د هنگري دولت او د خوړو او کرنې سازمان (Food and Agriculture Organization - FAO) په گډه د نړیوالو زده کونکو لپاره بورسونه اعلان کړي دي. د افغان محصلینو په گډون د نړۍ له گوټ گوټ څخه زده کوونکي کولای شي د هنگري د دولت-FAO د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو بورسونو ته غوښتنلیک وسپاري. دا پروگرام د هنگري د دولت له لوري تمویل کېږي چې د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تر منځ په ۲۰۰۷ کال کې د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ اعلان شوی دی. بورسونه د مخ پر ودې هېوادونو اتباعو لپاره د هنگري د بوډاپیسټ په بوډا کیمپس کې د کرنې او ژوند علومو پوهنتون کې د زده­کړې او څېړنې لپاره چمتو شوي.

د پروگرام عمومي معلومات

  • کوربه بنسټونه: د هنگري د کرنې او ژوند علومو پوهنتون.
  • د زده کړو څانگې: د کرنې د اوبو د مدیریت انجینرۍ او بایوټېکنالوژي ماسټري.
  • د بورسونو شمېر: نه دی مشخص شوی.
  • موده: ۲۲ میاشتې.
  • وړ هېوادونه: افغانستان او نور مخ پر ودې هېوادونه.

د هنگري دولتي  او FAO بنسټ د سکالرشيپونو گټې

د هنگري دولت او FAO بنسټ سکالرشیپونو ته غوره شوي غوښتونکي به لاندې گټو او متیازاتو څخه برخمن شي:
  • د زده کړو په دوره کې د غوښتنلیک لگښت، فیس او له اساسي کتابونو او درسي موادو سره؛
  • لیلیه یا استوگنځی؛
  • د ژوند لگښتونه؛ او
  • روغتیايي بیمه.

شرایط

  • د وړ هېوادونو له ډلې د یوه تابعیت لرل (د وړ هېوادونو لېست دلته ولولئ).
  • د ښوونځي عالي درجه لاسته راوړنې.
  • په انگلیسي کې مهارت (د هغو پروگرامونو لپاره چې په انگلیسي ژبه تدریس کېږي).
  • انگېزه درلودل.
  • د بشپړې روغتیا درلودل.
  • عمر ۳۰ کاله (د ۳۰ کلونو څخه کم نوماندانو ته لومړیتوب ورکول کېږي).

اړین اسناد

  • د غوښتنلیک فورم په خپل وخت ډک شوی وي (مهرباني وکړئ د فورمې د ډاونلوډ کولو لپاره دلته کلیک وکړئ).
  • تازه شوې CV.
  • د ثانوي زده کړو (لېسې) شهادتنامه او د لیسانس ډیپلوم (سند) یوه کاپي. همدارنگه، د ټرانسکریپټ یوه کاپي.
  • د انگلیسي ژبې د مهارت سند یوه کاپي.
  • د پاسپورټ د ځانگړنو اړوند پاڼو کاپي چې د پای نېټه او د پاسپورټ شمېره ښیي.
  • د سپارښتنې لیک ( Recommendation Letter)
  • د بورسونو لپاره د ارادې لیک (Letter of Intent)؛
  • روغتیایي سند (تصدیق شوی روغتیایی معاینات).
  • د سیمه­ ایزو پولیسو د چارواکو له لوري صادر شوی د ښه چلند سند.
پاملرنه: ټول سپارل شوي اسناد باید په انگلیسي ژبه وي. په بله ژبه لېږل شوي اسناد به ونه منل شي. دا د غوښتونکي مسؤلیت دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې اسناد په سمه توگه ژباړل شوي او د وړ چارواکي له لوري تصدیق شوي او دا چې هر سند د هغه سند اړوند نوم سره زېرمه شوي دي.

د انگلیسي ژبې مهارتونه

ټاکل شوي نوماندان کېدی شي د داخلې بهیر د یوې برخې په توگه د انگلیسي ژبې لیکلي یا شفاهي ازموینې تېرولو ته ور وبلل شي. پوهنتون به د غوراوي نور بهیر ترسره کړي او هر غوره شوي نوماند ته به خبر ورکړي.

څنگه غوښتنلیک وسپارم (How to Apply

غوښتنلیک سپارونکی باید له دې ځایه د اړونده سکالرشيپ فورم ډاونلوډ او ډک کړي. د فورم ډکولو وروسته، له اړینو اسنادو سره یو ځای خپل غوښتنلیک د خوړو او کرنې بنسټ REU-Scholarship@fao.org برېښنالیک ته واستوئ.
په یاد ولرئ چې سندونه په انگلیسي کې په PDF یا JPG فارمټ کې باید د سند له مینځپانگې سره سم ونومول شي او پورتنۍ برېښنالیک پتې ته واستول شي (د نومونو پرته اسناد د دې پروگرام لپاره په پام کې نه نیول کېږي).

د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه

افغان غوښتونکي کولای شي خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له ۱۵ څخه د فبرورۍ تر ۲۸ نېټې پورې د REU-Scholarship@fao.org بریښنالیک له لارې واستوي.

د پایلو اعلان

د غوراوي بهیر لکه څنگه چې لاندې تشریح شوی، د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر کې پیل شوي بورسونو باندې پلي شي.
د زده کونکو انتخاب به په لاندې دوو پړاوونو کې ترسره شي:

لومړی پړاو

  د خوړو او کرنې سازمان (Food and Agriculture Organization - FAO) نوماندان مخکې له مخکې ارزوي ​​او غوښتنلیکونه یې د هنگري د کرنې وزارت ته لیږي او د غوښتونکي اسناد اړوند پوهنتون ته استوي چې غوښتونکي غوره کړي دي. زده کوونکي باید یوازې بشپړ غوښتنلیکونه وسپاري. هغه غوښتنلیکونه چې بشپړ نه وي په پام کې به و نه نیول شي. بې نومه اسناد هم نه ارزول کېږي.

دویم پړاو

  غوره شوي نوماندان ممکن د غوراوي د بهیر د یوې برخې په توگه د انگلیسي ژبې لیکلي یا شفاهي ازموینې تېرولو ته ور بلل شي. پوهنتون به د غوراوي بهیر نورې چارې ترسره کړي او هر ټاکل شوي نوماند ته به خبر ورکړي. د زده کونکو انتخاب یوازې د پوهنتونونو له لوري او د FAO له ښکېلتیا پرته ترسره کېږي. غوره شوي زده کونکي به د کرنې وزارت له لوري خبر شي.

مرسته او مشوره

د بورسونو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ د خوړو او کرنې سازمان (Food and Agriculture Organization - FAO) په ویبپاڼه کې د بورسونو پاڼه وگورئ. د سکالرشيپ په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په دې لینک کلیک وکړئ. غوښتنلیک ورکوونکي کولی شي د اړتیا په صورت کې REU-Scholarship@fao.org برېښنالیک ته لیک واستوي.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.