د edX انلاین زده کړې پلټفارم د غوره پوهنتونونو ظرفیتونو په کارولو سره په ټوله نړۍ کې زده کونکو ته په لوړه کچه او کیفیت کې انلاین زده کړې کورسونه وړاندې کوي.
edX د هارورډ پوهنتون (Harvard University) او میساچوسټس ټېکنالوژۍ انسټیټوټ (MIT) له لوري رامنځته شوی. د edX پلټفارم غیرانتفاعي بنسټ دی او له خورا مشهور وېبپاڼو څخه یوه ده چې په نړۍ کې د انلاین زده کړې کورسونه چمتو کوي او د نړۍ له غوره پوهنتونونو سره په همکارۍ، د لوړې علمي کچې او معتبر درجې کورسونه وړاندې کوي.
په دې لیکنه کې د eDX د کارولو او ګټې اخیستنې څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شوي دي، ترڅو هغه افغان نارینه او ښځینه زده کوونکي، چې له سیاسي بدلونونو وروسته باکیفیته زده کړو ته لاس رسی نه لري، کولی شي اړوند ویبپاڼې ته مراجعه وکړي، ښوونیزې دورې تعقیب او په خپله پوه کې زیاتوالی راولي.

edX د چا لپاره دی؟

د edX انلاین روزنې خورا مهم څارونکي خپلخوښي زده کوونکي دي، چې موخه یې هغه خلک دي چې د معتبرو پوهنتونونو د ځانګړو کورسونو په لټه کې دي ترڅو د دې کورسونو له منځپانګې څخه په هر اړخیز او وړیا توګه ګټه پورته کړي. څرنګه چې دا کورسونه ګټور، عملي او باوري تصدیقونه او سندونه هم وړاندې کوي، نو په دې کورسونو کې د ګډون لپاره اصلي غوښتونکي ډېری هغه خلک چې انلاین زده کړو په لټه کې دي یا د مخ پر ودې هېوادونو اوسېدونکي او زده کونکي دي په هېڅ ډول مخامخ زده کړې ته لاسرسی نه لري. په دې کورسونو کې د ګډون لپاره اصلي غوښتونکي دي. دا کورسونه پراخ او بېلابېل موضوعات لري.

د edX ښوونیز پلټفارم پروګرامونه څه ارزښت لري؟

په داسې حال کې چې اوس مهال، افغان نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې دي، دوی کولی شي له فرصت څخه په استفادې د edX وېبپاڼې په مرسته وړیا تعلیمي کورسونه تعقیب کړي.
edX یو داسې پلټفارم دی چې د زده کړو د دودیزو لاروچارو بدلون ته ژمن دی او د لوړ لګښت، موقعیت، او لاسرسي په وړاندې خنډونه له منځه وړي.

د زده کړو بېلابېلې څانګې

د edX کورسونه خورا رنګارنګ دي او نږدې ټول اکاډمیک مضامین پوښي. دا پلټفارم د قانون، تاریخ، ساینس، انجینرۍ، سوداګرۍ، ټولنیزو علومو، کمپیوټر ساینس، عامه روغتیا، او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په ګډون ټولو مضامینو کې MOOCs او متقابل انلاین ټولګي وړاندې کوي.
ډېری وختونه دا امکان نه لري چې په عادي کورسونو کې له پروفیسورانو سره خبرې وکړئ. خو، په وړیا کورسونو کې، د بحث برخه د ویډیو لاندې فعاله ده او دا ممکنه ده چې پوښتنې وشي او ځوابونه ترلاسه شي. له edX پلټفارم سره، تاسو کولی شئ د نړۍ له ۱۴۰ مخکښو ښوونیزو بنسټونو څخه تر ۲۰۰۰ زریاتو وړیا انلاین کورسونو ته لاسرسی ومومئ. نوي مهارتونه ترلاسه کړئ او د بشپړېدو سند ترلاسه کړئ.
دا سایټ په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د ټولو عمرونو او هېوادونو لپاره خپل ښوونیز کورسونه چمتو کړي. د edX ښوونیز سایټ ډېری کورسونه وړیا دي، او په ټولو ښوونیزو او تعلیمي کچو کې پروګرامونه او کورسونه وړاندې کوي.

له نړیوالو ژبو سره بلدتیا

د edX کورسونه په ۱۴ نړیوالو ژبو کې وړاندې کېږي. له همدې امله، د بهرنیو ژبو مهارت د ښوونې او روزنې د کورسونو تعقیب لپاره اړین دی. زده کونکي کولی شي د خپلې زده کړې لپاره انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، ایټالوی، پرتګالي، جاپاني او نورو ژبو څخه یوه غوره کړي.

