د جینوا پوهنتون د ماسټرۍ په کچه د نړیوالو محصلینو لپاره بورسونه اعلان کړل. د افغان غوښتونکو په گډون د نړۍ له گوټ گوټ څخه محصلین کولای شي د ۲۰۲۳ تعلیمي کال لپاره د سویس د جینوا پوهنتون بورسونو ته خپل غوښتنلیکونه واستوي. دا د ځوانو نړیوالو غوښتونکو لپاره یو ښه چانس دی چې غواړي په سویس کې د سکالرشپ پر مټ زده کړه وکړي. هر کال، د جینوا پوهنتون د نړۍ له گوټ گوټ څخه لوړو وړتیا لرونکو زده کوونکو ته هرکلی وايي. دا نړیوال سکالرشپ لوی شمیر وړتیا لرونکي او لوړې انگېزې لرونکي محصلین جذبوي تر د سویس جینیوا کې زده کړې وکړي.
د جینوا پوهنتون د ماسټر پروگرام سکالرشپ گټې
سکالرشپ په کال کې د ۱۰۰۰۰ CHF څخه تر ۱۵۰۰۰ CHF پورې (د تدریسي وظیفې سربیره) پورې بریالیو نوماندانو ته ورکوي. دا اندازه په لومړیو کې د یو کال لپاره ورکول کېږي او د ماسټرۍ پروگرام ته په پام (درې یا څلور سمسترونو) لپاره د تمدید وړ ده، خو په دې شرط چې نوماند د خپل لومړي سمسټر په پای کې په غوره علمي لاسته راوړنې ولري او بریالی وي.
شرایط
- د ټولې نړۍ څخه غوښتونکي د دې سکالرشپ لپاره وړ دي.
- غوښتونکی باید د لیسانس دورې فارغ وي ترڅو د دې سکالرشپ لپاره غوښتنه وکړي.
- نوماندان باید د ماسټري پروگرام ته د داخلېدو شرایط پوره کړي.
- د انگلیسي ژبې ازموینې پایلې لکه TOEFL یا IELTS لرل.
د زده کړو څانگې
لاندې څانگې په سویس کې د دې نړیوال سکالرشپ لپاره په پام کې نیول شوي:
- ستورپوهنه
- بیولوژي
- کیمیا
- بایوکیمیا
- درمل جوړونې علوم (فارمسی)
- ریاضی
- فزیک
- د ځمکپوهنه (Earth sciences)
- چاپېریالپوهنه
- د کمپیوټر ساینس
اړین اسناد
- د پاسپورټ کاپي؛
- CV (ډېر تر ډېره دوه پاڼې) ؛
- تایید شوی ټرانسکرپټ؛
- د پوهنتون دوه سپارښت لیکونه (Recommendation/Reference Letters)؛ د دوه استادانو یا پروفیسورانو لخوا د سپارښتلیکونه (غوره ده چې نېغ په نېغه د استادانو له لوري Excellence-Master-Sciences@unige.ch ته واستول) چې په دې سپارښتلیکونو کې باید د غوښتونکي وړتیا او بېساري پوهې یادونه شوې وي.
- د هڅونې لیک (Motivation Letter)؛
- د GRE پایلې تصدیق؛
- د انگلیسي ژبې ازموینې پایلې لکه TOEFL یا IELTS؛
د ژبې مهارت
د جینوا پوهنتون د ساینس پوهنځی کې د ماسټرۍ برنامې تعقیب لپاره د فرانسوي ژبې ازموینې ته اړتیا نه شته. د جینوا په پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې په انگلیسي ژبه تدریس کېږي، او غوښتونکي باید د غوښتنلیک سپارلو پر مهال د انگلیسي ژبې ازموینې پایلې لکه TOEFL یا IELTS د خپلو اسنادو سره ضمیمه کړي. همدارنگه، غوره ده چې د پوهنتون د علمي سلاکار سره په پام وړ پوهنځي کې د تدریس د ژبې په اړه مشوره وکړئ.
څنگه غوښتنلیک وسپارم (How to Apply)؟
- هر غوښتونکی باید انلاین غوښتنلیک وسپاري. د انلاین غوښتنلیک سپارلو او فورم ډکولو لپاره، تاسو باید لومړی د سویس پوهنتون ویبپاڼه کې ځانته کارن (اکونټ) جوړ کړئ.
- د کارن اکاونټ جوړولو لپاره، دې لینک ته مراجعه وکړئ او د کارن پاڼې کې لارښوونې تعقیب کړئ.
- د کارن (اکونټ) جوړولو وروسته په دې پاڼه کې د اپلای (Apply) په بټن کلیک کړئ.
- له دې وروسته اړوند معلومات په احتیاط ډک کړئ او یاد شوي اسناد په یوه پی ډی ایف فایل کې اپلوډ کړئ.
- د غوښتنلیک سپارنې ورستۍ نېټې څخه مخکې خپل غوښتنلیک ډک او وسپارئ.
د غوښتنلیک سپارنې وروستۍ نېټه
د دې سکالرشپ لپاره د غوښتنلیک وروستۍ نیټه د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۵مه ده.
مرسته او مشوره
د جینوا پوهنتون د بورسونو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ د جنیوا پوهنتون ویبپاڼه وگورئ. تاسو کولی شئ د دې لینک له لارې نېغ په نېغه د جینوا پوهنتون سلاکارانو سره اړیکه ونیسئ. د جینوا پوهنتون د ساینس پوهنځی له علمي سلاکار څخه د اړینو مشورو ترلاسه کولو لپاره Academic-Advisor-Sciences@unige.ch ته بریښنالیک واستوئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.