر" د افغان ښځو د پناه غوښتنې لپاره کافي دلیل دی.
د فنلنډ د کډوالۍ خدمت د افغانانو لخوا د سپارل شویو غوښتنلیکونو د پروسس کولو په اړه خپل لارښود تازه کړی دی. د فنلنډ د کډوالۍ ادارې کومه پرېکړه نه ده کړې چې د ۲۰۲۱ کال له جولای وروسته به له دغه هیواد څخه د افغانانو د ویستلو لامل شي. په ۲۰۲۲ کال کې افغانانو ته د پناه غوښتنې د ۶۱۲ پرېکړو له جملې څخه ۵۱۱ مثبتې پرېکړې، د پناه غوښتنې ۳۹۴ دوسیې، ۷ د فرعي ساتنې قضیو او ۱۱۰ د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.
تر دې وړاندې ډنمارک او سویډن هېوادونو هم افغان مېرمنو او نجونو ته د پناه ورکولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و او د بشري حقونو د څار سازمان د ډنمارک او سویډن د مهاجرت چارواکو د دغه اقدام هرکلی کړی و او له نورو هېوادونو یې غوښتي وو چې افغان مېرمنو او نجونو ته د پناه ورکولو په برخه کې له سره غور وکړي. دې ادارې د کډوالۍ له بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو دوه ګونی فشار ته په پام سره او د دوی د "جنسیت" پر بنسټ پناه ورکړي.
  په یوه نادر اقدام کې سویډن د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې ټولو افغان ښځو او نجونو ته به د پناه غوښتنې او د درې کلن اقامت اجازه ورکړل شي. له هغه وروسته ډنمارک او د اروپا د مهاجرت ادارې هم د سویډن هغه پلان تعقیب کړ چې افغان مېرمنو او نجونو ته پناه ورکوي.
اوس د بشري حقونو د څار ډلې د دې څرګندونو په غبرګون کې فنلنډ اعلان کړی چې په دې هېواد کې د پناه اخیستو لپاره اوس مهال د ښځو یوازې "جنسیت" کافي دی.
د فنلنډ د مهاجرت اداره دا مهال د پنځو افغان ښځینه ښځینه پناه غوښتونکو دوسیې څېړي او په اعلامیه کې راغلي چې یاد کسان د پناه غوښتنې د قانون له مخې په دغه هېواد کې د اوسېدو حق لري.