د ښوونیزو دورو ډولونه

په edX پلټفارم کې د وړیا کورسونو او دورو سربېره، د هارورډ په څېر پوهنتونونو کې د معتبر اسنادو سره د اوږد مهاله او لوړو زده کړو کورسونه هم وړاندې کېږي، چې عبارت دي له مایکروماسترۍ (MicroMasters)، ماسټرۍ (Masters)، دکسب ا‌و کار زده کړې (edX For Business)، مسلکي زده کړې (Professional Certificate Programs) او د فوق لیسانس (Master’s Degrees on edX) دورو څخه.
د edX اصلي برخه اکادمیک کورسونه دي. اوس مهال، په edX ویبپاڼه کې له ۳۰۰۰ څخه ډېر وړیا کورسونه شتون لري چې زده کونکي کولی شي په اسانۍ سره یې تعقیب کړي. که څه هم ځینې دا کورسونه وړیا نه دي، خو دغه لګښت د پوهنتونونو له لوري وړاندیز شوي حضوري دورو د لګښت شاوخوا درېیمه برخه ده.

څنګه په edX سایت کې د کارونې حساب جوړ کړو؟

  • په لومړي ګام کې، د اکونټ جوړولو لپاره د edX ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ. په دویم قدم کې Register for free غوراوي باندې کلیک وکړئ.
  • کله چې د حساب جوړولو پاڼه پرانستل شي، خپل بشپړ نوم، کارن-نوم او د خپل اکونټ لپاره پټ نوم یا Password دننه کړئ.
  • تاسو اړ یاست هغه هیواد هم وټاکئ چې تاسو پکې اوسیږئ، خو دا اختیار په سملاسي ډول د وېبپاڼې له لوري په خپلسري ډول غوره کېږي. د انلاین فورم له ډکولو وروسته له ورکړل شویو معلوماتو سره خپل توافق وښيئ او ټاکل شوی ځای نښه یا ټيک مارک کړئ.
  • وروسته د Create an account for free غوراوي باندې کلیک کړئ.
  • د کارن اکاونټ له جوړولو وروسته به یوه نوې پاڼه پرانیستل شي. دا پاڼه له تاسو څخه غوښتنه کوي چې ستاسو د زده کړې کچه او جنسیت داخل کړئ (تاسو کولای شئ اوس د دې معلوماتو داخلول پریږدئ).
  • په پای کې، د دې مرحلو بشپړولو وروسته ، تاسو به خپل کارن اکاونټ ته ننوځئ او تر دې وروسته به تاسو کولی شئ د شرایطو په منلو سره په ټولو وړیا او نا وړیا ښوونیزو کورسونو کې برخه واخلئ.

په ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون

کله چې تاسو په edX وېبپاڼه کې کارن جوړ کړئ، نو د لومړي ځل ور ننوتو سره به تاسو د (You are not enrolled in any courses yet) پیغام سره مخ شئ. دلته د (Explore courses) اختیار کې کلیک وکړئ او هغه کورس غوره کړئ چې تاسو یې غواړئ.
کله چې تاسو خپل مطلوب روزنیز کورس غوره کړ، نو د نوم لیکنې یا Enroll Now غوراوي باندې کلیک وکړئ، او په دې سره به تاسو په بریالیتوب سره په مطلوب کورس کې شامل شئ.

