زنان و دختران افغان به‌دلیل آزار و تعقیب در کشور واجد شرایط پناهندگی در اروپا اند-02.jpg
په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د ساتنې دفتر افغان ښځې او نجونې چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې د ځورونو،  څارل کېدو او محدودیتونو له امله په عمومي ډول په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر ګڼي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې اداره (EUAA) دې پایلې ته رسېدلې چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې له خوا پر ښځو او نجونو د زورزیاتي له امله په یاد هېواد کې ټولې افغانې ښځې تر ګواښ لاندې دي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د واک ترلاسه کولو راهیسې، واکمنې ډلې په تدریجي ډول د ښځو او نجونو کار کولو ، ښوونې او روزنې، په عامه ځایونو کې آزاد ګرځېدل او د بیان آزادي منع کړې.
دا راپور د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د ساتنې دفتر او غړو هېوادونو په همکارۍ چمتو شوی. د يادشوي دفتر مسوولينو په دې وروستيو کې له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د اروپايي ټولنې هېوادونه دې د پناه غوښتنې د غوښتنليکونو د ارزونې پر مهال د دغه دفتر راپورونه او اعلامیې په پام کې ونيسي. همدارنګه ویل شوي دي چې غړي هېوادونه اړ نه دي څو ټولو افغان مېرمنو ته چې د پناه غوښتنه کوي مثبت ځواب ورکړي، بلکې هر هېواد په دې اړه په خپلواکه توګه پرېکړه کوي او د پناه غوښتنې دوسيې په جلا توګه څېړي، خو مهمه دا ده، چې د پناه غوښتنې دوسيې وڅېړل شي. په افغانستان کې ښځو او نجونو ته وضعیت ته باید پام وشي.
په لومړیو کې واکمنې ډلې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د زده کړې مخه ونیوله. په دې وروستیو کې د ښځو لپاره د پوهنتون زده کړه تر بل خبرتیا پورې بنده شوې ده. واکمنې ډلې د دغه عمل لامل له شرعي معيارونو سرغړونه بللې او ويلي يې دي، چې مېرمنو اسلامي حجاب نه دی اغوستی. په دې وروستیو کې طالبانو هم په بشري موسسو، څانګو او ادارو کې د ښځو پر ګډون او کار کولو بندیز لګولی دی.
ملګرو ملتونو همداراز ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید پر واکمنې ډلې له نورو لارو فشار راوړي، څو دغه ډله د ښځو پر وړاندې له خپلو هغو پرېکړو څخه لاس واخلي، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې مخینه نه لري او یا لږ تر لږه په ځینو مواردو کې د مېرمنو پر زده کړې استثناوې رامنځته کوي. په همدې حال کې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه اوس پر دې غور کوي چې ایا له دې محدودیتونو سره سره افغانستان ته د بشري مرستو دوام ممکن دی که نه؟
دا راپور په دې لینک کې لوستلی شئ.