څنګه له edX څخه غوره ګټه واخلو؟

  • د دې لپاره، دا اړینه ده چې پوه شئ چې تاسو څه ډول کورس په لټه کې یاست او او باید خپلې اړتیاوې په سمه توګه و پېژنئ، او د edX سایټ د لټون اسانتیاوو په کارولو سره، تاسو کولی شئ د موضوع، علمي کچې درلودلو له مخې مناسب کورس وپېژنئ او غوره کړئ.
  • تاسو باید پاملرنه وکړئ چې په یوه مضمون کې د شته کورسونو په مینځ کې ستاسو له وړتیا سره سم کورس غوره کړئ. ځکه چې د eDX ډېری ځانګړي کورسونه ستونزمن دي او په انګلیسي ژبه یې زده کول هم ستونزې زیاتوي.
  • د انګلیسي ژبې ځینې کورسونه یوه ځانګړې لهجه دي او د کورس زده کړه یو څه ستونزمنوي او وخت نیسي، نو صبر وکړئ او ویډیوګانې څو ځله وګورئ.
  • که تاسو د یو څه مودې لپاره د کورس له موادو څخه لرې یاست، د پخوانیو درسي موادو بیاکتنه وکړئ ترڅو د زده کړې بهیر ستاسو لپاره اسانه شي.
  • هڅه وکړئ د ځان لپاره د زده کړې لاره په ګوته کړئ او په ورته وخت کې څو کورسونو ته دوام مه ورکوئ.
  • د edX ځینې کورسونه بېلابېل درسونه لري، تاسو اړ نه یاست ټول یې په دقت سره ولولئ، خو له پامه یې مه غورځوئ او دغو موضوعاتو ته ځغلنده نظر ولرئ.
  • د هر کورس په لومړۍ پاڼه کې، د پام وړ کورس ځانګړتیاوې، لکه د اونیو شمیر، د مطالعې وخت، او نور، او د ځینې کورسونو لپاره شرایط هم ورکړل شوي. همدارنګه، د کورس د ټولو ویډیوګانو سرلیکونه او سرټکي په لومړي مخ کې لیدل کېدی شي. په لومړۍ پاڼه کې دې ټکو ته پام وکړئ ترڅو تاسو وکولی شئ د ځان لپاره سم کورس غوره کړئ.
  • په یاد ولرئ چې، eDX هر کال په خپل ویببلاګ کې خپل خورا مشهور کورسونه معرفي کوي او خپروي. معمولا د موضوعاتو عمومي کورسونه لکه د ژبې زده کړه، پروګرامېنګ، ځاني پراختیا، او روغتیا د edX خورا مشهورو کورسونو څخه دي. ډاډ ترلاسه کړئ چې ویبپاڼه په پرلپسې ډول تعقیب کړئ ترڅو د خورا مشهور کورسونو په تړاو معلوماتو ترلاسه کولو سره په دې پروګرامونو کې د ګډون لپاره سمه ټاکنه وکړئ.

د edX ښه او بد اړخونه

د کورسونو رنګارنکوالی او ډېر شمېر، د ویبپاڼې ښکلی ډیزاین، د لټون اسانتیاوې، د ویډیو پلې بیک اسانتیاوې، له غوره پوهنتونونو سره همکاري، د وړیا زده کړې امکانات او د کورس په بحثونو کې برخه اخیستل د edX ښوونیز پلټفارم یا ویبپاڼې غوره اړخونه دي. دا په زړه پورې ده چې د دې ویبپاڼې کورسونه د نړۍ له غوره پوهنتونونو څخه دي او لوړه علمي کچه لري او تاسو به په دې کورسونو کې د ګډون کولو او د اعتبار وړ درجې ترلاسه کولو سره د ځان لپاره ښه ریکارډ جوړ کړئ.
بلخوا، د دې وېبپاڼې یوه نیمګړتیا دا ده چې له سافټویر، پروګرام کولو او کمپیوټر مهارتونو کې چیرې چې د زده کړې ډېرې سرچینې شتون لري، د دې شونتیا شته چې د  eDXکورسونه د افغانانو لپاره غوره، اسانه او اغېزمن انتخاب نه وي ځکه د لوړ کيفيت انټرنيټ او کمزوری اقتصاد دغه دغه مشکل نور هم زیاتوي.

د سند ترلاسه کول

د eDX ښوونیزه ویبپاڼه هغو زده کونکو ته بسپنه هم ورکوي څوک چې د کورسونو سندونو یا او شهادتنامو د ترلاسه کولو کې لیوالتیا لري خو د دې چارې لپاره مالي وړتیا نه لري. په دې مالي مرستې کې د اسنادو ترلاسه کولو لګښت کې ترټولو لوړه سلنه کمښت شامل دی، او تاسو به د دې سند د لګښت ډېره کمه سلنه پیسې ور کړئ. د مالي مرستې لپاره غوښتنه کولو لپاره، تاسو باید لومړی په ویبپاڼه کې ځان ثبت کړئ او په پام وړ کورس کې مو ځان شامل کړی او د ENROLL غوراوي باندې مو کلیک کړی وي. تر دغو کارونو وروسته دې لینک ته مراجعه وکړئ او د مالي مرستې غوښتنې فورم ډک کړئ او د دې ویبپاڼې د مالي ملاتړ څانګې ته یې واستوئ.  تر ارزونې وروسته، که ستاسو غوښتنه و منل شي، د کمښت یا تخفیف یو کوډ به تاسو ته واستول شي ترڅو تاسو یې د ټیټ لګښت ورکولو لپاره وکاروئ او اړوند اسناد ترلاسه کړئ.

مرسته او مشوره

د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د edX ویبپاڼه وګورئ. همدارنګه کولی شئ دا لینک وګورئ او د پلیټفارم د پروګرامونو یا edX په اړه بېلابېلې ولولئ. د دې ترڅنګ، کولی شئ له دې لینک څخه د iOS تلیفونونو لپاره د edX اپلیکېشن او له دې لینک څخه د Androidلپاره اپلیکېشن ډاونلوډ کړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.